لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوشل مېډیا بحثونه: عمران ریاض خپلو بچو سره اختر تېروي خو د علي وزیر څلورم اختر هم په زندان کې دی


علي وزیر اؤ عمران ریاض
علي وزیر اؤ عمران ریاض

دلاهور هایکورټ لخوا دبغاوت په ګڼ شمیر مقدمو کې ککړ دپخواني وزیراعظم عمران خان دبیانیې دملاتړي یوټیوبر عمران ریاض خان اختر لپاره په ضمانت خوشې کولو په سوشل میډیا تاوده بحثونه راپارولي دي .

په سوشل میډیا زیاتره خلکو دپاکستان په ریاست اؤ عدالتي نظام نیوکې کړي چې ولي په یو ریاست کې دیو شان مقدمو سره مخ عمران ریاض په ضمانت اختر لپاره خپل کور ته پرېښودل کیږي اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر چې د زرګونو خلکو استازی اؤ دپارلیمان یو منتخب غړی دی ، دا څویم اختر په زندان کې تیروي؟

په یوټیوبر عمران ریاض خان په دې وروستیو کې دپنجاب صوبې په بیلابیلو سیمو کې لږ تر لږه اتلس دغدارۍ مقدمې درج شوې وې اؤ تیره هفته داټک پولیسو نیولی ؤ چې بیا دعدالت لخوا له خوشې کیدو وروسته دچکوال پولیسو نیولی ؤ.

تیره ورځ لاهور هایکورټ هغه داختر لپاره په ضمانت خوشې کړی دی .

په عمران ریاض خان تورونه لګول شوي چې دعمران خان داقتدار نه له لرې کیدو وروسته یې دهغه دبیانیې په ملاتړ دهیواد په پوځ نیوکې کړي،دسازش تورونه یې پرې لګولي اؤ خلکو کې یې دپوځ پرضد دکرکې پیدا کولو هڅه کړې ده .

په علي وزیر هم ورته تورونه لګول شوي اؤ په دغو تورونو له ګرفتارۍ وروسته دتیر یو نیم کال راهسې دکراچۍ په زندان کې بندي دی.

دپاکستان وتلي خبریال حامد میر په ټویټر لیکلي د پاکستان سپريم کورټ او د سندهـ هایکورټ څه موده وړاندې د ايم اين ای علي وزير ضمانت منظور کړی ؤ خو هغه لا نه دی خوشې شوی.

هغه وایی د قومي اسمبلۍ سپيکر هم د هغه د پروډکشن آرډر جاري کړی خو اسمبلۍ ته نه دی راوستل شوی اؤ اوس به هغه یو بل اختر په زندان کې تیر کړي.

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان وایي " ریاست مونږ ته بار،بار پیغام راکوي چې دپنجاب ډومیسایل زنده باد"

په ټویټر ایمل ولي خان پوښتنه کړې ده چې په یوټیوبر عمران ریاض اؤ علي وزیر لګول شوؤ تورونو کې څه فرق دی ؟

هغه وایي" دواړو نه دیو کور خلک مرور دي خو عمران ریاض به اختر دخپلو ماشومانو سره تیروي اؤ علي وزیر؟ هغه یوه سوالیه نخښه ده"

سیاسي څېړونکي خادم حسین هم وایي" منتخب ایم این ای علي وزیر په زندان کې دا څلورم اختر تیروي خو داشرافیه اؤ ښار دمنځومانه طبقې انقلابي په زندان کې له دوؤ ورځو تیرولو وروسته خوشې کړل کیږي"

هغه په ټویټر پوښتنه کړې ده چې "ایا اوس به هم دا پوښتنه راولاړولی شي چې دپښتنو اؤ بلوڅو لهجې ولې سختې دي ،ایا دپردي توب داحساس لپاره دا کومه وجه نه ده؟"

دمحسن داوړ په مشرۍ دملي جمهوري غورځنګ ګوند یو مشر عبدالله ننګیال هم وایي یو عام صحافي دخپلې کورنۍ سره اختر نمانځلو لپاره د زندان نه په پیرول پرېښودل کیږي خو بل اړخ ته د لکونو خلکو منتخت نماینده علي وزیر تیر څو اخترونه په جیل کې تیروي .

هغه وایي مقدمې په دواړو یو شان دي نو ځکه په یو ریاست کې دوه دستورونه دمنلو نه دي

خبریال رضوان احمد غلیزی وایي "دعلي وزیر اؤ عمران ریاض جرمونه نزدې یو شان دي خو دسوشل میډیا "ماشومانو" عمران ریاض راخلاص کړو اؤ مرکزي حکومت،دسیند حکومت اؤ دیارلسو سیاسي ګوندونو په ګډه هم علي وزیر راخلاص نه کړی شو"

هغه حکومتي ایتلاف دغلامانو په نوم یاد کړی اؤ ویلي یې دي چې دخپل یو ایم این ای راخلاصولو لپاره نه شي ودریدلی.

د علي وزیر پرضد روانه دا مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د علي وزيرد ګرفتارولو حکم کړی وو.

علي وزير ته د پاکستان سپريم کورټ او سيند هايکورټ په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په یوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې او درېمه مقدمه يې روانه ده اورېدنه يې کيږي.

کراچۍ کې د علي وزير پرضد جوړې مقدمې

د 2018 مقدمه

علي وزیر ته چې سيند هايکورټ په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.

په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د 2020 مقدمه

علي وزیر په لومړي ځل د کال 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي کړی شوی وو، په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې.

د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.

د 2019 مقدمه

او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه بله مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو، دغه پرلت وروسته له هغې د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي وؤ سيند حکومت ورسره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG