لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه: په جبر د لادرکه کسانو کورنۍ د غټ اختر په ورځ هم احتجاجي لاریون کړی


دپاکستان بلوچستان ایالت کې په جبر د بې درکه شوؤ کسانو کورنيو د لوی اختر په ورځ هم احتجاجي لاریون کړی اؤ د حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې ټول بې درکه کسان باید راخوشې کړل شي.

لاریون کوونکو ویلي کوم کسان چې په جبر لادرکه کړل شوي که دهغوئ په ضد څه تورونه وي نو محکمه کې دې پرې ثابت کړل شي ګنې نور دې دغه کسان خوشې کړل شي.

دغه احتجاجي لاریون د کوټې د بې درکه شوو خلکو له کېمپ څخه پيل شوی ؤ چې په لاره پکې قهرجنو مظاهره چیانو په لاسو کې د خپلو بې درکه خپلوانو عکسونه پورته کړي وؤ اؤ دهغوئ د خوشې کولو غوښتنه يې کوله .

دوی د کوټې پر جناح سړک کندهاري بازار او پر نورو لارو لاريون هم وکړو.

په احتجاج کې ګڼ شمېر ښځو او ماشومانو هم ګډون درلودو اؤ شعارونه يې ورکول دجبري بې درکیو پرضد یې شعارونه ورکول.

احتجاجي غونډې ته د وينا پر مهال دبلوڅ مسنګ پرسنز تنظیم وتلي مشر ماماقدیر بلوڅ وويل چې د بې درکه شوؤ کسانو د کورنيو ښځې، ماشومان او خپلوان په هر اختر دتېرو څوارلسو کالو څخه احتجاجونه کوي.

دهغه وینا وه "زموږ ټول په جبری توګه بې درکه شوي وروڼه دې خوشې کړي که دا ظلم هم داسې په زياتېدو وؤ زموږ احتجاجونه به هم داسې روان وي"

ماما قدير بلوڅ تور ولګولو چې (کاونټر ټيررازم) دترهګرۍ دمخنيوي اداره خلک په عملياتو کې وړي بیا يې ووژني او وايي چې دا په مقابله کې ووژل شو.

هغه ادعا وکړه چې سږکال په نوشکۍ پنجګور کې ملېشه ځواکونو او دکراچۍ پوهنتون کې په چېنایانو د شاري بلوڅ له خوا د ځانمرګي برید وروسته په زوره دخلکو د بې درکه کیدو لړۍ زیاته شوې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزير ضيا لانګو دغه تور رد کړی چې کاونټر ټيررازم یا د ترهګرۍ د مخنيوي اداره خلک په عملياتو کې وړي او بيا يې په مقابله کې وژني.

هغه وي او ای ډیو ته وويل که څوک په دې باب باندې تشويش لري هغه دې عدالت ته ولاړ شي.

دکورنيو چارو وزارت وايي چې په بلوچستان کې امنيتي وضعه خرابه ده له دې کبله دوئ دلته د ورانکارانو په ضد عمليات کوي.

سږکال هم دبلوچستان په شمول په لاهوراو کراچۍ کې ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه شوي دي.

حکومت ويلي چې بي ايل ای سره اړه لرونکي وسله وال دغه بريدونه ترسره کوي.

بلوچستان کې د بدامنۍ یا ترهګرۍ د زیاترو پيښو مسوليت بلوڅ وسله والې ډلې په سر اخلي

XS
SM
MD
LG