لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د غېر رسمي سرکاري سکولونو استاذان وایي دیو کال نه ورته معاشونه نه دي ورکړل شوي


د خېبر پښتونخوا په مختلفو سېمو کې جوړ د غېر رسمي سرکاري سکولونو نارینه او ښځينه استاذانو د تېر يو کال راهسې تنخاګانو نه ترلاسه کیدو له امله په احتجاج دي.

دوی وايي چې په دغه استاذانو کې زياتره هغه کسان شامل دي چې نوره ګټه وټه يې نشته او په دې سخته ګرانۍ کې هم په دغه تنخاګانو خپل ژوند تېروي۔

د سکولونو استاذان د صوبايي حکومت نه غوښتنه کوي چې د دوئ پاتې تنخاګانې دې ورته جاري کړي او د دوی دې مستقل کړل شي۔

بلخوا په صوبه کې د کميونټي يا غېر رسمي سکولونو د انتظام تعليمي محکمه وايي چې دغه سکولونه د وفاق نه صوبې ته حواله شوي دي او صوبايي حکومت د دوی معاشونه اړونده ضلعو ته استولي او راتلونکو څو ورځو کې به په معيار دپوره سکولونو استاذانو ته تنخاګانې ورکړل شي۔

د اتلسم ترميم وروسته د وفاق لخوا د 1100 نه زیات دغه غېر رسمي سکولونه د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته حواله کړل شوي دي۔

د چارسدې سره تعلق لرونکی استاذ امير زاده وايي د تېرو 25 کالو راهسې په غېر رسمي سرکاري سکول کې ماشومانو ته سبق ښايي او شاګردان يې په لویو لویو ادارو کې نوکرۍ کوي، دی وايي خو د دومره محنت او خوارۍ باوجود ورته هم د تېر يو کال نه تنخا نه ده ورکړل شوې۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل چې د پرله پسې بار بار کره کتنې نه وروسته هم دوی ته نه تنخا او نه ورته مرعات ورکړل کیږي۔

په دغو سکولونو کې داسې مېرمنې هم ماشومانو ته سبق ښايي چې يوازې د سکول په تنخا د کور خرچې پوره کوي خو ددې په وېنا د تنخا نه ترلاسه کیدو له امله يې ستونزې سېوا شوي دي.

په دې هکله د نوښار الفت جلال نومې استاذه وايي " دوئ راشي زمونږه انټريوز واخلي، زمونږه سندونه يوسي او زمونږه د يو کال تنخا بنده ده هغه نه راکوي، زه يتيمه يم، روريان مې واړه دي او په يوازې سر خپل ټول کور په دغه تنخا او يا په جامو ګنډلو ساتم"

د استاذانو ترمخه د هر ېو استاذ د تير يو کال په سر صوبايي حکومت ته 252،000 تنخا پاتې ده چې د بار بار احتجانونو باوجود ورته هم نه ده ورکړل شوې۔

د مردان سره تعلق لرونکې نګين بي بي د حکومت نه غوښتنه کوي چې دوی ته دې باقي پاتې معاشونه جاري کړي او د غېر رسمي سرکاري سکولونو استاذانو مستقل کولو لپاره دې زمينه برابره کړي۔

نوموړی وي او ای ډيوه وايي "چې 25 کاله يوه پروژه وچلېږي نو په هغې کې د کارونکو دا حق جوړېږي چې هغوی مستقل کړل شي ځکه چې په دې کې ډېر داسې استاذان دي چې د هغوی عمرونه سېوا شوي دي نو اوس به هغوی کومې ادارې ته ځي؟ ځينې پکې داسې دي چې هغوی کونډې دي، يتيمانان دي، ډير پکې مغذوره دي او هغوی په دې سکولونو کې محنت کوي او ماشومانو له رزق ګټي"

بلخوا د خېبر پښتونخوا ایلیمنټري ایجو کیشن فاونډیشن مشر جاوید اقبال وي او ای ډيوه ته ويلي چې کوم سکولونه په معيار پوره دي نو د هغې استاذانو ته به راتلونکو څو ورځو کې تنخاګانې ورکړل شي۔

نوموړي دا هم وويل چې هغه سکولونه چې هغې سره په يو خاص فاصله کې د هکانو يا جينکو سکولونه نيشته نو هغې د پاره مونږه 25 ضلعو ته پېسې لېږلي او د اختر نه وروسته به دغه تنخاګانې استاذانو ته ترلاسه شي۔

هغه زياته کړه چې د نورو پاتې سکولونو په حوالې سره به جوړې کړل شوې کمېټۍ ته ټول مالومات مخې ته کېږدي چې د کوم کوم سکول سره په څومره فاصله کې سکولونه دي نو بيا کميټي به د هغې په اړه فېصله کوي۔

د سرکاري شمېرو ترمخه په صوبه کې خپل نزدې 2200 غېر رسمي سرکاري سکولونه شتون لري چې پکې د يو نيم لکو نه سېوا ماشومان زده کړې ترسره کوي۔

دغه استاذان وايي چې د وفاق لخوا په کال 2021 کې صوبې ته حواله کړل شويو غېر رسمي سرکاري سکولونو کې نزدې 90،000 هلکان او جينکۍ زده کړې کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG