لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: زيارت کې د 9 ترهګرو د وژلو دعوه، اختر مېنګل د وژل شوو د عدالتي پلټنې غوښتنه کړې


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د يو پوځي افسر د تښتولو وروسته په ترسره شوو عملياتو کې د نهه ترهګرو د وژلو دعوه شوې خو د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر د وزيراعظم نه غوښتنه کړې چې د دغه پېښې دې عدالتي پلټنې وشي.

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير میر ضيا لانګو تيره شپه [په 19 جولايۍ] کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته وويل، په 12 جولايۍ چې کرنل لايق او د هغه يو خپلوان عمر جاوېد چې د زيارت نه کوټې په لار وو او تښتول شوي وو، د دغه پېښې وروسته په ترسره شوو عملياتو کې نهه ترهګر وژل شوي دي.

هغه وويل، په وژل شوو کې د پینځه کسانو پېژندګليو شمس ساتکزۍ، اينجینير ظهیر، شهزاد احمد، مختيار بلوڅ او سليم کريم بخش په نومونو شوې او د څلورو پېژندګليو لا نه ده شوې.

د يادو پينځه کسانو په وژنه په ټولنيزو رسنیو پوښتنې راولاړې شوي چې دغه کسان د وړاندې نه بې درکه او د رياستي ادارو په بند کې وو.

په ټولنيزو رسنيو دعوې شوي چې دغه وژل شوي کسان د کال 2017 نه تر 2022 پورې بې درکه کړی شوي وو.

او د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اختر جان مېنګل چې د مرکزي حکومت سره په اتحاد کې دی، پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [19 جولايي] يې د وزيراعظم شهباز شريف نه غوښتنه کړې چې په زيارت کې کوم نهه کسان وژل شوي په دوی کې پينځه د وړاندې نه ګرفتار وو، د دوی د وژنې دې عدالتي پلټنې وشي او د سپريم کورټ جج جسټس فایز عيسی دې دا پلټنې وکړي.

دغه خبره جرنلسټ حامد مير په خپل ټي وي پروګرام کې کړې او اختر جان مېنګل د حامد مير د دغه خبرې ویډيو بيا ټويټ کړې هم ده.

بل لور ته ضيا لانګو وويل، د بي اېل اې په نوم يوه ترهګره ډله عمليات کوي او چې د دوی پرضد بيا عمليات کوي نو بيا ځینې سیاسي ګوندونه په دغو عملیاتو سياست کوي.

هغه زیاته کړه، د پوځي افسر د تښتولو پرضد په غټه کچه عمليات شوي او يو پوځي افسر پکې ژوند د لاسه ورکړی دی، هغه وويل، څو پورې چې د بې درکه کسان معامله ده نو بې درکه کسان چې د رياستي ادارو سره وي يا دوی ورته رسايي لري دوی به د خپلوانو سره مرسته کوي.

هغه وويل وړاندې هم چې په کراچۍ سټاک اېکسچېنج، پي سي ګوادر بريد، او نوشکي پنجګور په پېښو کې چې دغه ډول خلک وژل شوي او پېژنګلو يې شوې وروسته بيا د دوی نومونه د وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز [د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي تنظيم] په لسټونو کې شامل وي.

هغه زياته کړه ځينې خلک د ترهګرۍ دپاره بهر تللي هغه هم بې درکه ګڼل کيږي او ځينې به په حقيقت کې هم بې درکه وي په دوی کې فرق پکار دی.

د نوموړي نه په خبري غونډه کې پوښتنه شوې چې د وژل شوو پينځه کسانو خپلوانو د وړاندې نه داسې تورونه لګولي چې دغه کسان بې درکه وو؟ په ځواب کې لانګو وويل، پکار ده چې د حکومت سره د ترهګرو پرضد عملیاتو کې مرسته وشي، او د دغه لارې ترهګري ختمېدی شي.

په 14 جولايۍ د پاکستان پوځ ويلي وو، د 12 او 13 جولايۍ په مینځنۍ شپه کې د 10 نه تر 12 پورې ترهګرو لفټننټ کرنل لايق بېګ مرزا چې د کوټې په ډي اېچ اې کې په ډيوټۍ وو او د هغه خپلوان عمر جاوېد د زيارت نه کوټې ته په لار وو او د ورچوم په علاقه کې تښتول شوي وو.

بلوڅ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

پوځ بيا ويلي وو د پېښې وروسته د 13 او 14 جولايۍ په مينځنۍ شپه کې د پوځي افسر او خپلوان د خلاصولو دپاره عمليات پېل کړی شوي چې پکې د پوځ ځانګړې دستې [اېس اېس جي] او هيلي کاپټرو هم برخه اخستې وه، او د پوځ په وېنا چې کله ترهګر د مانګي ډېم سره معلوم کړل شو هلته د ترهګرو د پوځ سره نښته وشوه.

د پوځ ترمخه د نښتې په مهال ترهګرو لفټننټ کرنل لايق بېګ مرزا ووژلو، او دوه ترهګر هم وژل شوي وو خو پاتې ترهګر د عمرجاوېد تښتولو او د موقعې څخه په وتلو کې کامياب شوي وو.

پوځ بيا د ترهګرو پرضد دعملیاتو او لټون عملیاتو دوامداره ساتلو ويلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG