لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صحت نړیواله اداره: بلوچستان کې د هیضې په تازه وبا 27 کسان مړه شوي، نزدې یو نیم زر ناروغه دي


بلوچستان کې د وبایي مرضونو دڅار لپاره د روغتیا دنړیوالې ادارې ډبليو ايچ او يو مشر ډاکټر داود ﺭياض وایي چي دا وخت بلوچستان ايالت کې دپشکال د باﺭانونو له امله سختو متاثره سيمو کې د هيضې ناروغۍ په لویه کچه سر راپوﺭته کړی دی.

د ډاکټرداود رياض په وينا د ډبليو ايچ او لخوا دتازه تیار کړل شوي رپورټ دشميرو پر اساس دهیضې ناروغي دايالت په شپاړسو ضلعو کې خپره شوې ده اؤ تر اوسه په دغو ضلعو کې 14754 دهیضې کيسونه رپورټ شوي دي .

دډاکټرداود رياض په خبره تر اوسه د هيضې څخه 27 کسان مړه شوي دي چې په دې کې یوازې نهه کسان ژوب ضلعه کې مړه شوي دي او دلته هیضه په لویه کچه خوره شوې ده.

هغه وایي دغو متاثره سیمو ته د روغتیا دنړیوالې ادارې طبي مامورین داغېزمن شوؤ کسانو دطبي نمونو راغونډولو اؤ ازموینو لپاره لیږل شوي دي.

د ژوب ضلعې دمدني ټولنې يوه فعاله غړي نورالحق صافي وي او ای ډيوه ته وويل چې په ژوب کې په کومه کچه هيضه خپره شوې ده او څومره په ګڼ شمیر کې مريضان هسپتالونو ته ﺭاوړل کیږي ددې څخه د مړو شميره زياته ښکاري.

"په ليري غريیزو سيمو کې هيضې ﺯيات خلک متاثره کړي دي چې دهغوئ هسپتالونو ته لاس ﺭسی نيسته او هغوئ تہ دارودرمل نه ﺭسيزي، هلته ډير مړي سوي دي باید حکومت فوري طبي مرستي و ليري پرتو سيمو ته راوليزي چې دغه مرګونې وبا قابو کړي"

د صحت نړیوالې ادارې ډبليو ايچ او پخپل تازه ﺭاپور کې دا هم ويلي دي چي روان کال اپريل کې په ضلعه ډيرہ بګټي چي په کومه کچه دهیضې ناروغي خپره شوې وه په ژوب کي اوس دخپرې شوې ناروغۍ شدت له هغې زيات دب.

د رپورټ ترمخه دلته يوازي په تيره ورځ کې 427 دهیضې کيسونه مخې ته راغلي دي او دوہ کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي خو دضلعه ژوب دصحت ضلعي منتظم ډاکټر مظفر شاه وي او ای ډيوه ته وويل په ټوله ضلعه ژوب کې دهیضې وبا خپريدو له امله حالت ډير خراب دی.

هغه وایي په هسپتالونو کي کټونه کم دي او مريضان ډير زيات دي .

نوموړي د صوبایي حکومت ترڅنګ پر عالمي مرستنديو ادارو ژغ وکړو چي په ژوب کې دخلکو ژوند خوندي ساتلو دپاره سیمې ته سمدستي طبي مرستې ولیږي.

خو دصحت دعالمي ادارې د وبایي مرضونو څار کوونکي مشر ډاکټر داود رياض وويل چي دژوب دصحت محکمې دچارواکو پر غوښتنه به د ډبليو ايچ او لخوا سيمې ته دطبي مرستي دليزلو لړۍ ډير زرپيل شي.


بل لوري ته دبلوچستان دکي او کوهلو سیمو کې هم دصحت محکمې په لویه کچه دهیضې دناروغۍ خپریدو پخلی کړی دی خو د دکي ضلعې مرستيال کمشنر عظيم کاکړ وایي چې اوس حالات په قابو کې دي اؤ دهيضې څخه د متاثرو خلکو علاج روان دی.

هغه وایي په سيمه کې دهیضې دلاسه د چا دمړینې پېښه مخې ته نه ده راغلې.

د روغتیا نړیوالې ادارې په خپل رپورټ کې ويلي دي چې دپشکال د باﺭانونو څخه متاثره سيمو کې د عادي خلکو پاکو اوبو ته لاس رسی ګران شوی اؤ دا چې دڅښلو اوبو کې خړې باراني اوبه ورګډې شوې دي چې له دې امله په سیمه کې دهیضې وبا خوره شوې ده.

XS
SM
MD
LG