لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عمران خان پخوانۍ مېرمنې ریحام خان د دریم واده کولو اشاره کړې ده


په پاکستاني میډیا دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان دپخوانۍ میرمنې ریحام خان لخوا دخپل د دریم واده په اړه له شوې اشارې وروسته ریحام خان وایس اف امریکا ډیوه ته ویلي ددې خبرې جواب یوازې الله سره دی چې هغه زر واده کوي که په ځنډ؟

تر دې وړاندې دلویې اختر په موقعه دپاکستان یو شخصي ټي وي چینل په پروګرام کې ریحام خان په دریم ځل د واده کولو اشاره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ که چرې دریم واده یې وکړو نو خاوند به یې له حیرانۍ ډک زېری یا سرپرائز ومومي.

ډیوه چې کله د ریحام خان نه وپوښتل ایا هغې په رښتیا هم دریم واده ته ځان جوړ کړی دی؟ اؤ که واده کوي نو زر یې کوي که وخت به نیسي؟

"هغې یې په جواب کې وویل "یوازې الله سره ددې خبرې جواب شته

خو ریحام خان دا خبره رد نه کړه چې ګنې دریم واده نه کوي

دپاکستاني ټي وي چینل یو پروګرام کې د وتلي پاکستاني هنرمند نعمان اعجاز پروګرام کې دخبرو په مهال ریحام خان ویلي وؤ دهغې یوې خپلوانې نجومۍ یا پالۍ دهغې دلاس کرښې کتلي اؤ ورته یې ویلي دي چې لاس کې یې د دریم واده کرښه شته.

د ټي وي په دغه پروګرام کې ریحام خان دسیاست ترڅنګ پخپل شخصي ژوند هم په خلاص مټ خبرې کړې دي اؤ د واده په هکله پوښتنې ته یې دخندا په ډکه خوله ځواب ویلی دی.

هغې په دغه لړ کې دخپل کور دننه دشوؤ خبرو یادونه کړې ده اؤ وایي دهغې یو خوریي واده ته غاړه نه اېښوده نو بیا یې ورور(دهلک ماما) خوریي ته ګواښ وکړو چې که ته واده نه کوي نو ترور (ریحام خان) به دې دریم واده وکړي اؤ وایي دغسې یې دهغې خوریی واده ته راضي کړو.

خو ددې خبرو په مهال هغې په خندا کې دا هم ویلی دي چې که دریم واده یې وکړو نو دریم میړه به یې سرپرائز مومي.

خو ریحام خان نه ده ښکاره کړې چې دا سرپرائز یا حیرانتیا به څه وي؟

په خټه پښتنې ریحام خان تر دې وړاندې وړومبی واده په کال 1990 کې دخپل یو خپلوان سره کړی ؤ چې بیا یې د هغه سره په کال 2005م کې طلاق وشو.

له دغه میړه دریحام خان درې اولادونه دي چې یوه یې پیغله لور اؤ دوه یې زلمي زامن دي اؤ هغوئ دا مهال په برتانیه کې میشت دي.

تر وړومبي واده وروسته ریحام خان په جنورۍ کال 2015 کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان سره دویم واده کړی ؤ چې دغه واده یې هم یوازې لس میاشتې دوام کړی ؤ اؤ په اکتوبر کال 2015 کې یې دعمران خان سره هم دښځې اؤ خاوند رشته په طلاق پائ ته رسیدلې وه.

په دویم ځل له طلاق وروسته هغې اوس په وړومبي ځل خپل دریم واده ته اشاره کړې ده اؤ وایي کور کې یې هم اکثره مهال د واده په بابله خبرې کیږي.

ریحام خان په دغه مرکه کې ویلي چې نکریزې اؤ بنګړي دهغې نه وي خوښ اؤ پخپلو تیرو دواړو ودونو کې یې لاسونه نه وؤ سره کړي خو وایي اوس دخپلې یوې لور په وینا یا ضد کله کله لاسونه سره کړي.

ریحام خان چې په خټه پښتنه ده تعلق یې دخیبر پښتونخوا دهزارې سیمې سره دی اؤ یوه اوږده موده یې دبرتانوي خبري شبکې بي بي سي تر څنګ پاکستاني رسنیو کې هم دنطاقې یا اینکرې په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغې دخپل پخواني خاوند عمران خان د ژوند په هکله یو لانجمن کتاب هم لیکلی چې پکې دعمران خان د شخصي ژوند په حواله په هغه ځینې سنګین تورونه لګول شوي دي خو عمران خان اؤ دهغه ګوند دغه تورونه په وار وار رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG