لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جبري توګه لادرکه د قبایلي ضلعو ګڼ شمېر کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي


د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعو کې يو شمېر بې درکه شوي تنان خپلو کورونو ته راغلي دي، په دې کې د مومندو، باجوړ او شمالي وزيرستان بې درکه تنان شامل دي.

خپلو کورونو ته د راغلو تنانو د کورنیو غړې وایي دوي د بې درکه شوؤ خپلوانو په بېرته راتګ خوشاله دي، خو هغه خلک چې د کورنۍ غړې يي لا اوس هم بې درکه دي ،وايي چې د دوي خپلوان دې راخوشې کړی شي۔

د ومومند قبایلي ضلعې د دويزو سيمې استوګن سپین ږیري محمد شاه ډيوه ته وويل زوي يې د ۲۵ کاله په عمر ؤ چې د کور نه اوچت کړې شو، درې ورځې وړاندې اووه کاله وروسته کور ته راغلی.

نوموړي وويل زوي یې لا هم ميډيا سره د خبرو کولو جوګه نه دی، خو د کورنۍ او د کلي ګاونډ خلک يې په راتلو ډير خوشاله دي۔

"مونږ ډير خوشاله يو، دکور کلي ټول خلک خوشاله دي، زوي مې روغ دی، کوم تشدد پرې نه دی شوی، زمونږ به ورسره هر درې مياشت پس ملاقات کيدو"

د چارواکو لخوا دا خبره نه ده په ډاکه کړی شوې چې ټول څومره بې درکه تنان خوشي شوي دي، خو د امنيتي ادارو دوؤ سرچينو ډيوه ته وويل چې نزدې شپيته تنان راخوشې کړی شوي دي،

سرچینې وایي د پورته کړل شوؤ تنانو دخوشې کولو دا لړۍ د ډير وخت راهسې روانه ده اؤ وخت په وخت هغه تنان خوشي کيږي چې نيغ په نېغه د ترهګرئ پيښو کې نه وي ککړ خو د وسله والو په سهولت کارۍ يا د شک به بنياد نيول شوي وي،

دسرچنیو په وینا اوس د هغه علاقو خلک پريښودل کيږي په کومو کي چې د دوي د وسله والو سره د بيا اړيکو امکان کم شي۔

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بې درکه تنانو د پاره مبارزه کوونکي عالمزېب محسود ډيوه ته وويل د دوي د معلوماتو ترمخه دا ځل دقبايلي ضلعو نزدي ۵۰ بې درکه کسان راغلي دي.

نوموړي ويل دا کسان د پنځوو نه دولسو، ديارلسو کالو پورې ورک وو، عالمزيب محسود وويل پکار ده چې ټول بې درکه خلک عدالتونو ته وړاندې کړل شي او د جرم ثابتیدېدو په صورت کې سزاوار او دنه ثابيتدو صورت کې دې خوشې کړل شي۔

په مومندو کې د بې درکه تنانو د پاره مبارزه کوونکي امير افضل چې خپل ورو يې هم ورک دی، ډيوه ته وويل دا هغه کسان خوشې شوي د کومو چې د وړاندې نه د کورنۍ غړو سره ملاقاتونه کيدل خو دهغو تنانو لا هم درک نه لګي چې د کلونو راهسې غايب کړل شوي اؤ د مړ ژوندي نه یې خلک خبر نه دي او نه ورسره د کورنۍ د غړو ملاقاتونه کيږي.

په پاکستان کې حکومت د بې درکه تنانو معلومولو د پاره يو کمېشن هم جوړ کړی دی، حکومتي کمېشن ویلي په تيرو لسو کلونو کې يې 6485 بې درکه کسانو موندلي دي.

کمېشن تاييدوي چې د 2238 بې درکه کسانو قضيې اوس هم د کمېشن سره دي۔ خو اسلام اباد هابي کورټ په دې وروستیو کې د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن د يو مقدمې اوريدنې په مهال ناکامه ګرځولى ؤ او مشر قاضي اطهر من الله ويلي کمېشن د خلکو په جبري توګه د اوچتولو دپېښو کې دککړو کسانو په ضد کاروايو کې پاتې راغلى دى

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG