لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د موسمياتو محکمې په ملک کې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی


پاکستان کې د موسمياتو محکمې د لوی اختر په ورځو کې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی او د سېلابونو راتلو ویل شوي دي.

د موسمياتو محکمې ويلي، د نهمې نه تر 12 جولايۍ پورې د اسلام اباد، خېبرپښتونخوا او پنجاب سره د سيند. د صوبې په ځينو برخو کې د باران امکان دی.

ويل شوي نن او سبا په [8 او 9 جولايي] په بلوچستان او سيند صوبه کې د بارانونو امکان دی.

د موسمياتو محکمې پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [7 جولايۍ] په ملک کې د نورو بارانونو کېدو وړاندوينه کړ ې ده.

د موسمياتو محکمې ويلي، د 9م نه تر 12م جولایۍ پورې د خېبرپښتونخوا په سوات، اېبټ اباد، پېښور، مردان، صوابۍ، کرمه او کوهاټ کې د بارانونو امکان دی.

د دې ترڅنګ په نهمه او لسمه جولايۍ د خېبرپښتونخوا په ځینو برخو او نن په اتمه او سبا په نهم جولايۍ د بلوچستان په ژوب، زيارت، بارکهان، لورالايي، کوټه، قلات خضدار او ورسره څنګ پرتو سيمو کې د سيلۍ سره ځای په ځای د تېز باران هم ويل شوي دي.

ويل شوی د تيزو بارانونو له امله د سېلابونو راتلو او په غريیزو علاقو کې د غرونو ښوېدو خطره ده، عامو خلکو او سېلانيانو ته د احتياط کولو ويل شوي دي.

په ملک کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] په ملک کې د بارانونو په اړونده ادارو چې پکې د ژغورنې د ادارې سره نورې امدادي شامل دي، لارښوونه کړې چې چمتو اوسي.

د اېن ډي اېم اې په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه د تېرې میاشتې جون د 14 م راهسې په ملک کې په بېلا بيلو پېښو کې 97 تنه مړه شوي او 101 ژوبل شوي دي.

ویل شوي په دغو ورځو کې تر ټولو زيات کسان په بلوچستان صوبه کې مړه شوي چې شمېره يې 49 ده، چې پکې 20 ښځې، 17ماشومان او 12 سړي شامل دي.

او په خېبرپښتونخوا صوبه کې 17 کسان مړه شوي چې پکې شپږ ماشومان، شپږ ښځې او پينځه سړي مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG