لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني روپۍ مقابله کې د ډالر نرخ 225 روپو ته ختلی دی


انټربینک مارکیټ کې دپاکستاني روپۍ د ارزښت غورځېدو لړۍ دوام لري او د روپۍ په مقابله کې یو ډالر 225 روپو ته ختلی دی.

دا تاریخ کې وړومبی ځل دی چې دپاکستاني روپۍ مقابله کې ډالر دومره په بره تللی دی ،د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل د روپۍ په ارزښت کې د ریکارډ کمي علت سیاسي بې ثباتي بللې ده-

په اسلام اباد کې د مطیوعاتو سره خبرو کې د خزانې وزیر وویل د روپې په ارزښت کې کمی پکار نه ؤ، خو په راتلونکو ورځو کې دسیاسې وضعیت ښه کیدو په نتیجه کې روپۍ پیاوړې کیدای شي-

هغه یوځل بیا دا خبره تکرار کړې چې وفاقي حکومت به خپله اییني موده پوره کوي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د وخت څخه وړاندې ټاکنو د غوښتلو دپاره یې د پراخو احتجاجونو مشري کوله، خپله غوښتنه یې وروسته له هغه بیا تکرارکړې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجاب برې ترلاسه کړې-

البته تیره ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ شوې د ایتلافې ګوندونو په غونډه کې د عمران خان دغه غوښتنې رد کړی شوي-

د ریلوی مرکزي وزير خواجه سعد رفيق د غونډې وروسته يوې خبري غونډې ته ويلي دا حکومت به خپله آیيني موده پوره کوي او دا چې دا وخت د انتخاباتو په اړه باید له هځو څخه ډډه وشي.

د واکمن اتحاد لخوا د ټاکنو نه کولو له اعلان وروسته امکان څرګندیږي چې عمران خان یو ځل بیا سړکونو ته راوتلی شي چې د هیواد سیاسي بحران ته وده ورکولی شي. په داسې حالاتو کې څیړونکي د پاکستان اقتصاد ته د نور هم زیان رسید ویره لري-

ستر جرنالسټ مظهر عباس په دې اړه واېې که چرې حکومت د ټاکنو پریکړه ونه کړه نو ګراني او ډالر نه شي کنټرولولی او دغه رنګه حالات نور هم خرابیدلی شي-

د پاکستاني روپۍ د وروستي تاریخي ارزښت په اړه پاکستان سټیټ بانک (SBP) دعوې کړې چې د 2021 کال د دسمبر راهسې د تبادلې اصلي ارزښت یوازې 3فیصدي کم شوی دی-

بل اړخ ته موډیز انویسټرس سرویس تیره میاشت د پاکستان کچه منفي ته ښکته کړې ده-

پاکستان ایتلافې حکومت تیره اوونۍ د نړیوال مالیاتې فنډ ایي ایم ایف سره د ۱.۷ بلیونه ډالر پور ترلاسه کولو لوظنامه سر ته رسولې او تمه لري چې د IMF سره د خپل بیل آوټ پیکج د منظورۍ وروسته پاکستان د پاره د ملګرو هیوادونو څخه هم د شاوخوا ۴ اربه ډالرو پور ترلاسه کولو ته لاره سمیدلی شي-

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG