لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناء الله:په سوشل مېډيا د خلکو د سپکاوي د مخنیوي لپاره حکومت د پراخه ګامونو اخستو پرېکړه کړې ده


دپاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناالله په مشرۍ دلوړ پورو سرکاري چارواکو غونډى په سوشل ميډيا د خلکو دسپکاوي، ځورولو او د غير اخلاقي موادو په خپرولو کې دککړو کسانو په ضد د کارروايو منظوري ورکړې ده.

دکورنیو چارو وزیر رانا ثنالله ويلي حکومت په دى ترڅ کې د اليکټرانکي جرمونو قانون پيکا کې د بدلون پريکړه هم کړې ده.

تیره ورځ د رانا ثنالله په مشرۍ د اړونده لوړ پوړو سرکاري چارواکو غونډه کې په ټولنيزو رسنيو د خلکو د ځورولو، د غير اخلاقي او د سپکاوي د موادو د خپریدو د معاملو جاج اخستل شوى دی.

دکورنیو چارو وزير غونډه کې شريک د پلټنو د مرکزي ادارې ايف ایي ای مشر ته داسې رقم پيښو کې دککړو تنانو په ضد دسمدستي او په پراخه کچه دګامونو اخستو امر کړى دى.

رانا ثنالله زياته کړې حکومت په دې ترڅ کې د اليکټرانکي جرمونو قانون پيکا کې د خلکو دځورولو او سپکاوي سره دتړلې مادې د لا موثره کولو پريکړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخالفه تحريک انصاف ګوند په حکومت د بې پلوه خبريالانو او حکومتي ناقدينو په ضد د انتقامي کاروايو تورونه لګوي خو مرکز کې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند دا الزامونه ردوي.

د بشري حقونو او د ټولنیزو رسنیو دفعالعینو لپاره غږ پورته کوونکی شفيق ګګيانی ايډوکيټ وايي په سوشل ميډيا بيا د میرمنو او نرښځیانو د ځورولو پيښې ډيرې زياتې شوې دي او د حکومت لخوا ددې په ضد د کارروايو پريکړه د ستایلو وړ ده خو په دې اړه ځنې انديښنې شته.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې شفيق ګګياني زياته کړه دا به باوري کول وي چې حکومت ددغه کارروايو په شا سياسي کارکنان او په سوشل ميډيا فعاله مخالفين په نخښه نه کړي.

دوه ورځې وړاندې هم د کورنيو چارو وزير رانا ثنالله د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند دغړو دسپکاوي پيښو کې ککړو د مخالفه تحريک انصاف ګوند د پلويانو په ضد د قانوني کارروايو او د دوي دشناختي کارډونو او پاسپورټونو ضبط کولو خبردارى ورکړى ؤ.

د بشري حقونو او د خبريالانو تنظيمونو هم د تحریک انصاف ګوند تير حکومت کې د اليکټرانکي جرمونو قانون پيکا په ځینو برخو سخت تحفظات ښکاره کړي وؤ او اسلام اباد هايکوټ د تير تحريک انصاف حکومت لخوا ياد قانون کې د صدارتي حکمنامې د لارې شوي بدلونونه رد کړي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG