لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:پاکستان د زیاتو پورونو د بار او ګرانۍ له امله اقتصادي فشار سره مخ دی


Off The Charts Global Economic Outlook
Off The Charts Global Economic Outlook

خبري اداره رویټر خپل یو رپوړټ کې وایي پاکستان هم هغو مخ په ترقۍ هیوادونو کی شامل دی چې د زیاتو قرضو د بار او ګرانۍ له امله د اقتصادي فشار لاندې دي.

اقتصادی پوهان وایي د نړیوالې مالياتي ادارې سره د لوظنامې وروسته پاکستان د سریلنکا په څېر ستونزو څخه بهر شوی خو بیا هم په ملکي کچه د ګرانۍ، بجټ او کړنټ اکاونټ خسارې ترڅګ د قرضو د واپسۍ او حکومتي زیاتو لګښتونو د چیلنجونو سره مخ دی او باید حکومت خپل خرڅونه راکم کړي برامدات زیات کړي او زرعي څانګې ته پام وکړي .

د انګریزۍ ژبي ورځپاڼه ډان د خبري ادارې رویټر په حواله وایي پاکستان هم د نړۍ دمخ په ترقۍ هیوادونو په څېر د ګرانۍ اؤ قرض د بار او دغیر ملکي زرمبادلې د ذخیرو د کمي له امله اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پور د لوظنامې نه وړاندې داسې خبرونه وو چې پاکستان به دیوالیه کیدو ته لاړ شي خو اوس دا خطره پشا شوې ده خو بیا هم فشار موجود دی .

"د پاکستان د اقتصاد ستونزه هم داده چې کله هم اقتصاد پرمختیا کوي نو کرنټ اکاونټ او بجټ خساره زیاتیږي او د هغې په وجه مشکلات پیدا شي او مونږه بیا خپل اقتصاد په قلاره کولو دپاره ګامونه اخلو بله دا هم ده چې پاکستاني روپۍ د فشار لاندې ده او دا به جاري وي تر کومه چې د مالياتي ادارې د پور رقم پاکستان ته نه وي منتقل شوی"

هغه وایي په ملکي کچه ګراني هم یوه غټه ستونزه ده او دا به دوامداره وي ځکه چې د مالیاتي ادارې سره په لوظنامه کې د بجلۍ او ګیس بیعو کې د زیاتوالي ژمنه شوې ده او کله چې دا نرخونه زیات شي نو ګراني به هم ورسره زیاته شي.

ډان ورځپانړه د رویټر په حواله لیکي چې په پاکستان کې د درامدي شیانو د بیعو د زیاتوالي له وجې د پاکستان د بهرنیو اداییګیو توازن هم متاثره شوی او هم ددې له وجې د مرکزي بینک دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 9 اربه او 80 کروړه ډالره ته راکوزه شوې ده چی په مشکله د 5 اوونیو د درامدي بل برابر ده او ددې تر څنګ پاکستاني روپۍ په ریکارډ کچه رالویدلې ده.

خبري اداره وایي پاکستان له به خپل خرڅونه کمول وي ځکه چې د ملکي امدنۍ 40فیصدي برخه د سود په اداییګۍ خرڅ کیږي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر ډاکټر زلاکت خان وایي د کرونا وبا او د اوکراین او روس تر منځه روانې جګړې د نړۍ ټول اقتصاد اغیزمن کړی او پاکستان هم ددې نه متاثره دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د سیاسي کړکیچ،ګرانۍ،دخرڅونو د زیاتوالي، دتوانایۍ د کمي، د روپۍ د قدر د کمي او د درامداتو د زیاتوالي له وجې اقتصاد مشکلاتو سره مخ دی .

نوموړی وایي د ډالر د بیعې د زیاتوالې له وجې په پاکستاني صنعتي پیداوار خرڅونه هم زیات دي او بیا پاکستان له به خپل برآمدات د درامداتو برابر ساتل وي.

"دنړیوالې مالیاتي ادارې هم دا غوښتنه ده چې حکومت غیر پیداواري خرڅونه کم کړي او حکومت کولو ته پام وکړي او که دی ته پام ونه شي نو حالات سمیدل ګران دي"

د پاکستان د شمېرنې اداره وایي په پاکستان کې د مجموعي ګرانۍ شرحه د 21فیصدي نه زیاته ده، درامدات 65 اربه ډالره ته زیات شوي او د پاکستانی روپۍ بيعه د ډالر په مقابله کی 210 روپۍ ده خو د خزانې وزارت وایي برآمداتو کی 26فیصدي اضافه شوې او مرکزي حکومت په ګرانۍ د کنټرول ساتلو دپاره د سود شرحه 15فیصدي ته زیاته کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG