لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو سره دحکومت روان دامن مذاکرات به څه نتیجه ورکړي ؟ 


د پاکستان حکومت او د تحريک طالبان پاکستان تر مينځه د کال ۲۰۰۷م نه وخت په وخت د روغې خبرې شوي خو تر اوسه د خبرو اترو د لارې امن او ثبات نه دی راغلی.

دامن ددغو ټولو تېرو معاهدو مهم شرط د تحريک طالبان دغړو وسله غورځول او تاؤ تريخوالی پرېښودل دي او په اوسنيو مذاکراتو کې هم د پاکستان حکومت دا يو مهم شرط اېښودی دی.

خو د شمالي وزيرستان قباېلي ضلعې نه د پاکستان د مرکزي پارليمان یا قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي دې ځل امن مذاکرات او د تېر ځل امن معاهدو کې هغه ته ډېر توپیر ښکاري.

هغه وايي"تېر چې کوم مذاکرات شوي وو نو زما خپل نظر دا دی چې په هغې کې پوځ يا حکومت د طاقت د يو مرکز يا د واکدار په توګه خبرې کولې او طالب په يو کمزوري مقام ؤ. اوس دا ده چې هغه ځان ځانله يو خپل رياست دی او هغه يې په شا باندې ولاړ دی او دی (طالبان)هلته پروت دی. په کابل کې اوس ده ته هغه شان وېره هم نشته. بنيادي خبره دا ده چې مونږ خو دا ټول عمل داسې ګڼو چې اوس رياست دا پرېکړه کړې ده چې زمونږ دا ټوله سيمه يو ځل بيا طالبانو ته حواله کوي. اوس چې وجه يې هر څه ده."

د پاکستان صدر عارف علوي هم څه موده وړاندې وېلي وؤ که د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان دحکومت دامن مذاکرات کامياب شول نو د ټي ټي پي هغه غړي چې په مجرمانه فعالیتونو کې ککړ نه وو، که هغوي وسله وغورځوي او د پاکستان دستور ومني نو هغوي د پاره به د معافۍ اعلان وکړی شي.

خو محسن داوړ وايي هغه ته نه ښکاري چې دغه امن مذاکرات به امن راوړي.

محسن داوړ زياتوي"مذاکرات خو به لا کيږي خو هغوي خو د مخکې نه دا ټوله سيمه نيولې ده. دوي (حکومت) وخت په وخت دا وايي چې هغوي به سره د وسلې نه راځي نو هغوي سره د وسلې راغلي دي او دا ټوله سيمه يې نيولې ده"

د پېښور پوهنتون يو استاد او پوهان پروفېسر ډاکټر جميل احمد دا ګڼي چې تېر ځل د تېرو وختونو د امن معاهدو او اوسنيو د امن مذاکراتو کې ډېر تفريق دی ځکه چې سيمه ايز او علاقايي حالات اوس بدل شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وايي"اوس چې د معاهدو کومې خبرې روانې دي نو دا د پوځ په ملاتړ سره مقامي نماېنده خلک يا مشران کوي. دې کې يې سياسي مشران مينځ ته کړي دي او په افغانستان کې موجود پاکستان کې عمليات کوونکو طالبانو سره د افغانستان د امارت اسلامي د چترۍ لاندې خبرې کيږي"

هغه وایي دې وخت کې حالات دا دي چې امريکه اؤ نیټو د افغانستان نه وتلې ده او دغو قوتونو افغانستان په يو رنګ د پاکستان اسټېبلشمنټ ته تسليم کړی دی. هلته اوس د امارت اسلامي په نوم باندې پاکستان پلوه حکومت دی.

ډاکټر جميل احمد زياته کړه "اوس چې په پاکستان کې د طالبانو د خلکو سره بيا مذاکرات کيږي نو دې نه اوس علاقايي ډلې جوړې شوي. تر څو چې دې ډلو ته بهرنۍ مرسته د هند يا د نورو قوتونو په شکل کې نه وي ترلاسه نو ددې مذاکراتو د کاميابۍ اميد شته"

د پاکستان حکومت او د ټي ټي پي تر مينځه د روانو خبرو اترو نتيجه به امن وي او که تشدد. خو په دې مهال چې دا امن مذاکرات روان دي د پاکستان خېبر پښتونخوا صوبې او په خاصه توګه په قباېلي ضلعو کې هدفي وژنې، تشدد او نورې پېښې هم سبوا شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG