لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا اسمبلۍ قرارداد: صوبه کې دې 200 یونټو پورې بجلۍ استعمالوونکو ته بجلي ویړیا کړل شي


خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان پيپلز پارټۍ سره تعلق لرونکي د صوبايي اسمبلۍ غړي د يو قرارداد د لاري غوښتنه کړې ده که چرې مرکز صوبې ته د بجلۍ په مد کې پاتې پیسې نه ورکوي نو په بدل کې دې د صوبې ولس ته دوؤ سوؤ يونټو پورې وړيا بجلي ورکړی شي.

صوبايي حکومت ددې غوښتنې حمايت کړی دی او ويلي يې دي که چېرته صوبې ته د بجلې بقايات ترلاسه شې نو صوبه کولی شي چې د خېبر پښتونخوا ولس ته ویړیا بجلي او نوري اسانتياوې ورکړي۔

دا په داسې حال کې ده چې په پنجاب صوبه کې روانه اوونۍ د حکومت لخوا د کمې امدنۍ لرونکو کورنیو ته د "روښانه کورنۍ" پروګرام لاندې هره مياشت د بجلۍ د سلو يونټونو په وړيا توګه د ورکولو اعلان شوی دی.

دپنجاب دننه له دغه اعلان نه وروسته خيبر پښتونخوا کې هم بې وزله کورنیو ته د ویړیا بجلۍ ورکولو غوښتنې زور نیولی دی اؤ ولس وايي بجلې دا صوبه پيدا کوي بايد دغه اسانتياوي دوي ته هم ورکړل شي۔

د پيپلز پارټې سره تړاو لرونکي د صوبايي اسمبلي غړي احمد کريم کنډي ډيوه سره خبرو کې وويل څوک چې 200يونټو پوري بجلي په مېاشت کې استعمالوي حکومت دي هغوي ته د بجلۍ د منافعي په بدل کې د ویړيا بجلۍ ورکولو اعلان وکړي۔

‘‘مقصد دا دی چې ايين کې ددې بلکل ګنجايش شته ،مونږ دا ليکلي دي که دوي مونږ ته پيسي نه راکوي بيا کوم خلک چې دوه سوه يونټه استعمالوي او صوبه کې دوؤ سوؤ يونټو واله کنزيومر قريبا اتوؤ نه تر لسو لکو پوري دي نو دوي ته دې مفت بجلي ورکړي او ايين ددې اجازت ورکوي‘‘

د احمد کريم کنډي په وينا د کال 2016 نه تر 2021 پوري په مرکز د خېبر پښتونخوا د بجلي دخالصې منافعې په مد کې 918 ارب روپۍ ورپوري دي.

دپښتونخوا بجلي

هغه وايي که مرکز دغه پيسې صوبې ته نه ورکوي نو بيا په دې خبره کې هيڅ قانوني خنډ نشته چې د صوبي ولس ته ویړيا بجلي ورکړي۔

خېبر پښتونخوا کې هر کال د اوبو نه 21 اربه يونټه بجلي پيدا کيږي او صوبي خپل ضرورت يوازي 10 اربه يونټ دی.

دغه شان خېبر پښتونخوا کې په مجموعي توګه څلويښت لکه کورنۍ بجلي استعمالوي چې پکې داتوؤ نه تر لسو لکو پوري د کورنیو دوه سوه يونټو پوري ضرورت دی۔

دصوبې دحکومت دریځ

بل لوري ته صوبايي وزير کامران بنګش وايي که چېرته مرکز د افتاب غلام نبي قاضي (AGN) فارمولې لاندي د خېبر پښتونخوا د بجلۍ بقاياجات صوبې له ورکړي نو دوي هم کولی شي چې د صوبي ولس ته ویړيا بجلي ورکړې۔

‘‘د ای جي اين قاضي فارمولي لاندي صوبايي حکومت ته د پېسو ټرانسفر نشته نو په داسې حالاتو کې خو زمونږ د صوبي د تنخاګانو پېسي نشته نو مونږ به بجلي څنګه ویړیا کړو، مونږ وفاقي حکومت ته وايو چې د ای جي اين قاضي فارمولې لاندي کوم بقاياجات دي هغه دي مونږ ته ريليز کړي نو مونږ به هم د خپلي صوبي خلکو ته اساني ورکړو‘‘

دخېبر پښتونخوا پارليمان کې مخالفو ګوندونو د عمران خان دتیر مرکزي حکومت پرمهال صوبايي حکومت ته وړانديز کړی و چې د مرکز نه د صوبي حقونه او د بجلۍ په مد کې پاتي پیسو اخستو دپاره دې يوه جرګه جوړه کړی شي او وفاقي حکومت سره دې خبرې اترې وکړی شي خو خېبر پښتونخوا کې د پي ټي ايي حکومت په دغه وړانديز څه غم غرض نه ؤ کړی.

د عوامې نيشنل پارټې پارليماني ليډر سردار حسېن بابک څو ورځي وړاندي د بجټ سيشن په وخت يو وارې بيا حکومت ته دغه وړانديز تکرار کړی و۔

د پنجاب صوبې وزيراعلا حمزه شهباز څو ورځي وړاندې اعلان کړی چې صوبه کې کومې کورنۍ دمیاشتې تر سلو یونټو پورې بجلي استعمالوي هغوئ ته به ویړیا بجلي ورکولی شي.

نوموړي ويلي ؤ چې د پنجاب حکومت به 100 اربه روپۍ په دې پروګرام مصرفوي، پنجاب صوبه کې په څو حلقو کې د ضمني انتخاباتو له کبله د پاکستان اليکشن کميشن دغه پروګرام د روانې مياشتي 17مې نيټي پوري ځنډولی دی۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG