لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي: په سيند کې لساني فسادات نشته خو ځينې عناصر د حېدر اباد پېښې ته هوا ورکوي


د پاکستان د سيند صوبې په دوېم غټ ښار حېدر اباد کې په رسټورانټ کې د جګړې او يو تن د وژنې د پېښې وروسته د کراچۍ په ګډون چې د صوبې په بېلابيلو ښارونو کې ځینې پېښې رامنځته شوي چې پکې هوټلې تړل شوي او په احتجاجونو کې په ګاډو ګوزارونه شوی او د دوه ګاډو سوځېدو پېښې هم رامنځته شوي څيړونکي وايي،دې پېښو ته د سينديانو او پښتنو ترمنځ د فساداتو نوم ورکول نه دي پکار.

په حېدر اباد کې د جولايۍ په 12م نېټه د قاسم اباد علاقې د بټايي نګر تاڼې په حدودو کې په رسټورانټ کې جګړه شوې، يو سيندی تن بلال کاکا پکې ژوبل شوی او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی وو، د پېښې په مقدمه کې د رسټورانټ مالک شاهسوار نيول شوی او بيا د احتجاجي مظاهرو لړۍ پېل شوې وه، پښتنو ملت پالو ګوندونو ويلي د کراچۍ په ګډون په سيند صوبه کې د پښتنو کاروبارونه تړل شوي او ځورول کيږي.

او بيا د سيند صوبې وزیراعلا مرادعلي شاه د يادې پېښې نوټس اخستی او ويلي يې وو "دغه پېښې ته دې د جرم په حواله وکتل شي نه چې په لساني بنياد".

پښتانه او سينديان تضادات نه لري

قانون پوهه او د سياسي چارو کار څيړونکی اقبال شاه خټک وايي، دا اوسنۍ پېښې لساني جګړې نه دي، د وژنې د پېښې څوک دفاع نه شي کولی، په هغې کې قانوني چلند کيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، دا لساني جګړه نه ده ځکه چې د سيندي او پښتون څه لساني تضادات نشته، پښتانه دلته راغلي او په سيند کې د يو پاکستاني په حېث کار روزګار کوي.

ښاغلی خټک وايي، د هغه په نظر دغه پېښې ته ځينو خلکو هوا ورکړه، ځکه چې په 24 جولايۍ د صوبې په يو شمېر برخو کې بلدياتي انتخابات کيږي ځینې خلک په دې پېښه ووټونه اخستل غواړي.

نوموړي زياته کړه په کراچۍ کې په يو وخت کې لساني او نسلي فسادات شوي وو ځکه چې د پښتنو او اردو ژبو مفادات په ټکر کې وو او په هغه وخت کې سياسي مشران هم په دغو پېښو کې ککړ پاتې شوي وو داسې بيانونه به يې ورکول چې پېښو ته به هوا ورکول کېده، خو د سيندي سره د پښتنو هیڅ داسې خبره نشته.

څيړونکی او پوهاند جامي چانډيو وايي، د حېدر اباد پېښه افسوسناکه وه او زمه وارو خلکو په هغې کې د ککړو خلکو پرضد د قانوني کارروايۍ غوښتنه کړې وه، خو په ټولنيزو رسنیو دغه پېښې ته بيا هوا ورکړی شوه او ځينې پېښې رامنځته شوې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، پښتانه او سيندیان په خپل مينځ کې ورورولي لري د باچا خان نه د سای جي اېم سيد پورې دا اړيکې پاتې شوي دي، او د کرکې وړ موادو څوک هم ملاتړ نه شي کولی، فسادات نه دي شوي ځای په ځای او په کراچۍ کې ځینې پېښې رامنځته شوي دي.

خو نوموړی وايي، په سيند کې په خلکو کې يوه اندېښنه ده او هغه دا ده چې په سيند کې د نور ملک او بهر ملکونو څخه په لويه شمېره کې خلک را روان دی، سينديان اندېښنه لري چې دوی به په خپله صوبه کې په اقليت/ لږکيو کې بدل خو نه شي، ځکه چې د نوموړي په وېنا په سیند کې 60فیصده سينديان او 40فيصده نور خلک اباد دي ځکه خلک اندېښمن دي.

د جګړو او اندېښنو مخنیوی څنګه کېدی شي؟

اقبال شاه خټک وايي، د هغه په نظر د 24 جولايۍ وروسته به په خپله دا حالات سم شي خو د پېښو د مخنيوي په لړ کې سياسي مشرانو له پکار ده چې دې ته هوا ور نه کړي، اوس هم د پښتنو او سینديانو سياسي مشران يوه خله دي او هغوی دې ته هوا نه ورکوي او که دغه رنګ سياسي مشران په دې کې مثبت رول ولوبوي، حالات نه شي خرابېدی.

خو جامي چانډيو بيا وايي، د هغه په نظر په راتلونکې کې د داسې پېښو د مخنيوي دپاره دوه خبرې مهمې دي، يوه دا چې يوه داسې تګلاره پکار ده چې د بهر ملکونو نه په غېر قانونه توګه کوم خلک راغلي هغه مستقل وګړي نه شي جوړېدی د هغې دپاره يوه تګلاره جوړول پکار دي، بله دا چې د نورو صوبو نه چې سيند صوبې ته کوم خلک راځي، په ايين کې د هغې دپاره بدلون پکار دی چې په دومره غټه کچه د نورو صوبو نه خلک راځي او دلته په مستقله توګه پاتې کيږي.

هغه وويل د سينديانو او پښتنو تاريخې اړيکې دي، تشدد او کرکه خورول نه دي پکار دي خو څومره چې سياسي اندېښنې دي هغه لرې کول پکار دي. بايد سينديان او پښتانه سياسي مشران رامخې ته شي د تشدد او کرکې مخنيوی وکړي.

د وران کارو ګرفتارۍ

د سیند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن پرون د جمعې په ورځ يوې خبري غونډې ته ويلي، چې په حېدر اباد کې د رامنځته شوې افسوسناکې پېښې وروسته چې دوکانونه بند کړل شوي او هوټلونو ته ګواښونه شوي او اړی ګړی جوړ کړل شوی په دغو پېښو کې 28 کسان نيول شوي چې تعلق يې د مختلفو قام پرستو/ ملت پاله ګوندونه سره وو هغوی نيول شوي او مقدمې پرې درج شوي دي.

هغه وويل، د زیارت په ورځ د کراچۍ په سهراب ګوټ کې بيا ځینې کسانو شرخوښي کړې اړی ګړی يې جوړ کړی په هغو پېښو کې ککړ 48 کسان هم نيول شوي دي. هغه زياته کړې دې پېښې ته دې لساني رنګ ور نه کړل شي څوک چې قانون په لاس کې اخلي پرضد به يې کارروايي کيږي هغه که د هر سياسي ګوند او يا هرې ژبې ويونکي وي.

له دې وړاندې وزيراعلا مراد علي شاه ويلي وو، "د حېدر اباد پشمول د سيند صوبې په يو ښار کې به هم په لساني بنیادونو يو سازش کامیابېدو ته نه پرېږدو.

او پښتنو ملت پالو سياسي مشرانو ویلي وو دوی د صوبايي حکومت او سياسي مشرانو سره په تماس کې دي هڅه کوي چې حالات خرابېدو ته لاړ نه شي او کوم خلک چې يوې پېښې ته هوا ورکوي او خپل اهداف ترې ترلاسه کول غواړي دوی به يې د سياسي پرامنه لارې مخنیوی کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG