لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ځورونو د تورونو وروسته د بې درکه کسانو د کمېشن مشر [ر] جسټس جاوېد اقبال د لرې کولو سپارښتنه شوې


پاکستان کې د بې درکه کسانو معلومولو دپاره جوړ حکومتي کمېشن په مشر [ر] جسټس جاوېد اقبال د ښځو لخوا د ځورونو تورونه لګېدلي او له دغې وروسته پبلک اکاونټس کمېټۍ د هغه د دغه څوکۍ څخه لرې کولو سپارښتنه کړې ده.

د راپورونو ترمخه د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [7 جولايۍ] په قومي اسمبلۍ کې د پبلک اکاونټس کمېټۍ غونډه شوې او د دغه غونډې په وړاندې طيبه ګل نومې ښځې په جاوېد اقبال د ځورونو تورونه لګولي دي.

ويل شوي د کمېټۍ مشر نور عالم خان په مشرۍ ترسره شوې غونډه کې جاوېد اقبال ته هم د حاضرېدو ويل شوي وو خو هغه نه وو حاضر شوی.

مېرمن طيبه ګل ويلي هغې د [ر] جسټس جاوېد اقبال پرضد انلاين په پورټل هم شکايت کړی وو. هغې تور لګولی چې د خاوند د يو نزدې دوست د بې درکۍ په اړه يې د بې درکه کسانو معلومولو دپاره جوړ کمېشن ته خواست کړی وو، خو بيا [ر] جسټس جاوېد اقبال هغه غوښتې او ځورولې وه.

ګل تور لګولی [ر] جسټس جاوېد اقبال به هغې ته د شپې او ورځې ټيليفونونه کول او هغې ته يې به يې ويل چې کار به يې وشي او بيا بيا به یې غوښتله، او چې کله هغې انکار وکړو نو مقدمې يې پرې جوړې کړې او وې نيوله.

[ر] جسټس جاوېد اقبال د وړاندې نه دغه تورونه رد کړي دي.

ګل ویلي، چې کله هغه د [ر] جسټس جاوېد اقبال نه تنګه راغله نو د هغه په پټه ويډيو يې جوړې کړې. او زياته کړې يې ده، د وزيراعظم شخصي سيکرټري اعظم خان او يو شخصي ټي وي چېنل مالک طاهر خان هغه بللې او دغه ویډيوز يې ترې د ثبوت دپاره غوښتې وې، بيا دغه ويډیوز په ټيلي ويژن چېنلو خبرې شوې وې.

د پبلک اکاونټس کمېټۍ مشر نور عالم خان بيا وزيراعظم ته سپارښتنه کړې چې [ر] جسټس جاوېد اقبال د بې درکه کسانو د کمېشن د مشرۍ نه لرې کړي. خان د کمېټۍ په بله غونډه کې جاوېد اقبال ته د حاضرۍ دپاره ويلي او زیاته کړې يې ده که هغه حاضر نه شو د نيولو حکم به يې وکړي.

په نوموړي پخواني جج له دې وړاندې هم دغه ډول تورونه لګېدلي چې هغه نورې ښځې هم ځورولي دي.

[ر] جسټس جاوېد اقبال چې د احتساب د قومي ادارې [نېب] مشر وو په کال 2011 کې په ملک کې د بې درکه کسانومعلومولو دپاره جوړ حکومتي کمېشن مشر هم جوړ کړی شوی وو. هغه د بلوچستان هايکورټ چيف جسټس او بيا د سپريم کورټ جج هم پاتې شوی دی.

نوموړی پخوانی جج په کال 2001 کې په اېبټ اباد کې د امریکايي پوځ په عملیاتو کې چې اسامه بن لادن وژل شوی وو د دغه پېښې دپاره د کمېشن مشر هم جوړ کړی شوی وو.

امنه مسعود جنجوعه چې د بې درکه کسانو دپاره د خپلې جوړې ادارې [ډيفس اف هيومن رايټس] مشري کوي هغې هم تور لګولی چې [ر] جسټس جاوېد اقبال د 11 کالو راهسې د کمېشن مشري کوي خو په دې موده کې د هغه پرضد وخت په وخت شکايتونه مخې ته راغلي چې هغه د ښځو سره سمه رویه نه ده ساتلې.

هغې ویلي، يوې ښځې ورته ویلي چې خاوند یې بې درکه وو خو هغې ويلي چې بيا به د خپل شکايت دپاره د کمېشن په وړاندې حاضره نه شي ځکه چې [ر] جسټس جاوېد اقبال ورته ويلي چې هغه په خپله دومره ښايسته د خاوند څه ضرورت لري.

د بې درکه کسانو دپاره مبارزه کوونکو له دې وړاندې د بې درکه کسانو دپاره جوړ کمېشن باندې هم داسې تورونه لګولي چې دغه کمېشن د بې درکه کسانو په معلومولو کې پاتې راغلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG