لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حج خطبه: د انسانیت قدر اؤ درناوی کول په مسلمانانو لازم دي


دجمعې په ورځ دحج په خطبه کې شیخ محمد بن عبدالکریم ویلي دانسانیت قدر اؤ درناوی کول په مسلمانانو لازم دي اؤ داسلامي اقدارو تقاضه ده چې کوم شی د کرکې لامل جوړیږي دهغې نه باید ډډه وکړل شي.

هغه ویلي ستاسې مصیبتونه دالله نه پرته هیڅوک نه شي لرې کولی اؤ داخرت کامیابي هم یوازې دالله په حکمونو منلو کې ده.

شیخ محمد بن عبدالکریم دحج خطبه کې ویلی چې قران پاک کې دالله تعالی فرمان دی چې هیڅ یو عربي ته په عجمي اؤ عمجي ته په عربي فوقیت نه دی ترلاسه . الله وایي تور په سپین اؤ سپین په تور غوره والی نه لري.

هغه وویل غوره انسان هغه دی چې دخیر په لاره روان وي اؤ مسلمان امت ته پکار ده چې یو بل سره دزړه سواندۍ معامله وکړي .

هغه وویل د الله رحمت د احسان کوونکو ترڅنګ وي.

دحج خطبه کې زیاته کړل شوه چې الله تعالی والدینو سره دښېګړې دلارې خپلولو امر کړی دی اؤ اسلام د ورورګلوۍ اؤ اخوت درس ورکوي.

خظبه کې وویل شول الله تعالی امر کړی چې تر والدینو وروسته دخپلو خپلوانو سره ښه رویه خپله کړئ .

په سعودي عرب کې نن دنړۍ یو میلین مسلمانان دحج تر ټولو ستر رکن وقوف عرفه ترسره کوي.

حاجیانو بیګانۍ شپه په منا کې کړې ده اؤ ټوله شپه یې دغلته عبادتونه اؤ تلاوتونه کول.

دسهار له لمانځه وروسته دوئ میدان عرفات ته روان شوي دي.

دکرونا وبا دپیل راپدیخوا سږکال لمړی ځل دی چې سعودي عرب دنړۍ نزدې یو میلیون مسلمانانو ته دحج کولو اجازه ورکړې ده.

تر کرونا وبا وړاندې په کال 2019م کې دنړۍ دوه نیم میلیونه مسلمانانو دحج فریضه ترسره کړې وه خو بیا ورپسې په کال 2020 کې چې ټوله نړۍ کې کرونا وایرس په چټکتیا سره خواره شول په دغه کال دسعودي حکومت حج اؤ عمرې تړلې وې اؤ یوازې 1000 کسانو ته دحج دفریضې اجازه ورکړل شوې وه.

دکرونا وبا دسختې څپې وروسته سږکال سعودي عرب لس لکه کسان دټولې نړۍ څخه دحج لپاره منلي دي چې په دې کې تر ټولو زیات حاجیان دانډونیشیاء اؤ بیا ورپسې دپاکستان دی.

دسعودي ګزټ د رپورټ له مخې دانډونیشیاء څخه یو لک اؤ 51 زره کسان حج ته پرېښودل شوي اؤ دپاکستان څخه به بیا 81زره اؤ132کسانو ته دحج کولو اجازه ورکړل شوې ده.

همدا شان سږکال دافغانستان څخه 13زره اؤ 582 کسان دحج اجازه لري،دبنګله دیش دحج کوټه 57زره،585،دنایجیریا 43زره اؤ 8،دترکي37زره اؤ770،دبرتانیې12زره اؤ348،دامریکې 9زره اؤ504 اؤ دفرانسیې 9زره 268 ټاکل شوې ده.

په دې کې به تر ټولو کم شمیر کې دافریقایي هیواد انګولا وګړي حج ترسره کوي چې شمیره یې یوازې 23 ده

سعودي عرب هرکال داسلامي هیوادونو لپاره ددغو هیوادونو دابادۍ په تناسب سره دحج کوټه مقرروي اؤ سږکال یې پرېکړه کړې چې اته نیم لکه کسان به دبهرنۍ نړۍ نه حج ته پرېښودی شي اؤ یو نیم لک به سیمه ییز کسان دحج فریضه ادا کوي.

سعودي عرب چې نور کله بهرنیو هیوادونو ته دحج کومه کوټه ورکوله سږکال په هغې کې دکرونا وایرس له امله 42اعشاریه 2 فیصدي کمی راوستل شوی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG