لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف د تېلو د بيعو کمولو دپاره د وزارتونو نه سمري غوښتې


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، د لوې اختر په موقع ولس ته غټ زېری ورکوي او په نړيواله منډۍ کې د تيلو د بيعو کمېدو پوره ګټه به ولس ته ورسوي، نوموړي د تيلو د بيعو کمولو دپاره د وزارتونو نه سمري غوښتې ده.

د وزیراعظم دفتر تير د نهې/ سه شنبې [12 جولايۍ] په ماسخوتن په ټویټر ويلي،

وزیراعظم د وزارت پېټروليم او خزانې د وزارت نه د تیلو د قيمتونو کمولو دپاره سمري غوښتي ده.

ويل شوي وزیراعظم په خپله مشرۍ غونډه کې د تيلو د بيعو کمولو دپاره د سمرۍ لېږلو حکم کړی دی.

په ټویټ کې زياته کړی شوې، وزیراعظم لارښوونه کړې چې ولس قرباني ورکړې ده، ولس مشکل وخت تېر کړی دی، اوس ورسره پوره ښېګړه کول د دوی حق دی.

د پاکستان وزيراعظم د تيلو د بيعو کمولو خبره په داسې حال کې کړې چې د مطبوعاتي راپورونو ترمخه په نړيواله منډۍ کې د تيلو طلب کم شوی چې له امله يې د تيلو بيعې د 12 اوونيو د مخکنيو بيعو کچې ته راټيټې شوي دي.

په پاکستان کې د تيلو د بيعو کمېدو خبره په داسې حال کې شوې چې په لومړۍ جولايۍ په ملک کې يو ليټر پټرول 14روپۍ او 85 پېسې او ډیزل 13 روپۍ او 23 پېسې ګران کړی شوي وو.

د خزانې وزارت هغه وخت ویلي وو، په نړيوال مارکيټ کې د پپټرولو د مصنوعاتو د قيمتونو او اېکسچېنج رېټ له امله حکومت په پټرولو د ليوي لګولو فېصله کړې ده.

پاکستان کې دا وخت يو ليټر پټرول په 248 روپو 74 پېسو، ډيزل په 276 روپو 54 پېسو، د خاورو تېل 230 روپو 26 پېسو او لايټ ډيزل 226 روپو 15 پېسو خرڅيږي.

پاکستان کې د عمران خان د حکومت لرې کولو وروسته په لومړي ځل يو ليټر پټرول په 27 مې 30 روپۍ بيا په دوېم جون 30 روپۍ، بيا په 16 جون 24 روپۍ درې پېسې او بيا په لومړۍ جولايۍ 14 روپۍ 82 پېسې ګران کړی شوي وو، د دې سره ډیزل او نور تېل هم ګران کړی شوي وو.

پاکستان کې دا وخت تر ټولو ګران ډيزل يو ليټر په 276 روپۍ 54 پېسې خرڅيږي.

د شهباز شریف په وزيراعظمۍ جوړ حکومت تور لګوي چې د عمران خان په وزيراعظمۍ کې حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د تيلو ګرانولو شرط منلی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG