لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره غازي خان: امریکايي سیلانۍ ښځې سره د جنسي تېري په تور دوه تنه نيول شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان سيمه کې د امریکايي سېلانۍ ښځې سره د مبينه جنسي تيري کولو په تور دوه نيول شوي او پولیس پرې جسماني/ بدني ریمانډ ترلاسه کړی دی.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو په وېنا دا پېښه د 17 او 18 جولايۍ په مينځنۍ شپه کې د ډېره غازي خان د سېلګرۍ په ځای [منرو فورټ] کې مخې ته راغلې ده.

د وي او اې اردو د رپورټ ترمخه امريکايي ښځې [اربيلا اپري] چې د جنسي تېري کومه مقدمه درج کړې پکې د مزمل او د هغه د ملګري ازان کهوسه نوم ياد کړی شوي دي.

امريکايي ښځې ويلي هغه د مزمل سره د ډېره غازي خان د سېلګرۍ ځای منرو فورټ ته راغلې او دوی هلته په هوټل کې پاتې شوي وو.

په مقدمه کې امریکايي ښځې تور لګولی چې مزمل او ملګري يې د هغې سره جنسي تېری کړی او د هغې ويډيو يې هم جوړوله او هغې ته یې دهړکه ورکړې چې دغه ویډيو به يې په ټولنيزو رسنیو خپره کړې.

په مقدمه کې ويل شوي امريکايي ښځې ويلي چې تورنو کسانو ورته په ټيليفون هم دړکې ورکولې.

پاکستان کې په ټولنيزو رسنیو د يادې پېښې په اړه ټويټس شوي او ځینې کسانو دغه پېښه غندلې هم ده.

د بي بي سي د خبر ترمخه امریکايي ښځه لاهور ته د يو ملګري په وېنا واده له راغلې او بيا د سېلګرۍ په موبايل اېپ د ډېره غازي خان د تن سره د منرو فورټ سېل له راغلې وه او د دغه پېښې حال بيا د لاهور باسل خان نومې تن چې امریکايي ښځه یې راغوښتې وه، هغه دغه حال ويلی او پوليس يې پرې خبر کړي دي.

د وي او اې په خبرو کې ويل شوي د پنجاب وزیر اعلا په ټولنیزو رسنيو د پېښې د خبر مخې ته راتلو وروسته نوټس اخستی او پوليس ته يې لارښوونه کړې چې په پېښه کې ککړ کسان ونيول شي او ښځې ته انصاف ورکړی شي.

د ډېره غازي خان پوليسو ويلي، تورن کسان نيول شوي، ځايي عدالت ته وړاندې کړی شوي او نور پلټنې روانې دي.

پولیسو ويلي تورنو کسانو منلې چې د امريکايي ښځې سره يې د هغې په خوښه جنسي عمل ترسره کړی دی او د ښځې د طبي معاينې دپاره نمونې روغتون ته لېږل شوي دي.

د پوليسو په وېنا مزمل شهزاد چې امریکايي ښځې پرې تور لګولی دی، هغه په خپل بيان کې ويلي چې د سېلانيانو ګاييډ يا لارښود دی او د مختلفو ملکونو سېلانيانو ورسره د اېپ د لارې رابطې کوي.

هغه دا هم ويلي چې دغه امريکايي ښځه له دغې وړاندې دوه ځله ډېره غازي خان او نورو ځايونو ته راغلې وه.

مزمل دعوه کړې چې هغه او ملګري يې ازان کهوسه د امریکايي ښځې سره په زور زبردستۍ هيڅ نه دي کړي څه چې شوي د امریکايي ښځې په خوښه شوي دي.

پوليسو ويلي امریکايي ښځه د لاهور والا ملګري سره بيرته لېږل شوې او د پېښې پلټنې رواني دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG