لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پوځ د جبري لادرکیو پړه نه مني خو عمران خان وایي جنرال باجوه سره یې دا معامله راپورته کړې وه


دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان وایي هغه پخپله واکمنۍ کې په جبري توګه دبې درکه کسانو په معامله څو کرته دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ جنرال فیض سره خبرې اترې کړې وې خو وایي پوځ ویریدلو که چرې دغه کسان خوشې شي نو سر دوباره به د ریاست پرضد فعالیتونه پیل کړي.

دپاکستان پوځ پرله پسې په جبري بې درکیو کې دلاس لرنې تورونه ردوي اؤ وایي چې کوم خلک لادرکه دي هغوئ یا دجنګیالو لیکو سره یو ځائ شوي دي اؤ یا هم امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي دي.

دخالي په ورځ اسلام اباد کې دمیډیا د ازادۍ په اړه راجوړې شوې یوې غوندې ته خپله وینا کې پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي هغه دبې درکه کسانو په اړه دپوځ مشرتابه سره څو وارې خبرې کړې وې .

دعمران خان وویل پوځي مشرانو ورته ویلي وؤ چې عدالتونو کې دترهګرۍ قضیې ثابتول ګران کار دی اؤ چې قضیې ثابتې نه شي نو ترهګر بیا خوشې کړل کیږي ، هرکله چې دوئ خوشې شي نو بیا دریاست پرضد فعالیتونه پیلوي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه عمران خان ویلي پوځ ویریدو چې که ته دوئ(بې درکه کسان) پریږدې نو دوئ به بیا زمونږ پرضد راپورته شي .

عمران خان وایي دپوځ سره یې په دې سلا راغلې وه چې نور باید څوک بې درکه نه شي اؤ چې بې درکه دي نو دهغوئ کورنیو ته خو دې لږ تر لږه دا معلومه وي چې هغوئ چرته دي؟

هغه پخپله دغه وینا کې په پوځ کلکې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي پاکستان کې دقانون بالادستي ځکه نه شته چې دلته په 64ؤ کالو کې نیمایي حکومت پوځي امرانو کړی دی اؤ نیمایي دوؤ کورنیو کړی خو وایي په دې دواړو واکمنیو کې قانون نه دی سرلوړی شوی.

د پښتنو د حقونو لپاره دغږ پورته کوونکي تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسید چې د لا درکه تنانو شمېرې هم راغونډوي ،په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي پاکستان کې رياستي ادارې خلک په زور بې درکه کوي.

هغه ویلي رياستي ادارې چې لادرکه خلک په کومو حراستي مرکزونو کې ساتي نو تر اوسه پورې چا ددغو مرکزونو په قانوني چوکاټ کې د راوستو هڅه هم نه ده کړې ترڅو وګوري چې په دې کې څوک دي او څنګه ژوند کوي؟

د بشري حقونو د نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ د رپورټ له مخې د کال 2011م دمارچ میاشتې راهیسې دجبري لا درکه خلکو دموندنې حکومتي کمېشن سره 8463 قضيې ثبت شوي دي خو زیاتوي فعالين وايي دا شمېره له دې هم زياته ده.

هيومن راېټس واچ وايي د نړیوال قانون ترمخه د رياستي پوځ او یا د هغې د اېجنټانو په لاس د يو شخص په داسې طريقه حراست کې اخستل چې د هغه د ځائ ځایګي او درک ښودلو نه انکار کوي او هغه د قانون د تحفظ نه لرې ساتى په جبري توګه لادرکي بلل کېږي .

دا په داسې حال کې ده چې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند په حکومت کې د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسېن پيرزاده په دې وروستیو کې د خلکو په جبر د لادرکه کولو په لړ کې د استخباراتي ادارو د تګلارې دفاع کړې وه او دا عمل یې د ترهګرۍ ضد جګړې سره تړلې ‌ؤ.

په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو ،پښتنو او دبشري حقونو ډلې هم د خلکو په زوره د لادرکۍ تورونه د هېواد د پوځ په طاقتورو استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې لادرکه تنان د بلوڅ بېلتون پالو ډلو په ليکو کې ورګډ شوي وي، پوځ سره نښتو کې وژل شوي وي او یا هم افغانستان ته اوښتې وي.

XS
SM
MD
LG