لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د انتخاباتو کولو غوښتنه بيا تکرار کړې


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا په ملک کې د انتخاباتو کولو غوښتنه تکرار کړې ده، دا په داسې حال کې چې تحریک انصاف [پي ټي ايي] په پنجاب صوبه کې پرون ترسره شوو ضمني انتخاباتو کې زياتې څوکې ګټلي دي.

پنجاب کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [17 جولايۍ] په 20 څوکيو ضمني انتخابات ترسره شوي، او د غېر سرکاري غېر ختمي نتيجو ترمخه په 20 څوکيو کې 15 پي ټي ايي او څلور مسلم ليګ ن ګټلي دي يو پکې ازاد امېدوار کامیاب شوی دی.

عمران خان په ټویټر ويلي،

"ماتې يواځې د مسلم ليګ ن غړو نه بلکې پوره حکومتي مشينرۍ خوړلې ده. هغه ويلي د مخکې تلو يواځینۍ لاره سوتره ټاکنې دي چې باوري الېکشن کمېشن يې ترسره کړي".

عمران خان زیاته کړې، "کومه بله لاره به یواځې په سياسي غېر يقيني حالاتو کې اضافه کوي او نور معاشي اړی ګړی به رامنځته کوي".

د عمران خان د ټاکنو غوښتنې ته په سمدستي ډول حکومت ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې چې عمران خان کله هم دغه غوښتنه کړې حکومت ويلي، انتخابات به په خپل وخت کيږي.

د پرونو ضمني انتخاباتو د نتيجو مخې ته راتلو وروسته د پاکستان مسلم ليګ ن مرستیالې مشرې مريم نواز شريف ويلي،

"مسلم ليګ ن ته د زړه نه دغه نتيجې منل پکار دي، د ولس فېصلې ته سر ټيټول پکار دي، په سیاست کې ګټه بايلات وي، زړه غټول پکار دي، چرته چرته چې کمزورۍ دي هغه په ګوته کول د هغې د لرې کولو دپاره محنت پکار دی".

پنجاب کې پرون د صوبايي اسمبلۍ په هغو 20 څوکيو ضمني انتخابات ترسره شوي په کومو څوکيو کامياب شوي امېدواران چې الېکشن کمېشن نااهله ګرځولي وو.

دوی د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي وو خو دوی اوښتي او د پنجاب د وزیراعلا په ټاکنه کې يې د مسلم ليګ ن د وزیراعلا امېدوار شهباز شریف ته راې ورکړې وې.

الېکشن کمېشن بيا په دغه څوکیو د انتخاباتو اعلان کړی او پرون پرې ضمني ټاکنې ترسره شوي دي.

د يادو انتخاباتو نه وړاندې عمران خان او تحریک انصاف ګوند تور لګولی وو چې په پنجاب کې د ضمني انتخاباتو په مهال د درغلۍ تیاریانې شوي دي.

خو د مسلم ليګ ن د رېلوی وزیر خواجه سعد رفيق د انتخاباتو د نتيجو مخې ته راتلو وروسته ويلي، د نتيجو نه ثابته شوه چې رياستي ادارو او حکومت هیڅ درغلي نه ده کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG