لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادي پوهان وایي د نړیوال مارکیټ په پرتله اوس هم پاکستان کې د تېلو بیعې لوړې دي


په نړیواله منډهۍ کی د تیلو د ارزانېدو وروسته د پاکستان حکومت یو لیټر پټرول 18روپۍ 50 پیسې، ډیزل 40 روپۍ او 54 پیسې او د خاورو تیل 33 روپۍ ارزان کړي خو اقتصادي پوهان وایي د نړیوال مارکیټ په مقابله کې اوس هم په پاکستان کې د تیلو بیعې زیاتې دي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د اپریل په میاشت کې کله چی په نړیواله منډهۍ کی د خامو تیلو بیعې 100 ډالره بيرل وې نو په پاکستان کې د یو لیټر پټرولو بيعه 150 روپۍ وه اوس چې د خامو تیلو نرخ 96 ډالره ته راکوز شوی نو په پاکستان کی یو لیټر پټرول په 230 روپۍ خرڅيږي.

هغه زیاتوي حکومت ته دا وخت د پیسو ضرورت دی چې د بجټ او کرنټ اکاونټ خساره قابو کړي او بیا د نړیوالې مالياتي ادارې د شرطونو پوره کولو دپاره یې پټرولیم لیوي هم پځائ ساتلې ده.

"حکومت په پټرولو 10 او په ډیزلو 5روپۍ پټرولیم لیوي لګولې ده او د مالياتي ادارې ایي ایم ایف شرط هم دادی او د روان کال جنورۍ پورې به دا مالیا 50 روپۍ لیټر ته رسوي او حکومت 750 اربه روپۍ ددې هدف ایښودلی دی د بجټ او کړنټ اکاونټ خسارې د پوره کولو دپاره حکومت دغه قیمتونه زیات ساتي"

د مرکزي حکومت له اعلان وروسته پاکستان کې د پټرولو بیعې د 249 روپو نه 230 روپی لیټر ، ډیزل 276 روپۍ نه 236روپۍ ، د خاورو تیل 230 روپو نه 196 روپۍ او دلیټ ډیزل بیعې 226 روپو نه 191روپی لیټر ته راکوزی شوی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان اتحادي حکومت په مجموعی توګه د تیلو بیعې نزدی 100 روپۍ لیټر زیاتې کړې وې.

په خیبر پښتونخوا کی د اقتصاد ماهر او خبریال عرفان خان وایي اوس هم د پاکستان ولس د نړیوال مارکیټ په مقابله کې تیل ګران تر لاسه کوي.

"په دې وروستیو کې پټرول او ډیزل 100 روپۍ لیټر ګران شوي او په دې کې 18 روپۍ لیټر کمی راوستل شوی او اوس هم ولس ته د تیرو قیمتونو په پرتله 82 روپۍ لیټر ګران تیل ترلاسه کیږي"

اقتصادی پوهان وایي په دې وروستو کې د ډالر په مقابله کې د پاکستانی روپۍ بيعه کمه شوې او د هغې له وجې هم د پاکستان حکومت ونه کړی شول چې تیلو بیعې زیاتې راکمې کړي.

څیړنې وایي نن په نړیوال مارکیټ کې د برنټ خام تیلو بيعه د یو فيصدي اضافې وروسته 100 ډالره بيرل او د ډبلیو ټی ایي قیمت 96.41 ډالره بيرل ریکارډ کړی شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG