لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاسپورټونو نړیواله درجه بندۍ کې دپاکستان پاسپورټ دنړۍ کمزوری ترین پاسپورټ ګرځول شوی دی


هنلې پاسپورټ انډیکس د کال 2022 په خپله نوې درجه بندۍ کې د پاکستان پاسپورټ يو ځل بیا د نړۍ کمزوری ترین پاسپورټ ګرځولی دی.

هنلې انډیکس يو کال مخکې هم د پاکستان پاسپورټ د نړې څلورم بدترین پاسپورټ ګرځولی ؤ خو له دې راپدېخوا پاکستان په خپله درجه بندۍ کې هېڅ بدلون نه دی رأوستی.

د نوې درجه بندۍ ترمخه ډ پاکستان پاسپورټ لرونکي يوازې د نړې 32 هیوادونو ته لاس رسی لري.

د پاکستان حکومت ددې نوې درجه بندۍ په اړه خپل عکس العمل نه دی ښودلی خو د نړیوالو چارو څېړونکي وايي د پاکستان د پاسپورټ دا نوې درجه بندي د هېواد د اقتصادي ،سیاسي او د ترهګرۍ ضد د دوه مخيزه تګلارو عکاسي کوي.

دا پرله پسې درېم کال دی چې د پاکستان پاسپورټ ته په نړۍ کې د څلورم بدترین پاسپورټ درجه ورکړی شوې ده.

د کال 2022م لپاره د هنلې په پاسپورټ انډېکس کې ویل شوي چې په دې نوملړ کې شامل يوازې د شخړو او جنګونو ښکأر شأم، عراق او افغانستان د پاکستان څخه لاندې دي.

هنلې انډېکس هرکال د نړې د ټولو 199 هېوادونو د پاسپورټونو درجه بندي په دې اساس کوي چې د يو هېواد پاسپورټ لرونکي بغېر د وېزې څومره هیوادونو ته رسايي لري یا تللی شي.

هنلې انډېکس وايي دا درجه بندي د نړیوال ټرانسپورټ اتحاديې په ډېټا اړه لري څؤک چې د نړې تر ټولو لويي ډېټا بېس ساتي.

د پاکستان حکومت د پاسپورټ دې نوې درجه بندۍ ته کوم عکس العمل نه دې ښودلی خو پخوانی سفير اصف دراني ډيوه سره خبرو کې ددې نوې درجه بندۍ په اساس د پاکستان پاسپورټ ته د نړې د څلورم بدترین پاسپورټ د درجې ورکولو بېلا بېل علتونه ښايي.

هغه وايي په دې کې يو علت په امریکا د 9/11 د ترهګریزو بریدونو وروسته د هغه سفري لارښوونو اجرا ده کومه چې امریکا او يورپي هېوادونه وخت په وخت جارى کوي او بل علت ې اقتصادي دی.

نوموړی وايي د پاکستان برآمدات کم او برآمدات زيات دي او ددې له کبله پاکستان د تجارتي عدم توازن سره مخ کېږي.

نوموړي وويل کله چې پاکستان د شوروي اتحاد خلاف جګړه کې د امریکا ملګری ؤ نو د غرب نازولی و خو چې کله روسیې په افغانستان کې ماتې وخوړه نو دپاکستان انځور خراب شوی "مطلب دا چې دا هرڅه د پرسپشن په بنياد کېږي"

هنلې پاسپورټ انډېکس په دې نوې درجه بندۍ کې دپاکستان پاسپورټ په داسې حال کې د نړۍ بدترین پاسپورټ ګرځولی چې پاکستان د کلونو راهسې د سياسي عدم استحکام، اقتصادي بدحالې او د ترهګرۍ د ناسور سره مخامخ دی.

د پېښور پوهنتون د ژورنالزم د څانګې استاد او څېړونکی سيد عرفان اشرف ډيوه ته وايي د پاکستان د پاسپورټ بدترینه درجه بندي د هېواد د کورنۍ او بهرنۍ تګلارو هنداره ده.

وايي اصل وجه د پاکستان تګلارې دي په ده باندې د نړۍ د ټولو هېوادونو بې اعتباري ده.

دښاغلي اشرف په وینا د پاکستان حکومت خبلې تګلارې نه بدلوي او ځکه د پاکستان خلک د نړۍ په هر هوایي میدان ځورول کېږي او تر دې چې په بهرنیو ملکونو کې دپاکستاني وګړو درې درې وارې تلاشي اخستل کیږي.

نوموړی وایي د پاکستان د پاسپورټ دا درجه بندي د هغه بې اعتبارۍ علامت دی چې د نړۍ نور هېوادونه یې د پاکستان په اړه لري.

د کال 2022م د هنلې پاسپورټ انډېکس په درجه بندۍ کې د ټولو د سر پوزيشن د جاپان پاسپورټ ته ورکړی شوی دی.

د جاپان پاسپورټ لرونکي د نړې 193 هیوادونو ته رسايي لري او ددې نه وروسته سنګا پور او جنوبي کوریا د پاسپورټ لرونکي د نړۍ 192 مقاماتو ته لاس رسی لري.

خو ددې برعکس د افغانستان پاسپورټ لرونکي يوازې 27 ملکونو ته تګ کولی شې.

تر څو چې د پاکستان د ګاونډي هېواد بنګله دېش تعلق دی نو د هنلې د پاسپورټ انډېکس د درجه بندۍ ترمخه ددغه هېواد پاسپورټ په نړيواله درجه بندۍ کې په 104 پوزبشن دی او ددغه هيواد پاسپورټ لرونکي د پاکستان څخه پينځو زياتو ځابونو ته لاس رسی لري.

د بنګله دېش لاس رسی 41 هېوادونوته دی او د پاکستان پاسپورټ لرونکي يوازې 32 هیوادونو ته لاس رسی لري.

د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حيدر ډيوه ته وايي ترڅو چې پاکستان په خپله خاوره د قانون بشپړه عمل داري نه وي پرځاې کړي او د هېواد د اوسېدونکو سمه شمېره يې ثبت کړې نه وي نو د پاکستان د پاسپورټ درجه بندي به هم دغسې بدتره وي.

XS
SM
MD
LG