لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دباجوړ چارواکي،سیاسي اؤ مدني فعالین وایي پارکونو دښځو‌ په تګ هیڅ بندېز نشته


ٕد باجوړ سياسي او مدني فعالین وايي د يو مذهبي ګوند د جرګې په فېصله به ښځې د سېلګرۍ ځايونو ته د تګ نه منعې نه کړي۔

د بشري حقونو فعالانو ويلي د سړو په څېر ښځو ته هم اجازت دی چې دسېلګرۍ ځايونو او هر هغه ځايې ته لاړې شي چرته چې دوي تلل غواړي۔

د باجوړ ضلعي انتظاميې ويلي باجوړ کې د ښځو په ګرځېدو او د سېلګرۍ ځايونو ته په تګ هيڅ بنديز نشته او چا ته به هم د قانون په لاسو کې د اخستو اجازت نه ورکړل کيږي۔

د باجوړ نه سياسي او سماجي کارکن نثار باز وي او ای ډيوه ته وويل په باجوړ او نورو قبايلي ضلعو کي ښځې بازارونو ته سودا اخستو د پاره ځي، په پټو کې خاوندانو سره په کر کرونده کې مرسته کوي، د غرونونو نه خشاک راوړي او د لري چينو او کوهيانو نه کورونو ته اوبه راوړي نو بيا ولې د سېلګرۍ ځايونو ته په تګ پرې د بنديز خبره کيږي۔

نوموړي وويل په ښځو د سېلګرۍ ځايونو ته په تګ د بنديز خبره د يو مخصوصه مذهبي ګوند له لوري وه، دا خبره په کومه قامي جرګه کې نه ده شوې ځکه د سيمي خلک دغه فېصلې منلو ته تيار نه دي.

"دا يو مخصوصه سوچ ته وده ورکول کيږي، وړاندې به هم دغسې فېصلې کيدې چې تندروۍ او سخت دريځۍ ته يې لار هواره کړي وه"

ځايې خلکو ډيوه ته ويلي دغه جرګه د جميعت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې لخوا رابلل شوې وه او زياتره پکې د دغه ګوند پلويانو ګډون کړې ؤ خو د جميعت غړي وايي چې ځايي مشران او سياسي کارکنان هم پکې شامل وؤ او دا قامي جرګه وه۔

د جرګې د ښځو د سېلګرۍ ځايونو ته په تګ د بنديز خبر باندې په ټولنيزو رسنيو هم نيوکې شوي او ځايي سماجي او سياسي کارکونکو يې هم مخالفت کړی دی۔

د ښځو د حقونو د پاره کارکوونکې د "هوالور" نومې تنظيم مشرې خورشېد بانو ډيوه ته وويل د جرګې ددغه فېصلې غندنه کوي، هغه جرګه د ښځو په اړه فېصلې کوي کومه جرګه کې چې د ښځو نمائندګي نه وي.

نوموړې وويل بايد چي ځايي انتظاميه په دغسې جرګو بنديز ولګوي چې د بشري حقونو خلاف فېصلې پکې کيږي۔

"دا هغه جرګې دي چې ښځې پکې نه وې شاملې او فېصلې د ښځو په اړه کوي، حکومت ته پکار دي چې بنديز پرې ولګوي"

قانون پوهه اکبر هوتي ایډوکیټ وي او ای ډيوه ته وويل د پاکستان د ایين ارټيکل ۱۵ لاندې د پاکستان هر وګړي ته د ازاد تګ راتګ حق ورکړل شوی، او د سړو په څېر دا دښځو هم ایيني حق دی چې بغېر د څه بنديزونو وګرځي۔

"ارټيکل ۱۵ کې د سړي او ښځې توپير نشته، په هغې کې ويل شوي چې هر يو وګړی، مطلب که هغه ښځه وي او که سړی په ازاده توګه ګرځېدای شي"

د باجوړ ښار اسسټننټ کمشنر حمزه ظهور ډيوه ته په ليکل شوي پېغام کې ويلي په باجوړ کې د ښځو په ګرځېدو او د هغوي د سېلګرۍ ځايونو ته په تګ هيڅ بنديز نشته،

نوموړي ليکلي کوم تن يا غېر رياستي ډلې ته دا اجازت نشته چې په دې ازادۍ کې مداخلت وکړي۔

د باجوړ د پوليسو مشر عبدالصمد هم ډيوه په يو ليکل شوي پېغام کې ويلي مونږ په خپله ټولنه کې د ښځو حقونونه د پامه نه شو غورځولی .چارواکو ويلي چې دوي به دا خبره يقيني کوي چې د سيلګرۍ په ځايونو کې د ځايې رواياتو خيال وساتل شي۔

د ضلعي انتظاميي او پوليسو دواړو چارواکو د ډيوه د دې پوښتنې جواب نه دی ويلی چې ايا د جرګې د غړو خلاف کومه قانوني کاروایي شوي او که نه؟ خو د پوليسو سرچينو ډيوه ته ويلي د جرګې د غړو په ضد ورته د ايف ایي ار ليکلو يا کوم بل ګام پورته کولو تر اوسه څه نه دي ويلی شوي۔

دې نه وړاندې په مردان کي په خلاصو میدانونو کې د ښځو د لوبو کولو په ضد احتجاج شوی ؤ.

په چارسده کې هم په دې وروستیو کې یوې ځایي جرګې د فيشني ږيرو په جوړولو بنديز لګولی ؤ، دغسې په مردان کې نرښځیانو ويلي وو چې ضلعي پوليسو ورته د ضلعې نه د وتلو ويلي دي، ددې ترڅنګ په پېښور کې د موسيقۍ په محفل ځني تنان ورغلي وو او د موسيقۍ الات يې مات کړي وو۔

څېړونکي وایي په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې یو وارې بیا دتندلاریتوب بهیر چټک شوی دی .

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دحکومت اؤ لاقانونه تندروه ډلې تحریک طالبان ترمنځ دسولې خبرې هم روانې دي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG