لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د سنېټر حاجي هدایت الله په کور د لاسي بم برید شوی


حاجي هدایت الله

دپاکستان په سینیټ کې دعوامي نیشنل ګوند دپارلیماني لیډر سینټیر حاجي هدایت الله په کور پېښور کې دلاسي بم برید شوی خو نوموړی سینیټر وایي چې په دغه برید کې یې کور ته زیان رسیدلی ولې ځاني زیان پکې نه دی اوښتی.

عوامي نیشنل ګوند ددې برید په سختو ټکو غندنه کړې اؤ وایي دیو سازش لاندې دهغوئ دګوند دمشرانو د ویرولو ناکامې هڅې روانې دي خو دوئ به دخپل قام دحقونو دجنګ نه پشا نه شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې حاجي هدایت الله ویلي پېښور کې نامعلومو کسانو دهغه په کور د لاسي بم برید کړی چې کور ته یې زیان رسولی دی.

حاجي هدایت الله وایي له نیکه مرغه په دې برید کې انسانانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

هغه وویل دا دریم برید دی چې په ده ترسره کیږي خو وایي دوئ که مونږ ډیر ویرول وغواړي خو مونږ دباچا خان بابا سپاهیان یو اؤ په داسې حربو مو څوک نه شي ویرولی.

"زمونږ خو ټول ژوند دمبارزې نه عبارت دی، ډیر شهیدان مو ورکړي دي، په هر دور کې راباندې دغه داسې حملې شوي دي، خو دالله فضل دی څوک مو ویرولی نه شي اؤ چې تر څو ژوندي یو خپلې مبارزې به ته به دوام ورکوؤ"

هغه وویل په سمدستي توګه نه شي ویلی چې دې برید کې څوک ککړ دي خو وایي دقام دښمنان معلوم دي اؤ دا هغه خلک دي چې تر دې وړاندې یې هم دعوامي نیشنل ګوند په مشرانو دا رقم بریدونه کړي دي.

نوموړي وویل دا برید پرې دخالي په ماسخوتن شوی اؤ دبرید سره سم یې پولیسو ته اطلاع ورکړې ده اؤ خپل رپورټ‌ یې لیکلی دی.

وي او ای ډیوه ددې برید په اړه دپېښور ښار دپولیسو دمشر یا ایس پي سټي عتیق شاه خان سره د موبایل دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صدر ایمل ولي خان ددې برید په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي "د یو سازش لاندې زمونږ دقیادت د ویرولو ناکامې هڅې روانې دي"

ایمل ولي خان وایي "مونږ دباچا خان پیروکاران اؤ د ولي خان سیاسي جانشینان یو اؤ دخپل قام دحقونو دجنګ نه به یوه انچه هم پشا لاړ نه شو"

په سمدستي توګه دسینیټر حاجي هدایت الله په کور دشوي لاسي بمي برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې .

دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر حاجي غلام احمد بلور چې خپل زوئ شبیر بلور، ورور بشیر بلور اؤ وراره هارون بلور یې هم دترهګرۍ پېښو کې بایللي دسنیټر حاجي هدایت الله په کور دبمي برید غندنه کړې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي تیرو ورځو کې دعوامي نیشنل ګوند دصوابۍ په پخواني ناظم اؤ د رزړو په صدر اشفاق ایډوکیټ هم حمله شوې وه اؤ اوس په حاجي هدایت الله خان یو ناکامه برید شوی چې غندنه یې کوؤ

تر دې وړاندې هم دعوامي نیشنل پارټۍ په مشرانو وخت په وخت بمي چاودنې اؤ‌ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې ددې ګوند ګڼ شمیر مهم مشران اؤ فعالین وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG