لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت قبایلي ضلعو اؤ ایف آر لپاره صحت کارډ پروګرام بحال کړو


د خېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تېمور سليم جهګړا د جمعې په ورځ د قبايلي ضلعو او ايف ار سيمو د پاره د صحت کارډ پروګرام د بيا بحالولو اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي لکه څنګه چې د خېبر پښتونخوا دنورو علاقو خلک په صحت کارډ ويړيا علاج کوي دغسې به د قبايلي ضلعو او ايف ار سيمو خلک هم ويړېا علاج کولی شي۔

تېمور سليم جهګړا په خپل يو ويډيو پېغام کې ويلي په خوشالۍ سره دا وايم چې د صحت کارډ پروګرام د قبايلي ضلعو او ايف ار سيمو د ۱۶ لکو کورنیو يعني 60 لکو ابادۍ د پاره بحال کړي شو.

نوموړي تور لګولی چي وفاقي حکومت د چا نه د کومې پوښتنې بغېر دا خلک د صحت کارډ پروګرام نه ويستلي وؤ د هغوي د پاره د خېبر پښتونخوا حکومت په بيړنۍ توګه هڅې وکړې ، او ددې مطلب دا شو چې په اول ځل د خېبر پښتونخوا ټول خلک که هغه قبايلي ضلعو کې دې او که نورو کې د يو پيکچ نه به ګټې ترلاسه کوي،

دنوموړي په وینا په دې پيکچ کې د ويړيا علاج د پاره صرف د لسو لکو روپو حد نه دی بلکې د ګردې او یینې لګول به هم ويړيا وي چې په شخصي هسپتالونو کې پرې ۱۵ او ۵۰ لکه روپۍ خرچ راځي۔

نوموړي وويل هر هغه څوک چې د خېبر پښتونخوا شناختي کارډ لري د علاج خرچ به يي صوبايي حکومت پورته کوي۔

يوه هفته وړاندې د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ويلي وو د قبايلي ضلعو خلک د صحت کارډ پروګرام لاندې د ويړيا درملنې نه دمحرومه کولو ذمه واري په وفاقي حکومت کې شاملو د ټولو ګوندونو ده۔

د مرکزي حکومت د پارليمان غړو يې جواب کې ويلي وو د صحت کارډ پروګرام روان ساتل اوس د صوبايي حکومت ذمه واري ده.

دپېښور خبريال عرفان خان وي او ای ډيوه ته وويل د 25م ایيني بدلون روسته د قبايلي ضلعو د چارو ذمه واري د صوبايي حکومت ده، دلته د نورو پرمختيايي پروژو ذمه چې څنګه د صوبايي حکومت ده دغسې د صحت کارډ پروګرام روان ساتل هم د صوبايي په ذمه دي۔

د قبايلي ضلعو ګڼ شمېر خلکو ډيوه ته ويلي وؤ د صحت کارډ پروګرام بنديدو له امله د مالي مشکلاتو سره مخ دي او د خپلو مريضانو د علاج کولو مالي توان نه لري، او د حکومت نه يې د صحت کارډ پروګرام د بيا بحالۍ غوښتنه کړي وه۔

د مرکزي حکومت د صحت وزارت په اتم جون د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ته په ليکلي خط کې ویلي وو، چې د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام دې صوبې ته واړول شي.

په خط کې ویل شوي وؤ چې د مرکزي حکومت د صحت کارډ پروګرام په 30 جون پائ ته رسي، دا خبره دې يقيني کړی شي چې د قبايلي ضلعو دپاره دې صوبايي حکومت د صحت کارډ پروګرام دوامداره وساتي.

او د دغې په جواب کې صوبايي حکومت بيا مرکزي حکومت ته ويلي چې صوبه تياره ده چې د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام په صوبه کې ورګډ کړي خو ددې دپاره دې مرکزي حکومت اړونده فنډونه جاري کړي۔

اوس دصحت کارډ د ببا بحالۍ نه وروسته دخېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تېمور سليم جهګړا دا نه دي ويلي چې وفاقي حکومت ورته په فنډ ورکولو رضا شوی دی او که نه؟

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG