د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې په پوليسو ډزې شوي، دوه پوليس پکې ژوبل شوي او يو بيا وروسته ژوند د لاسه ورکړی دی. بل لور ته په چارسده ضلع کې د يوې کم عمره څلور کلنې ماشومې مړی ترلاسه شوی دی.
د مردان ضلعې د پوليسو په وېنا تيره شپه ناوخته د بايېزو تاڼې په حدودو کې په کاټلنګ علاقه کې په دوه پوليسو ډزې شوي دي.
د مردان پوليسو د پېښې په اړه وي او اې ډيوه سره نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [12 جولايۍ] شريک کړي خبر کې ويلي، چې پوليس والا کاټلنګ ته په ساده جامو کې تللي هلته پرې نامعلومه کسانو ډزې کړي او د ژوبلېدو وروسته پکې بيا يو پوليس اهلکار چې عطاالله نوميږي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پېښې مقدمه درج شوې او پوليس وايې د پېښې علت لا نه دی معلوم دی شوی.
د زیارت په ورځ هم د مردان په چمتار پوليس چوکۍ د لاسي بم بريد شوی، يو پوليس حوالدار پکې وژل شوي او دوه پوليسو په ګډون پکې څلور نور تنه ژوبل شوي وو.
بل لور ته نن د چارسدې پوليسو ويلي، د پړانګ تاڼې په حدودو کې د پټو نه د يوې څلور کلنې ماشومې جينۍ مړی ترلاسه شوی دی.
د پړانګ تاڼې [اې اېس ايي تاڼدار] عرفان خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ويلي، دغه ماشومه د پرون راهسې د کوره وتلې او بيا بې درکه شوې او بيا نن د سيند په غاړه يې جسد ترلاسه شوی دی.
هغه وويل، د ماشومې مرۍ غوڅه کړی شوې او وژل شوې ده، هغه زياته کړه کورنۍ يې په چا دعوه نه ده کړې.
پولیسو ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي او وروسته په لومړي ابتدايي طبي رپورټ کې د ماشومې سره د جنسي تيري کومې نخښې هم نه دي ترلاسه شوي.