لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د هدفي وژنو په تازه پېښو کې دوه نور کسان وژل شوي


سرچینې وایي دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې بیا دهدفي وژنو پیښې شوي اؤ په تازه پېښو کې دوه نور کسان وژل شوي دي.

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دهدفي وژنو دا تازه پېښې نن دجمعې په ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي اؤ شیوا سیمو کې رامنځته شوې دي.

د میر علي تاڼې چارواکي وایي نن غرمه د میرعلي بازار د ګاډو په اډه کې په موټر سایکل سورو نامعلومو پټ مخ وسله والو ناتاره ډزې کړي چې له امله یې یو تن وژل شوی دی.

د دوی په وینا د وژل شوي تن پیژندګلو د رحمان الله په نوم شوې چې د خیسور سیمې علي خېل کلي اوسیدونکی ؤ.

پولیسو ویلي کورنۍ یې په چا دعوه نه ده کړې او د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

تر دې مهاله ددې تازه پیښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې اؤ‌ پولیس وایي دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

همداشان دشمالي وزیرستان په شیواه سیمه کې امنیتي ځواکونو ته دیو نامعلومه تن مړی په لاس ورغلی چې ددغه تن مړی د میر علي هسپتال ته یې رسول شوی دی.

سرچینې وایي چې دغه تن نامعلومو کسانو وژلی اؤ بیا یې دهغه مړی په یوه بیدیا کې غورځولی دی.

سرچینو ویلي تر اوسه د وژل شوي تن پیژندګلو نه ده شوې چې چا او ولې وژلی او نه یې خپل خپلوان مالوم شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ داومداره ده اؤ دا تیرو څیلریشتو ساعتو کې دهدفي وژنو په لړکې دریمه پېښه ده چې رامنڅته شوې ده.

تیره ورځ په میر علي سیمه کې یو تن د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوی ؤ.

همداشان د جولایي په لومړۍ نیټه هم شمالي وزيرستان کې د ډزو په پېښو کې درې تنه وژل شوي وؤ.

په سیمه کې د هدفي وژنو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې په 21م اپرېل د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی ؤ او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وو چې وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تېر کړی شوی و.

بیان کې ویل شوي وؤ چې وزيراعظم شهباز شريف د ترهګرۍ د ملا ماتولو او هر رقم ترهګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته یې درناوی وړاندې کړی دی.

خو د شمالي وزیرستان خلک وایي د اته کلن ضرب عضب پوځ عملیاتو وروسته د علاقې حالات د تسلۍ وړ نه دي .

دپښتون ژغورنې غورځنګ دشمیرو تر مخه سیمه کې د ضرب عضب عملیاتو څخه راپدیخواه 470 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره سیاسي ځوانان او د علاقې مخور مشران دي.

په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو دسیمې خلک دسختې ویرې سره مخ کړې دي.

خو د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وایي هره پیښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG