لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب اسمبلۍ په 20 خالي شوؤ څوکیو نن سر دوباره ووټونه کیږي


دپاکستان دپنجاب ایالت په 14 ضلعو کې نن دتحریک انصاف ګوند د20 صوبایي پارلیماني غړو په خالي شوؤ څوکیو سر دوباره ووټونه کیږي.

د ووټونو پیل کیدو نه وړاندې دوؤ سترو رقیبو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ تحریک انصاف په یو بل دټګۍ تورونه لګولي دي خو الیکشن کمیشن له وړاندې څخه ویلي دي چې انتخابات به په راڼه ډول سرته رسوي.

څېړونکي نني ضمني انتخابات دپاکستان په سیاسي تاریخ کې زیات مهم ګرځوي اؤ وایي چې کوم ګوند په دې ټاکنو کې زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې هغه به نه یوازې دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې واکمنۍ ته ورسیږي بلکې په راتلونکو عامو ټولټاکنو به هم ددې ضمني انتخاباتو زیات اثر وي.

دصوبایي اسمبلۍ دا 20 څوکۍ دپخواني واکمن ګوند تحریک انصاف دهغو غړو نه خالي شوي دي چې دپنجاب داعلا وزیر په ټاکنه کې یې دخپل ګوند دپرېکړې برعکس دمخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند امیدوار حمزه شهباز ته خپلې رایې ورکړې وې.

دګوند دپرېکړې برعکس په رایو ورکولو دټولټاکنو کمیشن سږکال په 20م مئ دتحریک انصاف ګوند 20 عمومي اؤ پینځه په ځانګړو څوکیو منتخب غړي داسمبلۍ دغړیتوب نه ختم کړي وؤ.

په ننیو ټاکنو کې مسلم لیګ نواز ګوند زیاتره دتحریک انصاف ګوند هغو پخوانیو دصوبایي اسمبلۍ ممبرانو ته ټکټونه ورکړي دي چې الیکشن کمیشن یې داسمبلۍ غړیتوب ختم کړی دی.

دصوبایي اسمبلۍ په دې خالي شوؤ څوکیو د 175 کسانو ترمنځ نن داتوار په ورځ سیالۍ کیدونکي دي چې پکې به 45 لکه 79 زره اؤ 898 ووټران خپلې رایې کاروي.

د رایو ورکولو لپاره په دغو شلو حلقو کې درې زره اؤ 131 د رایو ورکولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي چې دې کې 1900 مرکزونه بې کچه حساس ګرځول شوي دي اؤ صوبه کې دامن پځائ ساتلو لپاره 144مه دفعه هم پځائ کړل شوې ده.

پاکستاني میډیا وایي دې انتخاباتو کې اصل مقابله د مسلم لیګ نواز ګوند اؤ پاکستان تحریک انصاف ګوند د امیدوارانو ترمنځ ده اؤ دپنجاب موجوده وزیراعلا حمزه شریف ته دخپلې واکمنۍ په لاس کې دساتلو لپاره ضروري ده چې دهغه دګوند نهه امیدواران په دې ټاکنو کې بریالي شي.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر فواد چوهدري دعوه کړې ده چې صوبه کې دهغوئ دحکومت جوړیدو لپاره دوئ دخپلو 13امیدوارانو کامیابیدو ته اړتیا لري خو دعوه یې کړې ده چې ټولټاکنو کې به یې ګوند 16څوکۍ ترلاسه کړي.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له ټاکنو وړاندې دټولټاکنو کمیشن په پره جمبه تورن کړی دی اؤ ددې ترڅنګ یې داشارو په ژبه کې پوځ ته هم ګوته نیولې چې ګنې دمسلم لیګ نواز ګوند ملاتړ کوي.

خو پوځ پخپل یو بیان کې واضحه کړې ده چې پوځیان به ټولټاکنو په مهال یوازې دضرورت په وخت مرستې ته راوړاندې کیږي.

عمران خان پخپل یو ټویټ کې ویلي داتوار په ورځ به دهغه د ټیم په ضمني انتخاباتو کې په یو وخت دمسلم لیګ نواز ګوند، ریاستي مشینرۍ ، دټولټاکنو کمیشن اؤ" مسټر X "اؤ "مسټر Y" سره مقابله وي.

هغه نه ده واضحه کړې چې د

عمران خان " مسټر X "اؤ "مسټر Y" نه یې مراد څوک دي ، خو څېړونکي وایي څنګه چې په دې وروستیو کې عمران خان دهیواد طاقتور پوځ باندې دنیوکو په مهال پوځ ته دنیوټرلز نوم اخستی ښایي د مسټر X "اؤ "مسټر Y وایي نه یې هم مراد پوځ اؤ نورې ریاستي ادارې وي.

خو دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې بیا دعمران خان تورونه رد کړي اؤ په ټویټر یې لیکلي چې ټګي د پي‌ ټي ایي په ډي این ای کې شامله ده.

هغې ویلي "اوس چې دوئ (د ووټونو) بوجۍ اؤ دالیکشن کمیشن مامورین نه شي غلا کولی نو بله لار یې راویستې ده اؤ پوهیږي چې له ټګۍ پرته یې نه مخکې ووټونه ګټلی شول اؤ نه یې اوس ګټلی شي اؤ په اخره کې به مسټر XYZ دهاندلي خان پخپله خیژي"

دټولټاکنو لپاره پنجاب صوبه کې دپولیسو رخصتۍ ځنډول شوې دي اؤ پولیس ترڅنګ د رینجرز ځواکونو ته هم سړکونو ته د راوتلو امر شوی دی .

ددې ترڅنګ پوځ د اړتیا په صورت کې چمتو ودرول شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG