لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا څخه نور اووه تنه مړه شوي


پاکستان کې په وروستيو کې د کرونا له امله د مړينو شمېره او د مثبتو پېښو کچه سېوا شوې او په تېر شوا روز کې په کرونا اخته نور اووه کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې چې په وروستيو کې د کرونا مثبت پېښې سېوا شوي، ډاکټران وايي په ځانګړي ډول د لوی اختر په مهال که خلک احتیاط ونه کړي، اندېښه ده کرونا به نوره سېوا شي.

د پېښور په حیات اباد مېډېکل کمپليکس روغتون کې ډاکټر رضوان کنډي وايي، په ملک کې د کرونا پېښې بيا سېوا شوي دي وړاندې ځینې احتياط شوی وو د کرونا پېښې کمې شوې وې، نو اوس هم اولس له پکار دي چې احتیاط وکړي.

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د کاروبار يا بازارونو بندول هم د مسلې حل نه دی د وړاندې نه خلک ډېر اغېزمن شوي نو يواځینۍ لاره بيا هم دغه ده چې احتياطي تدابير خپل کړی شي.

نوموړي وویل د کرونا وايرس وخت په وخت بدلیږي څلور، پينځه څپې تېرې شوې، خو مسله دا نه ده چې کرونا وايرس بدليږی رابدلیږي بلکې حل يې دا دی چې خلک د دې نه ځانونه او نور بچ کړي احتیاط وکړي.

د ډاکټر رضوان په خبره کرونا اوس هم شته،کېسونه یې مخې ته راځي د يو نه بل ته لګي ځکه احتیاطي تدابير ډېر ضروري دي.

ډاکټران وايي زياتو خلکو که ويکسين لګولي خو چې کوم پاتې دي پکار ده چې هغوی د احتياطي تدابيرو سره ويکسين لازمي ولګوي.

دا چې خلک په خپله څه وايي چې څومره احتياط کوي؟، محمد عمران نومې تن وايي، په مېلو کې ګرځي خلک ماسکونه نه اچوي د خلکو ښه ګڼه ده، د يو بل سره لاس مېلاوهي، هډو څوک پرواه نه کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، ځینې ځينې کسان ښکاري چې ماسک يې اچولی وي خو عام خلک نه ماسک اچوي او نه بل احتياط کوي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دوه ورځې وړاندې د کرونا څخه یو تن نه وو مړ خو مثبت پېښې 3.28 فيصده رپورټ شوې او له دغې وړاندې په شپږمه جولايۍ د کرونا له امله نهه تنه مړه شوي او په 872 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي وو.

په ملک کې د کرونا د پېښو سېوا کېدو سره د صحت وزیر عبدالقادر پټېل د روانې میاشتې په سر کې په خلکو غږ کړی وو چې د کرونا څخه بچ کېدو دپاره دې ويکسين او بوسټرډوز ولګوي او علماو ته يې خواست کړی وو چې په جوماتونو کې فاصله يقيني کړي او په اختر کې د روغبړ او لاس مېلاوهلو څخه ډډه وکړی شي.

نوموړي د ماسک اچولو او د زیاتې ګڼې نه په ډډه پاتې هم ويلي وو.

پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 30420 کسان مړه شوي په تېر شوا روز کې په نورو 732 کسانو کې د کرونا وايرس معلوم شوي او دا وخت په کرونا اخته 158 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG