لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایچ ار سي پي: په جسټس (ر) جاوید اقبال د جنسي ځورونې د تورونو پلټنې دې وشي


پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواکه کمېشن اېچ ار سي پي وېلي چې د احتساب د ملي ادارې نېب په چېرمېن جسټس رېټایرډ جاوید اقبال د لګول شوؤ حېرانونکو تورونو روڼ انده او بې پلوه پلټنې کېدل پکار دي او که چیرې دا تورونه ثابت شول نو باید چې نوموړې د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شى.

جسٹس رېټاېرډ جاوید اقبال دا وخت د احتساب د ملي ادارې نېب او په جبري توګه د لا درکه تنانو د حکومتي کمیشن مشرى کوي او په ده طيبه ګل نومې یوې میرمنې د جنسي ځورونې تورونه لګولي وؤ.

که څه هم په ده دطيبه ګل لخوا لګول شوي تورونه درې کاله زاړه دي خو اوس دا معامله هغه مهال بيا راپورته شوه کله چې د لادرکه تنانو د خوشې کولو لپاره کار کوونکې امنه مسعود جنجوعه چې د ډېفنس آف هيومن راېټس تنظیم هم مشرى کوي تور ولګاوه چې دې ته د يو لادرکه تن مېرمنې وېلي چې کله هغه د خاوند د لا درکۍ په قضیه کې کمېشن ته د جسټس جاوید اقبال په وړاندې پېش شوه نو هغه ورته وېلي وو چې ته دومره ښکلې ښځه یې مېړه ته څه ضرورت لرې.

اېچ ار سي پى په خپل بېان کې ویلي چې کمېشن د جسټس رېټاېرډ جاوید اقبال خلاف د لګول شوؤ جنسي ځورونې د تورونو سنجيده نوټس اخستی څوک چې د لادرکه تنانو د قضيو د هواري د کمېشن هم مشر دی.

کمیشن وېلي دا د بشري حقونو د څار کمېشن لپاره د اندېښنې وړ خبره ده چې دا تورونه د يوې داسې ښځې لخوا لګول شوي چا چې د جسٹس رېټاېرډ جاوید اقبال سره د لادرکه تنانو د کمېشن د مشر په توګه رابطه کړې وه.

اېچ ار سي پى په خپل بېان کې دا هم ویلي چې د لادرکه تنانو د کمېشن مشري یو داسې منصب دی چرته چې هغه دطيبه ګل د ګواهۍ تحفظ باوري کولو او د هغې لا درکه شوي رشته دار ته د انصاف ورکولو ذمه وار ؤ.

د بشري حقونو د څار دغېر دولتي خپلواکه کمېشن پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهره يوسف ډيوه ته وايي دا د يو طاقتوره تن خلاف سنګین تور دی.

مېرمن ذهره يوسف وايي ضروري ده چې ددې تورونو پلټنې او بیا د تورن تن خلاف کارروایي وکړی شي.

نوموړی وايي که داسې نه کېږي نو بیا به په طاقتوره څوکیو ناست نور خلک هم ډاډمن شي او د ښځو د جنسي ځورونو دا لړۍ به هم داسې دوامداره پاتې شي.

اېچ ار سي پى دا بېان په داسې حال کې جاري کړی چې پرون د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ دپبلک اکاونټس کمېټۍ غونډې ته اغېزمنې میرمن طيبه ګل وربلل شوې وه او هغې کمېټۍ ته ټول حال احوال تېر کړی ؤ.

د قامي اسمبلۍ د پبلک اکاونټس کمېټۍ مشر نور عالم خان د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف څخه د جسٹس رېټاېرډ جاوید اقبال د څوکۍ څخه د لرې غوښتنه کړې وه.

په عېن حال کې واکمن مسلم لیګ نواز ګوند د لادرکه تنانو د کمېشن او د احتساب د ملي ادارې نېب د چېرمېن جسټس رېټاېرډ جاوید اقبال خلاف د پلټنو پېل کولو اعلان کړی دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند غړي رانا مشهود جيو نيوز ته ویلي چي د نېب د چېرمین خلاف به د جنسي ځورونې او بلیک مېلنګ په معامله کې بشپړه پلټنې کوي.

د نېب د چېرمېن جسټس رېټاېرډ جاوید اقبال لخوا دې تورونو ته لا کوم غبرګون نه دی ویل شوی البته مخکې نوموړي د طيبه ګل دغه تورونه رد کړي وو.

د بشري او ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې او قانون پوهه مهوش محب کاکاخېل ایډوکیټ ډيوه سره خبرو کې وېلي ددې تورونو پر اساس د جسټس رېټاېرډ جاوید اقبال خلاف د کار په ځائ کې د ښځو په جنسي توګه د ځورونو د کال 2010م د قانون لاندې کاررایي کېدای شي.

هغه وايي بې شکه چې جاوید اقبال دا جرم کړې وى او که نه دا خو به وروسته ثابتېږي. هغه به د پلټنو کمېټي ثابتوي خو وايي دده پرضد دا قضیه وفاقي محتسب ته هم وړل کېدای شي او د 509مې مادې لاندې فوجدارى عدالت ته هم تللی شي.

وايي پکار ده چې په دې باندې اقدام پورته کړی شى چې د اینده لپاره په غټو او طاقتورو څوکیو ناستو کسانو لپاره يو مثال جوړ شي او هغوي به وېرېږي.

"چونکې په جنسي توګه وېرول هم د رياست خلاف جرم دی او که ددې مخنیوي ونه شو نو دې سره به نور خلک هم ډاډ ومومي او داسې کېسونه به نور هم سېوا شي"

بېلابېلو څېړونکو هم د طيبه ګل پرضد د احتساب د ملى ادارې د مشر دا مبينه جنسي ځورونه د رياست خلاف يو فرد جرم ګرځولی او وايي باید د هېواد عدالتي نظام د ځان احتساب وکړي.

اېچ ار سي پي ویلي چې جاوید اقبال نه يوازې په مبينه توګه په دوؤ حېثيېتونو کې د خپلې څوکۍ ناسم استعمال کړی بلکې نوموړی پبلک اکاونټس کمېټۍ ته په وړاندې کېدو کې هم پاتې راغلي چې د ځان خلاف د لګول شوو تورونو ځواب ورکړي. اېچ ار سي پى به په پبلک اکاونټس کمېټۍ کې ددې قضىې څارنه کوي.

د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم د خپل بيان په اخر کې غوښتنه کړې چې د جاوید اقبال او هغو نورو سرکاري اهلکارانو خلاف دې هم د لګول شوو تورونو روڼ انده او ازادانه پلټنې وشي او که دا تورونه سم ثابت شول نو باید چې جاوید اقبال بيا د خپلې څوکۍ څخه ګوښه کړی شى.

XS
SM
MD
LG