لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي کابینې د پي‌ ټي ایي په مشرانو ایین سره د غدارۍ مقدمې جوړولو لپاره کمیټي وټاکله


د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ دپاکستان مرکزي کابينې د سپريم کورټ د اوړمې ورځې دفيصلې په اساس راتلونکي کې د ملکي دستور دسرغړونو دمخنيوي دسپارښتنې عملي کولو لپاره په مرکزي وزيرانو مشتمله یا ګډه کميټي جوړه کړې ده.

د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب ويلي کابينې د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن ته دوړاندې شوؤ میرمنو لخوا د کميشن په مشر جاويد اقبال ددغو میرمنو دځورولو دتورونو د پلټنو پريکړه هم کړې ده.

د جمعې په ورځ د مرکزي کابينې له غونډى وروسته مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په وخت د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزيب وويل حکومت د طيبه ګل نومى زنانه لخوا د پخواني وزير اعظم عمران خان د واکمنۍ په دوره کې د وزير اعظم په ماڼۍ کې د هغې وخت په لوړ پورو حکومتي چارواکو د (طيبه ګل) د ځورولو د تورونو د پلټنو لپاره دکميشن جوړولو منظوري ورکړې ده.

هغې وويل کابېنې پريکړه کړې چې دا ځانګړى کميشن به د بې درکه تنانو د لټون لپاره دجوړ حکومتي کميشن مشر جسټس جاويد اقبال باندى د زنانه سره د بد اخلاقۍ دتورونو پلټنې هم کوي.

د بشري حقونو فعالې او د بې درکه تنانو لټون لپاره دجوړ غير دولتي تنظيم ډيفنس آف هيومن رايټس مشرې آمنه مسعود تور لګولى چې يو شمير زنانه ؤ ورته شکايت کړى ؤ چې کميشن ته دحاضريدو په موقعه جاويد اقبال د دوي سره سپک چلند او بد اخلاقي کړې وه.

د کابيني پريکړى ته غبرګون کې امنه مسعود وي او اى ډيوه ته وويل ددې ستاينه کوي خو ورسره یې دا ټينګار هم وکړو چې کمپشن باید په یوه ټاکل شوې موده کې د ېلټنو دعمل سر ته د رسولو پابند کړل شي.

وړاندى نه پښتون اؤ بلوڅ ملت پاله ګوندونه او دبشري حقونو تنظيمونه د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن ناکامه بولي او ددې د ختمولو غوښتنى کوي او اسلام اباد هايکوټ هم د کمېشن په کارکردګۍ بې باوري ښودلې ده.

دغه تورونو ته غبرګون کې د حکومتي کميشن وياند فرید احمد خان دا د جاويد اقبال شخصي معامله ګرځولې او ډيوه سره خبرو کې هغه زیاته کړې جاويد اقبال به سپيناوى پخپله کوي.

دمطبوعاتي رپوټونو تر مخه جاويد اقبال په ځان لګيدلي تورونه رد کړي او دا ېې بى اساسه بللي دي.

طبوعاتي کانفرنس ته وينا کې د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب زياته کړې کابينې د سپريم کورټ د اوړمې ورځې د پريکړې په اساس د غير دستوري ګامونو مخنيوي لپاره د وړانديزونو عملي کولو په غرض د قانون د وزير په مشرۍ په مرکزي وزيرانو یوه مشتمله کميټي جوړه کړې ده او دا کميټي به د کابينې راتلونکې غونډه کې خپلې سپارښتنې وړاندې کوي.

سپريم کورټ دوه ورځې وړاندې خپله تفصيلي فيصله کې د قامي اسمبلى دپخواني ډپټي اسپيکر قاسم سوري لخوا د هغې وخت د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ دتحريک رد کولو پريکړه د ملکي دستور سرغړونه ګرځولې وه.

د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله تیره ورځ ويلي وؤ حکومت د سپريم کوټ دلارښوونې په اساس د ملکي دستور د سرغړونې په تور په پخواني وزير اعظم عمران خان او د تحرېک انصاف په نورو مرکزي مشرانو دایین سره دغدارۍ په مقدمې چلولو لاس پورې کړى دى.


دې ته غبرګون کي د تحريک انصاف پخواني وزير فواد چوهدري رانا ثنالله ته پخپل اعلان د ودریدلو چیلنج ورکړی دی.

د خپل يو ټويټ د لارې فواد چوهدري رانا ثتالله ته ويلي اوس به په شا کيږى نه او د دوي خلاف به دغدارۍ مقدمه جوړوې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG