لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: په سلارزو سیمه کې د سېلګرۍ ځايونو ته د ښځو په تګ بندېز لګول شوی


د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې باجوړ کې په يوه جرګه کې پرېکړه شوې چې ښځو ته به د سېلګرۍ ځایونو ته په تګ بندېز وي، خو په سيمه کې ځینې خلک په خپله د دغه جرګې د پرېکړو رد کوي او وايي دا قومي پرېکړه نه ده.

د باجوړ په سلارزو تحصیل کې پرون د جمعې په ورځ [15 جولايۍ] يوه جرګه شوې او د جرګې ويډيو په ټولنیزو رسنيو هم خپره شوې چې پکې يو وېنا کوونکی وايي، د سلارزو د تمامو قومونو باندې مشتمل يوه ګرېنډ جرګه مقرر شوله جرګې دغه فېصلې وکړې، چې مونږ د سياحت په نوم د فحاشۍ او بې حیايۍ د خورولو او د خپلو اقدارو او رواياتو پامال کولو اجازت هیچا ته نه ورکوو.

هغه وويل، دوی غواړي چې په باجوړ او سلارزو کې دې د نورو شعبو سره د سياحت شعبه هم ترقي ورکړي خو د سیاحت مرکزونو ته د زنانوو راوستل، د ښځو د سړو سره يو ځای ګرځېدل، دا زمونږ د رواياتو خلاف ورزي ده، ځکه جرګه دا فېصله کوي چې د سبا پورې دې انتظاميه اېکشن واخلي او دا طرز عمل دې په سياحتي ځايونو کې د فحاشۍ بند کړی شي، او جرګه فېصله کوي چې نور به په سياحتي مرکزونو کې د ښځو په ورتګ بندېز وي.

دغه تن وايي قانون په لاس کې نه اخلي خو که حکومت د دې کار مخنيوی ونه کړو قام به بيا په خپله د دې مخنيوي کوي او دا n جرګې فېصله ده او په ويډيو کې ليدل کيږي چې ناست خلک د دغه تن جواب ته هو وايي.

د جرګې ګډون وال د جمعيت علما اسلام ف ګوند ضلعي نايب صدر سيد بادشاه وايي، پرون د سلارزو ګرېنډ وشوه، په پارکونو يا د سېل په ځايونو کې د ښځو په ګرځېدو او فحاشۍ په خورولو د بندېز پرېکړه وشوه ځکه چې دا د اسلام او د سیمي د رواياتو خلاف کار دی.

خو په باجوړ کې سياسي فعال مولانا خانزېب وايي، دغه جرګه د باجوړ قومي جرګه نه ده او دا د يومذهبي سياسي ګوند جرګه او پرېکړه ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، دلته په باجوړ کې قومي جرګې داسې وي چې په هغې ټول ولسي، قامي او سياسي مشران ګډون کوي او دغه پرونۍ پرېکړې د يو ګوند فېصله ده.

نوموړي زياته کړه، د باجوړ، مومندو او ټول پښتون وطن خلک کلک مسلمانان دي، دوی د خپلو رواياتو دننه ژوند کوي دلته د فحاشۍ اډې نشته او په شريعت کې که زنانه بازار ته، هسپتال ځي، ووټ له ځي نو د هغې خپل روايات دي، او د زمانو نه په هغې عمل را روان دی او اوس هم کوم داسې نوې پېښه نه ده شوې.

مولانا خانزېب وويل، د ټول باجوړ په اړوند د فحاشۍ تاثر ورکول دا د دې سيمې او خلکو سپکاوی دی بايد چې دا تاثر ور نه کړل شي چې دا ټوله سيمه په بد نوم ياده شي، دا اوسنۍ پرېکړه د يوې ځانګړې ډلې ده۔

د باجوړ ځايې خلک وايي دا جرګه د جميعت علما السلام فضل الرحمان ډلې لخوا رابلل شوې وه خو د جميعت د باجوړ مشران وايي جرګه ځايې خلکو او مشرانو رابللې وه.

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتود څانګې استاز شانواز مشال وايي، په کابل کې چې څه کيږي نو د هغې اثر دلته کيږي، او دا ډېره عامه خبره ده چې په کابل کې څه سیاسي بدلون راځي د هغې اثر په کوزه پښتونخوا وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په کابل کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د هغې اثرات په کوزه پښتونخوا کې ښکاره کيږي لکه دا د باجوړ فېصله او په وروستيو کې په چارسده کې نایانو ته وويل شو چې حجامتونه به نه کوئ، نو دا هغه د طالبانود امر بالمعروف او نهې عن المنکر والا تسلسل دی چې کوزې پښتونخوا ته راخوريږي.

نوموړي زياته کړه د پاکستان ايين خلکو ته په ازاده د تګ راتګ يا ګرځېدو اجازت ورکوي نو د دغه جرګې دا پرېکړه د ايين سرغړونه هم ده، دلته رياست ته هم پکار ده چې رياستي عملداري چېلنج کيږي پکار ده چې د هغې مخنيوی وکړي.

د جرګې د پرېکړې په اړه د باجوړ د ضلعي انتظاميي او پولیس چارواکو کوم بيان مخې ته نه دی راغلی او وي او اې ډيوه په دغه اړه د چارواکو سره بيا بيا د تماس هڅه کړې خو چارواکو ورته ځواب نه دی ویلی.

خو د پوليسو يو چارواکي د نوم نه ښودولو او غږ نه خپرولو په شرط وويل چې لا تراوسه ورته د ضلعي انتظاميې لخوا څه نه دي ويل شوي او نه ورته د لوړ پوړو پولیس مشرانو لخوا داسې کوم احکامات ورکړل شوي چې د سېل ځايونو ته د ښځو په ورتلو بندېز لګول شوی دی.

د باجوړ په سالار زو کې د ښځو د بنديز په خبره په ټولنيزو رسنيو هم بحث شروع شوی دی، ډاکټر محمد شهزاد په فېس بک ليکلي ښځې به څه اغوندي؟ چرته به ځي او چرته به نه ځي؟ ښځې به ژوند کوي او که نه؟ دا پريکړې به اوس جرګې کوي.

پلوشه عباس ګګيانۍ ليکلي د ښځو دپاره فېصلې جرګې کوي او انتظاميه يې تماشه کوي.

وکيل اسد خان په فېس بک ليکلي داسې غېر اييني او غېر انساني پريکړې د ټولنيز جبر په ځای ساتلو دپاره کيږي، زمونږ په ټولنه کې د ښځو په کور کې قېد ساتلو عمل کې هرچا خپله برخه اچولې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG