لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ چټک شوې، یوازې روانه میاشت 10 کسان وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې یو بل تنکی ځوان په هدفي وژنه کې وژل شوی چې دې سره په روانه میاشت کې په هدفي توګه د وژل شوؤ کسانو شمیره لسو ته رسیدلې ده.

بل لوري ته تیره اوونۍ د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې په هدفي برید کې وژل شوي د جمعیت اسلام ف ګوند دمشرانو د وژنې پرضد احتجاجی پرلت نن په دریمه ورځ هم دوام لري چې پکې د وژل شوؤ کسانو کورنیو ته دانصاف ورکولو او د هدفي وژنو دمخنوي غوښتنې شوې دي.

پولیس د هدفي وژنې دا تازه پیښه تاییدوي او وایي دا د شپې د میر علي تحصیل په هرمز سیمه کې شوې ده.

د میر علي تاڼې چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل هدفي بیښه کې د عمر په نوم تنکی ځوان په ډزو ویشتل شوی او کورنۍ یې په چا دعویدراري نه ده کړې او د نامالومه کسانو پرضد پولیسو مقدمه درج کړې ده.

ددغه پیښې ذمه واري تر دې مهاله چا پغاړه نه اخستې خو پولیس وایي ددې پیښې پلټنې یې یپل کړې دي .

بل لوري ته د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د جمعیت علماء اسلام ف د وژل شوي مشرانو پرضد نن په دریمه ورځ احتجاجي پرلت دوام لري.

په قبايلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف دوه ځايي مشران قاري سمیع الدین او مولانه نعمان د زیارت په ورځ 14 جولایي میر علي سیمه کې په هدفي بريد کې وژل شوی ؤ.

پرلت کوونکي درې غوښتنې لري وړومبۍ دا چې د وژل شوؤ کسانو په وژنه کې ککړ کسان دې مالوم کړی شي او سزاګانې دی ورکړی شي.

دویمه غوښتنه یې داده چې په علاقه کې باید د هدفي پیښو مخنیوی وشي او امنیت دې ټینګ کړل شي.

دریمه غوښتنه دا کوي چې په علاقه کې په پوځي چیک پوسټونو کې پولیس په ځایې کړل شي.

د جې یو ایي ف د قبایلي ضلعو مرستیال مشر خالد جان داوړ وویل تر اوسه دوئ سره حکومتي چارواکو رابطه نه ده کړې او د دوئ احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ هم روان دی.

هغه وویل په روانه میاشت کې د ګوند دا څلورم تن دی چې په شمالي وزیرستان کې په هدفي برید کې وژل کیږي.

هغه زیاته کړه دا احتجاج به تر هغې روان وي ترڅو چې د دوئ غوښتې نه منل کیږي.

وي او اې ډيوه هڅه کړې چې په سيمه کې د هدفي وژنو په اړوند د ضلعې انتظامیې او د پوليس د لوړ پوړو چارواکو نظر معلوم کړي، خو چارواکو ورته ځواب نه دی ويلی.

په سیمه کې یوې سرچینې وویل مقدمه د ترهګري پرضد پولیسو سره درج کړې شوې ده، پلټنې پیل شوي خو کورنۍ یا ګوند تر اوسه دوی سره په پلټنو کې څه کومک نه دی کړی .

خو په صوبه کې د تحریک انصاف د صوبايي حکومت وزير شوکت علي يوسفزي وي او اې ډيوه ته ويلي پخوانۍ قبايلي سيمې اوس د صوبي برخه جوړه شوې او حکومت ټولې ممکنه هڅې کوي چې هلته امنيت په ځای شي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد په کال 2014م کې عملیات کړي خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته پکې په امنیتي عسکرو بریدونه او د ځایي خلکو د هدفي وژنو پیښې ورځ تر بلې سیوا کیږي.

یوازې روانه میاشت تر مهاله لس کسان په هدفي بریدنو کې وژل شوي دي .

په شمالي وزیرستان کې د يوتهـ اف وزیرستان په نوم تنظيم او دپښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په کال 2014م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملیاتو يو کال وروسته په کال 2015م کې د سيمې خلک چې بيرته ستانه شوي د 2018 پورې ډېرې هدفي وژنې نه کېدې خو له دغې وروسته بيا په سيمه کې د هدفي وژنو لړۍ پېل شوې او دعوه کوي چې تراوسه پورې نزدې 480 کسان په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې دملي جمهوري ګوند فعال رحیم داوړ وایي په هدفي وژنو کې ځايي مشران، سرکاري افسران او سياسي، مدني فعال په هدف کيږي.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پیښې په داسې حال کیږي چې د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو، په 2021 کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي.

په شمالي وزيرستان کې په (دوه توی) علاقه کې کامياب پوځي عمليات شوي او د افغانستان سره په ټوله پوله د پاکستان حکومتي عملداري په ځای کړی شوې ده.


دسيمې پوليس چارواکو بيا وخت په وخت ویلي چې دغلته د وژنو کېدونکې هره پېښه هدفي وژنه نه وي خلک په شخصي دښمنو کې وژنې کوي او بيا ورته د هدفي وژنو نوم ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG