لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي د بهرني فنډ مقدمه څه ده؟ چې شهباز شریف یې زر د فېصلې غوښتنه کړې


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د ټاکنو د کمېشن [الېکشن کمېشن] نه غوښتنه کړې چې د پاکستان تحريک انصاف [پي ټي ايي] د بهرني فنډ په اړه د اوږدې مودې د ځنډ ښکار فېصله دې زر واوروي.

د پي ټي ايي د بهرني فنډ مقدمه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په جوړونکو غړو کې شامل اکبر اېس بابر چې اوس د دې ګوند غړی نه دی په کال 2014م کې يې الېکشن کمېشن ته خواست کړی وو چې په ګوند کې دننه په پېسو کې غبن (کرپشن) شوی او د بهر نه راتلونکو پېسو کې قوانين غلط کارول شوي دي.

اکبر اېس بابر تور لګولی وو چې پي ټي ايي ته د بهر نه پېسې په غېر قانوني لارو(مني لانډرنګ) راغلي دي.

د اکبر اېس بابر په خبره پي ټي ايي د بهرنيو اف شور کمپنيانو د لارې نزدې 30 لکه ډالره رايو ځای کړي او دا پېسې د غېرقانونه او هنډۍ د لارې پاکستان ته راغوښتل شوي دي.

هغه دا تور هم لګولی وو چې پي ټي ايي ته د بهر هېوادونو نه کومې پېسې راغلي ياد ګوند الېکشن کمېشن ته په جمع کړي کاليز (اډټ) رپوټ کې دا پېسې پټې ساتلي دي.

د تحریک انصاف غبرګون

پي ټي ايي په کال 2019 کې د اکبر اېس بابر د قضيې پرضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی وو چې الېکشن کمېشن دې د ګوند د اکاونټونو پلټنې ودروي، خو عدالت دا خواست بيا الېکشن کمېشن ته لېږلی وو.

له دغې وړاندې د کال 2018 د اپرېل په میاشت کې د الېکشن کمېشن مشر د ډايريکټر جنرل په مشرۍ درې کسيزه کميټي جوړه کړی شوې وه چې پي ټي ايي ته د بهر نه ترلاسه کېدونکو پېسو پلټنې وکړي.

ياد ګوند د پلټنو دپاره په سکروټني کمېټۍ هم اعتراضونه کړي وو خو د هغه وخت د الېکشن کمېشن مشر سردار محمد رضا په مشرۍ بنچ دغه اعتراضونه رد کړي او کمېټۍ ته يې د پلټنو دوامداره ساتلو امر کړی وو.

په 30 ورځو کې د فېصلې اورولو فېصله

دا مقدمه چې روانه وه او د پلټنو کمېټۍ پلټنې پوره کړې د روان کال په 14م اپرېل د اسلام اباد هايکورټ جسټس محسن اختر کیاني په 30 ورځو کې د دې فېصلې اورولو حکم کړی وو خو پي ټي ايي بيا د دغه فېصلې پرضد اپيل کړی او د اسلام اباد هايکورټ جسټس اطهر من الله ویلي وو الېکشن کمېشن يوه اييني اداره ده او په 30 ورځو کې يې د فېصلې اورولو حکم معطل کړی وو.

د شهباز شريف غوښتنه

وزیراعظم شهباز شريف نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [19 جولايۍ ] د يو ټویټ د لارې د الېکشن کمېشن نه غوښتي چې د پي ټي ایي د بهرنيو پېسو په اړه د اوږدې مودې د ځنډ ښکار فېصله واوروي.

هغه تور لګولی چې عمران نياز ته د اوږدې مودې نه ازاده لار ورکړی شوې او د دې باوجود هغه په ملکي ادارو شرمناکه حملې کوي. هغه ورکړی شوې استثنا ملکي ادارو ته زیان رسولی دی.

د عمران خان په الېکشن کمېشن نيوکې

شهباز شريف دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په 17 جولایۍ پي ټي ايي د پنجاب صوبې په ضمني ټاکنو کې په 20 څوکيو کې 15 ګټلي دي او عمران خان بیا د الېکشن کمېشن د مشر نه د استعفا غوښتنه کړې ده.

عمران خان پرون ويلي، د موجوده الېکشن کمېشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ کې سوتره ټاکنې نه شي کېدی، هغه الېکشن کمشنر ته په مخاطب کولو سره ويلي، ته يو جانبداره تن يې او د يو ګوند سره ولاړ يې.

د الېکشن کمېشن ځواب

خو الېکشن کمېشن د عمران خان تورونه رد کړي او ویلي يې دي، دغه تورونه هيڅ حقيقت نه لري او الېکشن کمېشن د ايين او قانون ترمخه خپلې زمه وارۍ پوره کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG