لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان معاشي ستونزې سياسي استحکام غواړي، اتحادي حکومت د مودې پوره کولو ويلي


پاکستان د موجوده حکومتي اتحادي ګوندونو مشرانو پرېکړه کړې چې حکومت به خپله اييني موده پوره کوي، دا پرېکړه د عمران خان د تازه هغه غوښتنې وروسته شوې چې عمران خان په ملک کې د انتخاباتو کولو غوښتنه بيا تکرار کړې ده.

څيړونکي وايي، د پاکستان دا وخت تر ټولو غټه مسله معاشي ستونزې دي او د دې مسلې حل سیاسي ثبات دی او که سياسي بې ثباتي راځي نو دا مسله به نوره هم سېوا کيږي.

پرون په لاهور کې د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ [پي ډي اېم] مشرانو ليدلي او د غونډې وروسته د رېلوی وزیر سعد رفيق ويلي، مرکزي حکومت به خپله اييني موده پوره کوي او د ملک د ښه والي کارونه به کوي.

پي ډي اېم د عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونو جوړ اتحاد دی، عمران خان يې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی او اتحادي حکومت يې جوړ کړی دی.

د وزیراعظم شهباز شريف او د پي ډي اېم د نورو مشرانو دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې په 17 جولايۍ پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ په 20 څوکيو ضمني انتخابات شوي او 15 څوکۍ پکې پاکستان تحريک انصاف ګوند ګټلي دي.

د دغو څوکيو ګټلو وروسته د تحريک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان په ملک کې د نوو انتخاباتو غوښتنه تکرار کړې ده.

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتود څانګې استاز شانواز مشال وايي، پاکستان په معاشي ستونزو کې ښکېل دی سياسي ثبات غواړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، هغه نه ګڼي چې د وخت نه وړاندې انتخابات به مسلې حل کړي يا به سياسي استحکام راولي.

نوموړي زياته کړه، هغه ګڼي چې دا موجوده حکومت دې خپل وخت پوره کړي ځکه چې ګرانې فېصلې دې اوسني مرکزي حکومت کړي دي د دې ګټې ترلاسه کول به وخت اخلي.

هغه وويل که چرته د وخت نه وړاندې الېکشن ته تګ کيږي نو مرکزي حکومت به هم هغه شان فېصلې کوي چې انتخابي ګټې ترې ترلاسه کړي، کومه فېصله چې عمران خان د بې باورۍ د تحریک نه وړاندې کړې وه او د ايي اېم اېف د معاهدې پرضد يې تېل ارزان کړي او بيا ستونزه جوړه شوې وه.

د مشال په خبره هغه ګڼي چې دا موجوده حکومت که خپله موده پوره کړي په دې کې به ګټه وي.

سعد رفيق پرون ويلي، د پنجاب ضمني ټاکنې د مقبوليت پېمانه نه ده، د هغه په وېنا ځکه چې په دغو 20 څوکيو کې مسلم ليګ ن د کال 2018م په عامو انتخاباتو کې يو سيټ نه وو ګټلی، اوس یې د اتحاديانو سره پينځه څوکۍ ترلاسه کړې، دا د مسلم ليګ ن ګټه ده.

د پي ډي اېم د غونډې او پرېکړو وروسته د پاکستان تحریک انصاف یو مشر فواد چودري ویلي، په ملک کې د انتخاباتو اعلان وشي پاکستان دې د بحران څخه ويستلو موقع ورکړی شي که د ملک يرغمال کولو هڅه وشوه نو فېصله به بيا عمران خان کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG