لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايا نوي انتخابات د پاکستان د مسئلو حل دی؟ د څېړونکو نظر


په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند مشر مخکنی وزیراعظم عمران خان بيا بيا د نوو انتخاباتو غوښتنه کوي او حکومت وايي د انتخاباتو کولو فېصله به اتحاديان کوي، خو څيړونکي وايي پکار ده چې انتخابات وشي په داسې حال کې چې په ملک کې سیاسي اړی ګړی، ملک د اقتصادي مشکلاتو ښکار دی، انتخابات يې حل دی.

انتخابات

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر مخکني وزیراعظم عمران خان پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [18 جولايۍ] بيا دغه غوښتنه تکرار کړې چې په ملک کې د سياسي بې ثباتۍ يواځينۍ حل سوتره او بې طرفه ټولټاکنې دي.

خو د مسلم ليګ ن او اتحادي ګوندونو شريک حکومت د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، د انتخاباتو کولو فېصله به اتحاديان کوي.

څيړونکي څه وايي؟

د سياسي چارو کار پوهه ډاکټر توصيف احمد خان وايي، دا وخت چې په ملک کې کوم حالات دي، د مسلې حل انتخابات دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "دا خبره ټيک ده چې د عمران خان بيانيه دا وخت په پنجاب کې مقبوله ده او پښتونخوا کې هم مقبوله ده، باوجود د دې چې د پاکستان سپریم کورټ او د ملي امنيت کمېټۍ دغه بيانيه رد کړې ده خو ولس قبوله کړې ده".

نوموړي وويل، "دا وخت د شهباز شريف حکومت د اسلام اباد پورې محدود شوی دی، هغه په بهرنۍ تګلاره کې بدلون نه شي کولی، او د راتلونکي مالي کال پورې د ولس دپاره بل کوم پلان نه شي راوړی چې ګراني راکمه شي، سبسډي نه شي ورکولی".

نوموړي زیاته کړه "ځکه نو غوره دا ده چې انتخابات وشي، که عمران خان راشي د امریکا نه به بخښنه وغواړي، يو ټرن به واخلي، په دې ډول به د هغه بيانيه ختم شي. مسلم ليګ ن له اوس مذاحمتي تحریک ته راتلل پکار دي، د جوړ توړ سياست جمهوري مخونه بدناموي".

د پنجاب انتخابات

په 17 جولايۍ د ملک تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ په 20 څوکيو ضمني انتخابات ترسره شوي او د غېر سرکاري غېر ختمي نتيجو ترمخه په 20 څوکيو کې 15 پي ټي ايي او څلور مسلم ليګ ن ګټلي دي يو پکې ازاد امېدوار کامیاب شوی دی.

عمران خان چې د اپرېل په مياشت کې د بې باروۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی د هغې وخت نه د نوو انتخاباتو غوښتنه کوي او پرون يې بيا دغه غوښتنه تکرار کړې ده.

د ملک اقتصادي حالات

پاکستان کې د ډالر په مقابله کې روپۍ پرون نوره بې قدره شوې او د ونډو بازار هم راټيټ شوی دی.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د غېر يقيني سياسي صورتحال له امله د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر په ريکارډ کچه غورځېدلی او د روپۍ په مقابله کې یو ډالر 215 روپو نه هم سېوا شوی دی. د دې ترڅنګ د پاکستان د ونډو بازار [پاکستان سټاک اېکسچېنج] هم پرون د ګل/دوشنبې په ورځ 750 پواينټونه راټيټ شوی دی.

اقتصاد پوهان وايي که څه هم پاکستان وايي چې نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ورسره د پور د پروګرام بحال کولو ويلي، او پاکستان وايي چې دوست هېوادونه به هم ورسره لاس وکړي، خو څو پورې چې په ملکي کچه سياسي ثبات، اقتصادي ګټوره پاليسۍ نه وي جوړې حالات به هم په دې ډول روان وي او د خرابېدو اندېښنه يې موجوده ده.

د وخت نه مخکې انتخابات

د سياسي چارو کار پوهه ډاکټر توصيف احمد خان وايي، "په دې موجوده حالاتو کې به سياسي بې ثباتي نوره سېوا کيږي ځکه چې په پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی، په پنجاب کې د حکومت په سر لانجې روانې دي، په سيند کې د پيپلز ګوند حکومت دی، ګراني سېوا کيږي د عمران خان بيانيه به سېوا کيږي. انتخابات او ولسي جدوجهد د دغه بيانيې مخنيوی کولی شي".

د عمران خان بيانيه او د حکومت ځواب

عمران خان تور لګولی چې امريکا يې د حکومت پرضد سازش کړی او دلته مخالفه ګوندونه په دغه سازش کې شامل شوي او هغه يې د حکومته لرې کړی دی خو امریکې او د پاکستان اوسني حکومت او پوځ د عمران خان د سازش خبره په کلکه رد کړې ده.

عمران خان په موجوده حکومت د ګرانۍ او په الېکشن کمېشن د طرفدارۍ تورونه لګوي او د پنجاب په ضمني انتخاباتو کې يې په اسټبلشمنټ د مسلم ليګ ن د ملاتړ تورونه لګولي.

خو موجوده د شهباز شريف حکومت د ګرانۍ علتونه په نړيواله منډۍ کې د تېلو ګراني او د عمران خان د حکومت غلطې پاليسیانې بللي، او الېکشن کمېشن د عمران خان د طرفدارۍ تور رد کړی او مسلم ليګ ن ګوند د پنجاب د انتخاباتو وروسته ويلي، د عمران خان په اسټبلشمنټ تورونو سر وخوړو چې د مسلم ليګ ن ملاتړ کوي ځکه چې انتخابات تحریک انصاف وګټل.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG