لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر اؤ لکي مروت کې درې پولیس په بریدونو اؤ جنوبي وزیرستان کې یو تن هدفي برید کې وژل شوی


د خېبر پښتونخوا په خیبر اؤ مروت ضلعو کې په پولیسو بریدونه شوي چې چې پکې درې پولیس وژل شوي دي اؤ جنوبي وزیرستان کې کې یو تن په هدفي توګه وژل شوی دی .

دخالي شنبې یا خالي په ورځ دخیبر ضلعې دباړې تحصیل په راجلي ندۍ سیمه کې نامعلومو وسله والو دپولیسو په یوه پوسته برید کړی اؤ دوه پولیس عسر یې وژلي دي.

ددغه سیمې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او سوالرز خان رسنیو ته ویلي نامعلومو وسله والو دپولیس په پوسته ناتاره ډزې کړې چې په دغو ډزو کې دسید کریم اؤ عبدالرحمان په نومونو دوه پولیس عسکر وړومبی سخت ژوبل شول اؤ بیا چې کله روغتون ته رسول کیدل نو په لاره کې یې ساه ورکړه.

دایس ایچ او سوالرز خان وینا وه چې له برید وروسته برید ګر له سیمې تښتیدلي اؤ‌ پولیسو دهغوئ دنیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه ددې برید ذمه واري کومې ډلې پغاړه نه ده اخستې .

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کې د پوليس محکمې یو افسر په ډزو وژل شوی دی او په جنوبي وزیرستان ضلعه کې هم په هدفي برید کې یو ځایي تن وژل شوی دی.

پولیس د تشدد دغه پېښې تایيدوي او وایي د لکي مروت ضلعې مچن خېل سیمه کې نامالومه کسانو د پولیس محکمې یو افسر په ډزو ویشتلی او په ځائ وژل شوی دی.

د لکي مروت دپولیسو دمشر ددفتر لخوا جاري کړل شوي بیان کې ویل شوي د لکي مروت پولیسو مشر په دفتر کې د تنخاګانو دڅانګې افسر ګل رحمان مچن خېل سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

بیان کې ویل شوي هغه سحر وختي کور سره نیزدې قدم وهنه یا واک کولو چې په موټر سایکل سواره نامالوم کسان راغلي په هغه یې ډزې کړې او بیا تښتیدلي دي .

د پولیسو په بیان کې ویل شوي د لکي مروت پولیسو مشر په دې پیښه افسوس څرګند کړی او ویلي یې دي په دې پیښه کې ککړ کسان به زر د قانون منګلو ته را کش کړي.

د لکي مروت پولیس وایي دا د ترهګرۍ پېښه وه چې په موټرسایکل سورو وسله والو کسانو په پوليسو افسر ډزې وکړې، او بیا تښتېدلي دي.

هغوی وویل پولیس ټوله سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات يې پېل کړي دي.

بله د هدفي وژنې پیښه نن د جنوبي وزیرستان لدها تحصیل په شمیرای سیمه کې رامینځ ته شوې ده چې د
پولیسو په وینا دغلته د عبد الحمید په نوم تنکی ځوان په ډزو ویشتل شوی اؤ وژل شوی دی.

د لدها تاڼې چارواکي وايي د وژل شوي تن جسد دپوسټ مارتم یا طبي معاینې د پاره واڼه سیمه کې روغتون ته وړل شوی دی.

د وژل شوي تن ورور عبدالعلیم وي او ای ډیوه ته وویل دوی د چا سره شخصي دښمني نه لري اؤ وژل شوي ورور یې په کراچۍ کې کنډیکټري کوله اختر ته په رخصتۍ کلي ته راغلی ؤ.

هغه وویل د علاقې وسله وال راغلي لومړی یې له کور نه بهر کړی او په زوره یې ټچ موبایل ترې اخستو او په انکار یې بیا د یو بل ورور په وړاندې په هغه ډزې کړي.

نوموړي ډیوه ته ویلي کومو کسانو چې یې ورور وژلی هغه وسله وال طالبان دي اؤ دی یې نومونه هم پیژني‌.

د لدها پولیس وایي د پیښې پلټنې یې پیل کړي دي.تر اوسه په پولیس دبرید او هدفي پیښې ذمه وارۍ چا نه دي منلې.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتو دخیبر پښتونخوا جنوبي او شمالي وزیرستان ضلعو کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او وايي چې سیمه یې د وسله والو نه پاکه کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت اوس هم ډاډمن نه دی.

پرون هم د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف دوه ځايي مشران په هدفي بريد کې وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG