لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپريم کورټ: مبينه بهرنۍ مراسله پټ سفارتي اسناد دي، عدالت په مراسله حکم نه شي کولی


د پاکستان سپريم کورټ د قومي اسمبلۍ د مخکني ډپټي سپيکر قاسم سوري لخوا د عمران خان د وزيراعظمۍ پرضد د عدم اعتماد/ بې باورۍ د تحریک د ردولو په رولنګ تفصيلي فصېله اورولې او ويلي يې دي په سفارتي مراسله فېصله اورول د اېګزېکټو کار دی، دغه مبيينه مراسله پټ سفارتي اسناد دي او سفارتي اړيکو ته په کتو عدالت نه شي کولی چې د مراسلې په اړوند کوم حکم وکړی شي.

په (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مخکني مرستيال سپيکر قاسم سوري د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا د هغه وخت وزيراعظم عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر د قومي اسمبلۍ ماتولو ويلي وو.

مخالفه ګوندونو دغه ګام ته غېر اييني ويلي او دغه مسله يې سپريم کورټ ته وړلې وه.

سپريم کورټ په دغه اړه د خپله انده/ از خود نوټس اهم اخستی وو.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه سپريم کورټ په دغه اړوند د 111 صفحو تفصیلي فېصله اورولې او د مخکني ډپټي سپيکر قاسم سوري لخوا د عدم اعتماد د ردولو رولنګ يې غېر اييني ګرځولی او د اسمبلياتو ماتولو حکم ته يې هم غېر قانوني ويلي دي.

په فېصله کې ويل شوي چې د تحریک انصاف ګوند د وکيل لخوا ياده ټوله مراسله عدالت ته نه ده وړاندې کړی شوې ځینې جزيات يې د دلایلو په توګه وړاندې کړې ده.

د خبر ترمخه په فېصله کې مبيينه مراسلې ته خفيه اسناد/ دستاويز ویل شوي او زیاته کړی شوې چې د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې دا نه ده په ډاګه کړی شوې چې د مخالفه ګوندونو په عدم اعتماد کې کوم بهرنی سازش وو او نه د بهرني سازش په اړوند پلټنې شوي دي.

د پاکستان مخکنی وزيراعظم عمران خان چې د اپرېل په میاشت کې مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی نوموړي تور لګولی چې د هغه د حکومت پرضد امريکا سازش کړی او دلته په پاکستان کې مخالفه ګوندونه په دغه سازش کې شامل شوي او هغه يې د وزيراعظمۍ نه لرې کړی دی.

خو امريکا او په پاکستان کې مخالفه ګوندونو د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی چې د هغه پرضد کوم سازش شوی وو.

او څيړونکي وايي عمران خان د سازش په خبره سياست کوي.

د پاکستان پوځ هم د عمران خان پرضد د امریکايي سازش خبره په کلکه رد کړې او د جون په مياشت کې د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي وو، د قامي سلامتۍ په غونډه کې په ډاګه ویل شوي چې امریکې د پاکستان پرضد هیڅ سازش نه دی کړی.

د پوځ وياند ويلي وو، "زه ډېر په سپيناوي سره وېم چې په هغه غونډه کې چیرمېن جواینټ او سټاف کميټي، د درې واړه پوځونو مشران او د ايي اېس ايي مشر موجود وو او په هغه غونډه کې ډېر په واضحه توګه او په تفصیل سره ګډون والو ته استخباراتي ادارو احوال تېر کړی چې د هيڅ قسمه سازش هیڅ ثبوت نشته، داسې هيڅ نه دي شوي او زمونږ ايجنسۍ شپه او ورځ دغه کار کوي د پاکستان پرضد سازش مالوم کړي او د هغې مخنيوی کوي".

XS
SM
MD
LG