لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو په غوښتنه د قبايلي ضلعو په اړه د سیمې ځوانان «انضمام ختمول به دا سیمه بیا په شا بوځي»


د لاقانونه ګرځول شوې ترهګرې ډلې ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان دحکومت تر مينځ د امن لپاره دخبرو اترو لړۍ روانه ده او د ټي ټي پي د پاکستان حکومت نه يو مهمه غوښتنه دا ده چې د قباېلي سيمو خېبر پښتونخوا کې د انضمام پرېکړه دې بېرته واخستلی شي.

د پاکستان پوځ چې د پنځوس کسيزه جرګې د لارې د افغان طالبانو په مرسته ټي ټي پي سره دغه خبرې اترې يا مذاکرات کوي، پارلېماني کمېټۍ ته په وروستو کې وېلي چې د دې غوښتنې منلو هډو سوال نه پېدا کيږي او چې څه هم کيږي د پاکستان د ایين او دستور د چوکاټ دننه به کيږي.

څېړونکي وایي که ددغه امن مذاکراتو د لارې د ټي ټي پي نورې غوښتنې او مطالبې ومنل شي، سېکيورټي فورسز يا ځواکونه د قباېلي ضلعو نه وځي، د دوي غړي معاف کړی شي، دوي وسله وغورځوي او دوي ایين ومني د فاټا پخواني نظام ته تلل داسې غوښتنه ده چې که چرې دا ومنل شي نو بيا به په ملک کې دوه قانون او دوه نظام پېدا شي.

ددې تر څنګ د قبایلي سيمو خلک دا ګڼي چې دې سره به په قبایلي ضلعو کې يوه مايوسي او د تحفظ نيشتوالی خور شي او داسې حالات به پېدا شي چې قباېلي علاقې به يو ځل بيا د وسېدو پاتې نه شي.

د شمالي وزيرستان نه د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړی او د انساني حقونو فعال عالمزېب محسود په دې اړه څه داسې وايي:

"دا د ټولو لپاره يوه د مايوسۍ خبره ده، دا دتحفظ د نيشتوالي خبره ده چې ټول خلک يې محسوسوي، او د تحفظ نيشتوالی يو داسې بې اطمېناني ده چې زما په اند دې نه به د قباېلي ضلعو ابادي ډېره کمه شي. ابادي به داسې کمه شي چې خلک به کډوال شي او يو خوا بل خوا به لاړ شي. د خلکو ژوند به ډېر ګران او ناممکن شي او دوي به هغه ځای پرېږدي. دا وېره په خلکو کې ډېره سېوا ده"

خو څه قباېلي ځوانان وايي دوي اوس هم د پاکستان په حکومت باور لري. دوي دا يقين لري چې د پاکستان حکومت به د ایيني او قانوني برابرۍ دغه عمل په شا نه بوځي او که چرې داسې وشو نو دوي به د دې مخالفت کوي.

د قبایلي ځوانانو د يو غېر دولتي تنظيم قباېل يوتهـ جرګه مشر او فعال عمر وزير په دې اړه وايي"د فاټا انضمام که په شا ځي نو مونږ به يې مخالفت کوو. اواز به وچتوو او دا غوښتنه به کوو چې ولې په نور ملک کې يو ځان ته نظام دی او د قباېلي ضلعو خلکو لپاره يو بېل نظام تاسو ولې غواړئ او دا خلک يو ځل بيا تاسو ولې د وکيل او دليل د حق نه محروم کوئ"

خو قانون پوهان فرهاد اپريدي وايي قباېلي علاقو کې پارليمان کې د ایيني ترميم د لارې دغه قانوني اصلاحات شوي دي. که دغه اییني عمل بېرته اخستل کيږي نو دا به هم د پارلېمان د لارې کيږي. ددې بغېر که څه هم کيږي دا به چاته هم دمنلو نه وي.

هغه وايي"د پاکستان په ایين کې چې د ۲۵م ترميم په شکل کې کوم بدلون راغلی دی او د هغې د لارې دا سيمې ضم شوې دي که تاسو دا په شا کوئ نو دې لپاره به ۲۵ ترميم بیرته اخستی کيږي. دې لپاره به د پاکستان په پارلېمان کې په دریوؤ کې دوه برخې اکثريت پکار وي. که ددې لارې نه پرته څه لاره خپليږي نو هغه نه د پاکستان عدالت مني، نه يې د پاکستان ایين مني او نه يې ولس قبلوي"

فرهاد اېډوکېټ زياتوي"که بيا په روغو جوړو او يوې ډلې يا د طالبانو سره په ناسته او خبرو دغه شان غوښتنې پوره کيږي نو بيا به د قباېلي سيمو د اولس غږ چرته پاتې کيږي"

د پاکستان رياست که د ټي ټي پي غوندې جنګيالۍ ډلې په وسله غورځولو او د اوږدې مودې ډز بندۍ سره ددې تنظيم تحليل کول او دا په سياسي توګه مينځني بهير يا مېن سټريم ته راوستل غواړي قانون پوهان او مدني ټولنې اوس هم وېرې څرګندوي چې دا باوري کول به ډېر ګران وي چې دغه ياد تنظيم به دومره په اسانه تشدد نه لاس واخلي او د ټوپک په زور به د حکومت کولو اراده پرېږدي.

دڅېړونکو په وینا د قباېلي ضلعو دانضمام ختمولو خواهش شاته هم دغه وجه ښکاري چې اوس هم ټي ټي پي په رياست کې دننه يو بېله علاقه، يو بېل رياست او د يو بېل نظام د لارې ژوند کول غواړي

XS
SM
MD
LG