لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: داعش د پاکستان او افغانستان نه علاوه د ګاونډي هيوادونو دپاره هم خطر جوړېدی شي


څيړونکي وايي په افغانستان کي د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان او پاکستان کې د داعش وسله والې ډلې عمليات سېوا شوي دي، کوم چې په راتلونکې کې د افغانستان، پاکستان او ګاونډي هېوادونو دپاره لوی خطر جوړېدی شي.

په کال 2014م کې د پاکستاني طالبانو څخه جدا شوې ډلې د داعش خراسان ډلې اعلان کړی وو چې اوس په افغانستان او پاکستان کې فعاليت لري.

څيړونکي وايي په سيمه کې د داعش ډلې توان هغه وخت سېوا شو کله چې د تېر کال اګست په مياشت کې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغله او جېلونو څخه قېديان خوشي کړل شو چې ګڼ شمېر د داعش ډلې غړي هم پکې شامل وو.

داعش هم د اګست په مياشت کې په کابل هوايي ډګر ځانمرګي بريد کړی چې پکې د 13 امریکايي سرتیرو به ګډون لږ تر لږه 170 کسان وژل شوي وو.

له دغې وروسته داعش بيا د شيعه مسلمانانو د عبادت په ځايونو [امام بارګاه] بريدونه کړي او ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي او د لږکيو په عبادتخانو د بريدونو زمه وارۍ هم داعش منلې وې.

څيړونکي وايي د افغان طالبانو دپاره داعش ډله غټ ګواښ دی، او د طالبانو پس دا د يو نوې خطرناکې وسله والې ډلې په توګه مخې ته راځي کوم چې د افغان طالبانو د پاره لوي چېلنج ګرځېدی شي.

خبريال او څيړونکی رفعت الله اورکزی وايي "د 15 اګست نه چې کله طالبان [په افغانستان کې په واک کې] راغلل د داعش په حملو کې ډېر سېوا والی راغلی، د کابل په هوايي ډګر، د سني او شيعه مسلک لرونکو په جماعتونو بريدونه وشول، نو دا ډېره عجيبه خبره ده چې د طالبانو راتلو سره د داعش په طاقت کې ډېره اضافه وشوه".

د افغانستان ترڅنګ داعش ډلې په پاکستان او په خصوصي توګه خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم غټ بريدونه کړي دي.

داعش د روان کال د مارچ په مياشت کې د پېښور په کوچه رساله دار کې د شيعه مسلک لرونکو په جماعت ځانمرګي بريد کړي وو، چې پکې د 60 نه زيات کسان وژل شوي وو.

داعش د مې په مياشت کې دوه سيکان دوکانداران په هدف کړي، او په باجوړ کې په امنيتي اهلکارو، د جميعت علما السلام په غړو، کوهاټ کې د پوليو ټيم په ساتنه مامور پوليس اهلکارو او پېنډۍ کې د امينتي ادارې د اهکار د وژلو زمه وارۍ هم داعش منلې وې.

څيړونکي وايي د داعش ډلې په افغانستان کې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکي، افغان طالبان او د لږکيو غړي په نخښه دي، او په پاکستان کې يې د جميعت علما اسلام، د امنيتي ادارو اهلکار، لږکيو غړي او شيعه مسلکي هدف دي. خو په پاکستان کې يې په پاکستاني طالبانو د بريد کومه زمه واري تراوسه نه ده منلې.

د څيړونکو په وېنا داعش هر هغه څوک په نخښه کوي چي د سلفې مکتبه فکر مخالفت کوي.

څيړونکی او خبریال فخر کاکاخېل وايي، "داعش د شيعه مسلک لرونکو د پاره برداشت نه لري، ځکه چې هغوي په شام او عراق کې د داعش خلاف جنګيدلي وو، د زېنبون او فاطېمون بريګېډ کې ګڼ شمېر د هزاره قبېلې شيعه مسلک لرونکي د افغانستان او پاکستان نه شام او عراق ته تلي وو، او د داعش خلاف جنګيدلي اوس داعش هغه بدله زمونږ په دې خاوره اخلي".

څيړونکي وايي د داعش د بريدونو لړۍ به يواځې تر افغانستان او پاکستان پورې محدوده پاتې نه شي.

د څيړونکو په نظر، ښکاري چې داعش خپل عمليات د ايران خلاف د شيعه مسلک لرونکو د وجې، د چين خلاف د ايغور مسلمانانو باندې د ظلمونو په سر، د روس خلاف د بشارالسد د مرستې کولو او په هند کې هم پېل کړي، او د افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو او القاعده په مقابله کې په زيات قوت سره په دې خطه کې مخې ته راشي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG