لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لوی اختر د پښتو نوي فلمونه، سندرې اؤ هنري کنسرټونه څنګه روان دي؟


د پښتو فلمونو وتلی ستوری امان خان وایي په روان لویې اختر کې په نوؤ فلمونو دخلکو رش ددې خبرې څرګندونه کوي چې پښتانه دفلم اؤ سینیما سره مینه لري همدا وجه ده چې په فلم انډسټرۍ دسخت زوال باوجود دپښتو فلمونو بازار تود روان دی اؤ هر کال ګڼ دپښتو فلمونه په سینیماګانو نندارې ته وړاندې کیږي.

سږکال هم په لویې اختر دپېښور په سینیماګانو دپښتو یو شمیر فلمونه نندارې ته وړاندې کړل شوي خو ددې ترڅنګ په پېښور اؤ دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د هنري کنسرټونو یا اسټیج شوګانو تابیا هم شوې ده چې پکې ګڼ شمیر هنرمندان په ژوندۍ بڼه دخپلو مینه والو پر وړاندې دخپلو هنري صلاحیتونو مظاهره کوي.

په ګڼ شمیر پښتانه هنرمندان په دې لویې اختر دهنري کنسرټونو لپاره دهیواد نه بهر هم تللي دي چې زیاتره پکې دا مهال په متحده عرب امارات کې په اسټیج شوګانو کولو بوخت دي.

خو اماراتو کې د راجوړې شوې کړل شوې یوې لویې اسټیج شو "اختر دې مبارک شه" ارګنائرز سنګین جانان وي او ای ډيوه ته وایي دنور کله په پرتله سږکال په لویې اختر کې دا شوګانې لږې کمزورې یا مټه روانې دي اؤ پښتانه ورته دومره په ګڼ شمیر نه دي ورغلي څنګه چې به مخکې ورتلل.

داسټیج شوګانو رحجان سږکال‌ په خیبر پښتونخوا کې د لویې اختر مهال دومره وده موندلې ده ، چې دپېښور اؤ نورو سیمو په سینیماګانو اؤ د دودونو دهالونو ترڅنګ حتی دپېښور سره نزدې په سردریاب علاقه کې ځایې هنرمندانو هم دسیند پغاړه په خیمه یا تمبوانو کې یوه اسټیج شو راجوړه کړې ده اؤ خلک یې په مینه لیدلو له ورځي.

هم دا شان په دې اختر کې ګڼ شمیر سندرغاړو خپلې نوې سندرې هم په ټولنیزو رسنیو ریلیز کړي دي چې یوازې په دوؤ ورځو کې دلکونو په شمیر دا سندرې خلکو کتلي اؤ اوریدلې دي.

د پېښور په ارشد سینیما دنوي لګیدلي فلم اعلان جنګ مرکزي کردار لوبوونکی یا هیرو شاهد خان وي او ای ډیوه ته وایي په دې اختر دپښتو نوي درې فلمونه ،اعلان جنګ،خانه بدوش اؤ غلامي نه منم ریلیز شوي دي اؤ خلک یې په مینه ګوري.

شاهد خان وایي خیبر پښتونخوا کې خلک فلمونه ګوري خو سینیماګانې نشته، که چرې شتمن پښتانه په فلم انډسټرۍ کې خپلې پنګې مصرف کړي نو پښتو فلمونه به ورسره یو نړیوال معیار خپل کړي.

د پېښور‌ په ایینه سینیما نندارې ته د وړاندې کړل شوي نوي پښتو فلم "غلامي نه منم" وتلی ستوری امان چې دپاکستان حکومت ورته سږکال په هنري خدماتونو دامتیاز تمغه هم ورکړې ده، ډیوه ته وایي په دې اختر چې څومره نوي فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي، ټولو کې خلک دلچسپي اخلي اؤ لیدلو ته یې ورځي.

هغه وایي په سینیماګانو دخلکو رش دا خبره ښایي چې پښتانه فلم اؤ‌ سینیما سره مینه لري اؤ ددې وجه داده چې دوئ لپاره دلته په دې خاوره د ساعت تیري نورې وسیلې ډيرې کمې دي نو ځکه ورته ارزانه اؤ اسانه وسیله فلم کتل دي.

امان خان وایي په دې اختر چې هم کوم فلمونه ریلیز شوي دي دهغې موضوعات یا کیسې څه نوې نه دي بلکې هم هغه روایتي کیسې اؤ سندرې دي خو خلک یې ګوري اؤ خوښوي یې.

دامان خان په وینا که مونږ دفلم دموضوع دبدلون خبره کوؤ یا دفلم دمعیار د لوړ والي خبره کوؤ نو دا به په نزدې زمانه کې ممکن نه وي ځکه چې فلمونو باندې کوم خلک پیسه لګوي نو په دې سوچ یې لګوي چې سبا به خپلې دا پیسې بیرته هم ددې فلم نه بودوي اؤ هغوئ په دغه سوچ دهغه چا لپاره فلم جوړوي څوک چې سینیما ته ورځي.

خو فلمي ستوری امان خان بیا هم دعوه کوي چې پاکستان کې دا مهال د اردو اؤ پنجابۍ ژبې د فلمونو نه دپښتو فلمونه زیات مارکیټ اؤ کتونکي لري اؤ همدا وجه ده چې هرکال تر لسو زیات دپښتو نوي فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي.

ګڼ شمیر پښتانه سندرغاړي،دفلمونو ، ډرامو اؤ اسټیج فنکاران دا مهال دهنري کنسرټونو لپاره متحده عرب اماراتو کې موجود دي.

دمتحده عرب اماراتو په بیلابیلو ایالتونو کې د دوؤ هنري کنسرټونو تابیا نیول شوې ده چې دې کې یوې شو ته اختر دې مبارک شه اؤ‌ بلې ته د "نوی موسم، نوي ګلونه" نوم ورکړل شوی دی.

داختر دې مبارک شه په نوم دکنسرټ ارګنائرز سنګین جانان د دوبۍ نه وي او ای ډيوه ته ویلي دا دواړه شوګانې پخپل،خپل ځائ ښې روانې دي خو هغه وایي بیا یې هم هغه هومره مزه نشته لکه څنګه چې به په نورو اخترونو دلته په اسټیج شوګانو رش لیدل کیدو.

سنګین جانان وایي متحده عرب اماراتو کې په راجوړو شوؤ کنسرټونو کې د رش د کموالي بیلابیل علتونه دي

یو خوا دا چې داځل شوګانې دوه شوې، نو نیم خلک یوې له ورځي اؤ نیم بلې له، بل دا چې خلک کرونا هم ځپلي دي، کاروبارونه یې خراب شوي، داختر نه وړاندې زیاترو خلکو کلي ته قربانۍ اؤ اختر له پیسې لیږلي دي نو ځکه دې شوګانو ته هغسې په مینه نه دي راغلي لکه مخکې چې به راتلل.

خو هغه وایي چې بیا هم په دې شوګانو کې هره ورځ دسوؤنو په شمیر پښتانه برخه اخلي .

داسټیج شوګانو دا رواج په روان لویې اختر دومره عام شوی دی چې دپېښور نه بهر د سردریاب په غاړه هم ځایي فنکارانو دسیند پغاړه په خیمه کې یوه اسټیج شو راجوړه کړې ده چې تر پینځوؤ سوؤ روپو یې ټکټ خرڅيږي اؤ کوم خلک چې سر دریاب ته دچکر لپاره ورځي هغوئ دغه اسټیج شو ته هم سر ورښکاره کوي.

په دې شو کې سندرو سره ځایي فنکاران نڅاه کوي اؤ هم خاکې اؤ فلمونو ډائیلاګونه وولي.

ددې ترڅنګ په پېښور نشترهال اؤ دپېښور په سینیماګانو کې هم داختر په موقعه داسټیج شوګانو اهتمام شوی دی اؤ هم په کوهاټ کې یوه اسټیج شو راجوړه کړل شوې ده چې پکې فنکاران په ژوندۍ بڼه دخپلو مینه والو مخې ته ورځي اؤ هغوئ ته دخپلو هنري صلاحیتونو ښودنه کوي.

سږکال په لویې اختر ګڼ شمیر سندرغاړو خپلې نوې سندرې اؤ ټپې هم د ټولنیزو رسنیو له لارې ریلیز کړي چې پکې دکرن خان، نغمې، ستاره یونس،اظهر خان،ګل رخسار،لیلا خان،سرفراز،اسفندیار مومند اؤ نورو سندرغاړو سندرې شامل دي.

دا سندرې د اختر په دوؤ ورځو کې په لکونو خلکو په ټولنیزو رسنیو کتلي،اوریدلي اؤ خوښې کړې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG