لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: ګبين جبه کې د سېلانيانو ګاډی کندې ته غورځېدلی 11 تنه پکې مړه شوي


سوات ګبين جبه
سوات ګبين جبه

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د سېلانيانو يو ګاډی ژورې کندې ته غورځېدلی چې پکې 11 تنه مړه شوي او د شپږو پورې نور ژوبل شوي دي.

ياده پېښه پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [12 جولايۍ] ناوخته د سېلګرۍ په ځای ګبين جبه کې رامنځته شوې ده.

د علاقې د پوليسو په وېنا په پېښه کې 10 کسان چې د يوې کورنۍ دې مړه شوي او شپږ ژوبل شوي او د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] ترمخه په پېښه کې 11 کسان مړه شوي او درې نور ژوبل شوي او د سوات بېلابيلو روغتونونو ته منتقل کړی شوي دي.

د يادې علاقې د کالاکوټ پوليس تاڼې مشر [اېس اېچ او] زاهد الله وي او اې ډیوه ته د ګاډي غورځېدو پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، د پېښې مقدمه هم درج کړی شوې ده.

وي او اې ډیوه ته د مقدمې کاپي ترلاسه شوې چې پکې ليکل شوي، سوزوکی ګاډی د ګبين جبې نه بیرته راروان وو، څو کسان پکې سواره وو، لاندې ژورې کندې ته غورځېدلی دی.

د پوليس په مقدمه کې د 10 کسانو د مړينې او شپږو د ژوبلېدو ويل شوي دي.

د پوليسو په وېنا په پېښه کې زیات کسان د يوې کورنۍ دي، او د ګاډي ډرايور ژوبل دی.

د پېښې د علت په اړوند ويل شوي پېښه د تېز رفتارۍ، د ډرايور د غفلت او بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېدل معلوميږي.

بل لور ته د رېسکيو 1122 وياندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته ويلي، د پېښې سمدست وروسته د ژغورنې اهلکار او ګاډي موقعې ته روان کړی شوي، مړي او ژوبل يې روغتونونو ته منتقل کړي دي.

هغې وويل د ګبين جبې علاقه غرييزه لرې پرته سيمه ده، خو بيا هم د پېښې سمدست وروسته د دوی اهلکار موقعې ته رسېدلي، ځينې مړي او ژوبل ورته په لاره کې د نورو ګاډو نه او ځينې يې د موقعې نه ترلاسه کړي، روغتونونو او بيا يې مړي خپلو خپلو کورونو ته رسولي دي.

د روانې مياشتې په سر کې د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د مسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لوېدلی چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

چارواکو ویلي و‌ دا پېښه د بلوچستان شیراني ضلعې سره په پوله د ډېره اسماعېل خان ضلعې درازنده سب ډویژن دانه سر سیمه کې رامینځ ته شوې او د مسافرو ډک ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی وو.

د پاکستان په بېلابيلو برخو او په ځانګړي ډول غرييزو علاقو کې وخت په وخت دغه ډول ټريفکې پېښې رامنځته کيږي.

چې د زیاترو پېښو علت د سړکونو تنګ والی يا خرابوالی، د ډرايورانو تېز رفتاري او غفلت او په ګاډو کې د حساب نه سېوا وزن بار کول ګڼل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG