لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: تېره جون میاشت کې پاکستان کې157 ښځې تښتول شوې، په 91 مېرمنو جنسي تېری شوی


په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن ویلي دي چې د تېر جون په میاشت کې په ټول هېواد کې لږ تر لږه 157 ښځې تښتول شوي، په 112 ښځو بدني تشدد شوی او نېزدې 91 ښځې د جنسي تېريو ښکار شوي دي.

د یاد غیر دولتي تنظيم اېګزیګټيو ډاېریکټر سيد کوثر عباس ډيوه ته وېلي په دې کې د ښځو د تښتولو معامله د اندېښنې وړ ده ځکه چې په داسې پېښو کې ښځې د جنسي کاروبار لپاره خرڅول کېږي هم.

په دې رپورټ وي او ای ډيوه د زنانه و د حقونو دحکومتي کمېشن د مشرې نيلوفر بختيار دريځ مالومو لپاره رابطه وکړه خو نوموړې وویل د راپور له جاج اخستو وروسته به مطبوعاتو ته بیان جارى کوي.

د غېر دولتي تنظيمونو سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارکناېزش او سنټر فار ريسرچ، ډوېلپمنټ اېنډ کميونيکېش په دې شريک رپورټ کې د مطبوعاتي رپورټونه په حواله ویل شوي چې د تېر جون په میاشت کې نزدې په ټول هېواد کې 100 ښځې د تشدد ښکار شوې دي.

د ښځو او ماشومانو پرضد د تشدد په اړه دې رپورټ کې ويل شوي چې د تېر جون په میاشت کې لږ تر لږه 180 ماشومان د جنسي او بدني تشدد نخښه ګرځول شوي دي چې پکې د ماشومانو سره د جنسي تېريو 93 پېښې، د اغوا 64 او د جسماني تشدد 37 پېښې شاملې دي.

دې مياشتني رپورټ کې راغلي چې د ښځو د اغوا کولو په ټولو 157 پېښو کې شاوخوا 108 پېښې تيره مياشت په پنجاب صوبه کې رپورټ شوې دي.

هم دا ډول د رپورټ ترمخه په سندهـ کې د ښځو د تښتولو 22 پېښې، خېبرپښتونخوا کې 6، بلوچستان کې 4 او په اسلام اباد کې 17 پېښې يوه مياشت کې رپورټ شوې دي.

د سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن اېګزیګټيو ډایریکټر سيد کوثر عباس ډيوه ته وېلي چي د ښځو د تښتولو پېښې تر ټولو زیات د اندېښنې وړ دى.

وايي په ښځو د تشدد،دهغوئ دتښتولو او جنسي تېري په پېښو کې د سزا تصور د نيشت برابر دی.

نوموړي وويل د ښځو تښتول د جنسي تشدد او انساني قاچاق سره نزدې تعلق لري چې مطلب یې دا دی ښځې لمړی تښتول کېږي او بیا وروسته د جنسي کاروبار لپاره خرڅول کېږي.

رپورټ کې په ښځو د تشدد پېښو ته په اشاره ويل شوي چې په ښځو د جسماني تشدد تر ټولو زیاتې پېښې هم له پنجاب صوبې رپورټ شوې دي،

وايي په ښځو د بدني تشدد په 122 پېښو کې 66 پېښې يوازې په پنجاب، 27 پېښې سندهـ کې، 11 پېښې په خيبر پښتونخوا کې او داسې 8 پېښې په اسلام اباد کې رامنځ ته شوې دي خو په بلوچستان کې په ښځو د تشدد کومه پېښه د بلوچستان صوبې څخه نه ده رپورټ شوې.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه ته وايي په پاکستان کې په ښځو او ماشومانو ذهني، بدني او جنسي تشدد يو حقيقت دی.

دی وايي په داسې پېښو کې د سزا کچه د دوه فيصدي نه ځکه کمه ده چې د پولیس د پلټنو نظام غېر ساينسي دی او تربیه هم نه لري او په داسې پېښو کې اکثر د طبعي معاېنې رپورټونه هم مشکوک وي.

وايي عدالت د ثبوت او دليل په بنياد ککړو کسانو ته سزا ورکوي خو چې د استغاثې کيس کمزوری وي نو اکثر ککړ کسان د عدالت نه بري کېږي.

رپورټ د مطبوعاتو په حواله لیکلي چې په پاکستان کې د ښځو سره د جنسي تشدد تېره میاشت 91 پېښې رپورټ شوي دي او په داسې پېښو کې هم يو ځل بيا پنجاب کې تر ټولو زیاتې پېښې رامنځته شوې دي چې پکې په ښځو د جنسي تشدد دپېښو شمیره 53 ده.

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو سره د جنسي تشدد 16, سندهـ کې 14, اسلام اباد کې 6 او په بلوچستان کې د ښځو سره د جنسي تېريو 2 پېښې رپورټ شوي دي.

رپورټ زياتوي چې د جون په میاشت کې د ښځو د غېرت په نوم د قتل او د کار په ځائ کې د وېرولو هم 7 پېښې رپورټ شوې دي.

په رپورټ کې راغلي چې د جون په میاشت کې په ټول پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي زياتي 93 پېښې رامنځ ته شوې دي.

پنجاب کې دا شمېره 36,خېبرپښتونخوا کې 28, سندهـ کې 18, په اسلام کې د ماشومانو سره د جنسي زياتي تر ټولو کمې 6 پېښې رامنځ ته شوې دي. بلوچستان کې دا شمېره 5 رېکارډ کړی شوې ده.

د رپورټ ترمخه د جون په میاشت کې 64 ماشومان تښتول شوي دي او 37 ماشومان د جسماني تشدد نخښه ګرځول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG