لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپوټونه: ایي ایم ایف اؤ پاکستان د شپږ ارب ډالرو د پور د پروګرام بحالۍ ته نزدې شوي دي


مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد لخوا د خپلو لګښتونو راکمولو، د توانايۍ په بیعو کې د زیاتوالي او د ټېکس وصوليانو د ښه کولو د ګامونو له کبله پاکستان او نړیواله مالياتي اداره ايي اېم اېف د ځنډ ښکار د شپږو اربو ډالرو د قرض د پروګرام بحالېدو ته نزدې شوي دي.

پاکستان دا ګامونه د ایي اېم اېف په غوښتنه پورته کړي دي.

ورځپاڼه ډان په خپل خبر کې لیکي ايي اېم اېف غوښتل چې پاکستان د نوي مالي کال 2022-23 په بجټ د 153 ارب روپو اضافه وښايي.

څېړونکي نظر لري که د ایي اېم اېف پروګرام بحال شي نو دې سره به پاکستان ته د نورو مالياتي ادارو او ملګرو هېوادونو څخه هم پورونه ترلاسه کيدل پېل شي.

پاکستان دا مهال د سخت اقتصادي مشکل سره مخ دی. د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ خپل ارزښت بایللى، د بهر ملکي زر مبادلې ذخایرې لاندې کچې ته راغورځولې دي او ورسره تجارتي او بجت خساره هم سېوا شوې ده.

ورځپاڼه ډان وايي دا ګامونه پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ایي اېم اېف د هغه غوښتنې پوره کولو هدف ته نزدې راولي چې غواړي د پور پروګرام د بحالۍ لپاره اسلام اباد باید چې د 153 اربو روپو بجټ سرپلس یا اضافه وښايي. دا د نوى مالي کال د ټول قامي پېداوار 0.2 فيصدي برخه جوړېږي.

دې وروستيو کې د پاکستان او ایي اېم اېف چارواکو ترمنځ د قرض پروګرام د بحالۍ د خبرو د وروستي پړاؤ نه وروسته په اسلام اباد کې د ایي اېم ایف رهايشي استازي ویلي وؤ چې د راتلونکي مالي کال د ماېکرو اکنامک استحکام په تګلاره به د پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې وي او ویل یې چې د پاکستان د روان مالي کال 2022-23 بجټ لړ کې هم پرمختګ شوی دی.

ښکاره دې وي چې ددغو خبرو وروسته د پاکستان حکومت د تېلو ،بجلۍ او ګېس په نرخونو کې نه يوازې اضافه وکړه بلکې د محصولاتو په راغونډولو کې یې هم د اضافې راوستو لوظ وکړو.

پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي مشکل سره مخ دی، د مرکزي بنک شمېرې ښایي چې د هېواد د د زر مبادلې ذخیرې د نهو اربو ډالرو څخه لاندې غورځېدلي، د ډالر په مقابله کې روپۍ د لږ استحکام وروسته بیا خپل ارزښت بېللى، او ورسره بجټ او مالياتي خساره هم سوا شوې ده.

څېړونکي په دې وروستیو کې د حکومت د بدليدو سره د پاکستان او امریکا په اړیکو کې ګرمجوشۍ ته په کتو خوشبينه دي چې د ايي اېم اېف سره به د پاکستان د شپږو اربو ډالرو دقرض پروګرام په ځائ شي.

ورځپاڼه ډان د امریکا په واشنګټن کې د ولسن سنټر د جنوبي اېشيا د چارو ماهر ماېکل ګوګل مېن له خولې ليکى،ايي اېم اېف پاکستان نه دنورو اقداماتو غوښتنه کوي.

ماېکل ګوګل مېن وايي زما په اند ايي اېم اېف د پور پروګرام له بحالۍ مخکې اندازه لګول غواړي چې اسلام آباد د ايي اېم اېف په طريقه کار عمل کولو ته څومره عزم لري.

وايي "لومړی خو د پاکستان نوى حکومت په هغه غوښتنه چې دوى د توانايي په مد کې ورکړی کيدونکي رعایتونه ختم کړي ډېر په نه زړه او قلاره کار پېل کړو خو وروسته وزیر اعظم شهباز شريف د تېلو بېعې لوړې کړي، بجلي یې ګرانه او رعایتونه یې ودرول. د سادګې بجټ یې اعلان کړو او په سم لور روان شو نو ځكه ویم اوس ايي اېم اېف ته پکار دي چې پاکستان ته فنډ ورکول پېل کړي"

د اقتصادي څېړنو اداره بلومبرګ هم دې دريځ سره اتفاق کوي او لیکي کیدای شي پاکستان د ايي اېم اېف سره قرض پروګرام بحاليدو ته نزدې رسېدلی.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي که ایي اېم اېف د پاکستان پروګرام بحال کړي نو په پاکستان به هم د نورو هېوادونو اعتماد بحال شي او د ګڼ اړخيزه نړیوالو ادارو ېا ملټي لټر فنانشنل انسټیټیوټ لخوا به ورته هم فنډونه ترلاسه کيدل پېل شي .

د خزانې د مرکزي وزیر مفتاح اسماعیل ترمخه پاکستان ته دا وخت د 42 بيلېنه ډالرو ضرورت دی او په دې کې به يوازې 21 ارب ډالرې د قرض او سود بېرته ستنولو کې ورکوي.

طاهر امين زياتوي دا وخت د پاکستان د بهر ملکي زر مبادلې ذخيره نزدې 7 اربو ډالرو ته کوزه شوې ده او هم ددې ذخاېرو په بره خېژولو لپاره پاکستان ته د ايي اېم اېف او نورو ملټي لټرل ادارو څخه پېسې پکار دي.

نوموړی وايي که د زر مبادلې ذخایرې نه زياتېږي نو زور به په روپۍ راځي او د روپۍ دنرخ غورځيدو نېغ اثر به دا وي چې زموږ امپورټ به ګرانېږى، بجټ او تجارتي خسارې به هم سېوا کېږي.

XS
SM
MD
LG