لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مفتاح اسماعیل:دوستو هیوادونو نه روانه میاشت کې پاکستان ته دڅلورو اربو ډالرو ترلاسه کیدو امکان دی


د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د چارواکو په کچه د شوې لوظنامې وروسته ویلي چې پاکستان ته په روانه مياشت کې د دوستو هېوادونو نه د 4 اربو ډالرو ترلاسه کيدو امکان دی.

اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال د خزانې مرکزي وزير ویلي ددې رقم دلارې به د هېواد دغېر ملکي زر مبادلې په ذخیره کې د 4 اربو ډالرو تشه یا خلا ډکولی شي.

د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف او پاکستان ترمنځ د چارواکو په کچه دشوې لوظنامې وروسته د ایي ایم ایف لخوا پاکستان ته د 1.7 اربو ډالرو ترلاسه کيدو لپاره لاره هواره شوې ده .

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې ایي ایم ایف د کال 2019م د شپږو اربو ډالرو دقرض پروګرام لاندې د پاکستان لپاره د قرض په رقم کې هم د 1 ارب ډالرو په اضافه غور کوي.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل پرون د خالي په ورځ اسلام اباد کې د خبري کانفرنس په مهال د غېر ملکي زر مبادلې د ذخيرې په حواله ویلي چې د ايي ایم ایف د وینا ترمخه پاکستان اوس مهال د 4 اربو ډالرو د فرق یا تشې سره مخ دی او پاکستان به د 4 اربو ډالرو دا خلا د روانې جولایي په میاشت کې ډکوي.

د نوموړي ترمخه دا فرق به پاکستان د دوستو هېوادونو له لوري د ترلاسه کيدونکي رقم له لارې ډکوي.

هغه وايي د يو ملګري هېواد نه به پاکستان ته د 1.2 ارب ډالرو تېل د موخره اداېګيانو په بنياد ترلاسه شي او داسې به يو بل ملګری ملک هم د هېواد د ونډو په بازار کې د 1.5 ارب ډالرو سرمایه ګذارى کوي، بل هېواد به پاکستان کې پېسې ډیپازټ کوي او وايي بل هېواد به د موخر اداېګيانو په اساس پاکستان ته ګېس ورکوي.

د غېر ملکي زر مبادلې په ذخيرو کې د کمي، کرنټ اکاونټ کې د مخ په سېوا کيدونکې خسارې او د امريکايي ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کې د کمي له امله پاکستان دا مهال د اداېګيانو د تولې د بحران سره مخ دی.

خو مفتاح اسماعیل وايي پاکستان ته به په روان مالي کال کې د نړيوال بېنک او اېشيایي ترقياتي بینک له لوري هم نزدې 6 اربه ډالره رقم ترلاسه شي.

پاکستان کال 2019م کې د نړيوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د شپږو اربو ډالرو قرض دپروکرام لوظنامه لاسلیک کړې وه او ددې پروګرام لاندې پاکستان ته اوسه پورې د نيمايي نه زيات رقم ورکړی شوی دی.

د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي کې په روان مالي کال کې د پاکستان نورې اقتصادي اشاريې مستحکم پاتې کېږي نو دا پېسې به تر يو حده د هېواد اقتصاد په خپو ودروي.

دی وايي "که زموږ روپۍ نوره هم پرېوځي، درامدي بل نور سېوا کېږي لکه څنګه چې په نړيوال مارکیټ کې د توانايې بېعې سېوا دي او هم دغه ډول که د پاکستان د خوراکي موادو درامدي بل نور زياتېږي او برآمدات نه سېوا کېږي، په بهرنیو هېوادونو کې د مېشته پاکستاني وګړو لخوا د استول کيدونکو پېسو په حجم کې کمی راځي، د محصولاتو په وصوليانو کې کمی راځي نو بیا دا 4 ارب ډالره کمې دي او د پاکستان حکومت به روان مالي کال کې د فشار لاندې وي"

د پاکستان مرکزي بینک په دې وروستیو کې د هېواد دننه د ګرانۍ مخنیوي لپاره د سود شرحه هم 15 فيصدي ته رسولې ده.

د تېر جون په میاشت کې د پاکستان دننه د ګرانۍ کچه نزدې 21.3 ته رسېدلې وه.

د خزانې دمرکزي وزير مفتاح اسماعیل په خبره غونډه کې دا هم ویل شوي چې د ایي ایم ایف او دوستو هېوادونو نه د ترلاسه کيدونکي رقم سره به په هېواد کې ګراني کمه شي او ورسره به د غېر ملکي زر مبادلې ذخيره هم زياته شي او داسې د ايي ایم ایف سره د لوظنامې وروسته به د ډالر په مقابله کې په روپۍ فشار هم کم شي.

خو د پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس د اقتصادي چارو کارپوهه شاهد محمود ډيوه ته وايي د يو ېا بل هېواد نه قرض اخستل د پاکستان د ستونزمن اقتصاد تلپاتې حل نه دی.

دی وايي دې سره به د پاکستان مرکزى بینک رېرزوز ته پېسې راشي خو وايي دغه پېسو سره د هېواد اقتصادي حالت نه بدلېږي. هغه پېسې يوازې د درامداتو د اداېګيانو لپاره وي او دا هم کېدای شي چې د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ مستحکم شي خو روپۍ به بیا واپس په لاندې راشي.

وايي دا په دې نه کېږي. باید چې د هېواد په اقتصادي ځاندره کې اصلاحات وشي.

دنوموړي په وینا " لنډه خبره دا ده چې دا اقدامات يوازې لنډ یا وقتى حل دی. دا د پاکستان د اقتصادي ناروغۍ بشپړ علاج نه دی خو د هېواد په اقتصادي بدن کې چې کوم اصل سرطان دی دا د هغې علاج نه دی"

د پاکستان او ايي ایم ایف ترمنځ د تېر زيارت په ورځ د چارواکو په کچه د قرض پروګرام د بحالۍ لوظنامه لاسلیک شوې ده او د نړیوالې مالياتي ادارې چارواکي هيله لري چې دې سره به د پاکستان اقتصاد مستحکم ، ګرانى به کمه شي او د ډالر په مقابله کې به د روپۍ قدر هم ښه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG