لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رایې د پرویز الهي زیاتې خو وزیراعلا حمزه شهباز منتخب، د پنجاب د اقتدار جګړه بیا عدالت ته ورسېده


دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې داقتدار جګړه یو وارې بیا وروسته له هغې عدالت ته رسیدلې چې دجمعې په ماسخوتن دپاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ(ق) کوند شریک امیدوار چوهدري پرویز الهي دخپل مخالف کاندید حمزه شهباز د179 ووټونو په مقابله کې 186ووټونه واخستل خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر دمسلم لیګ(ق) ګوند دغړو 10 رایې ناچله وګرځولې اؤ د وزیراعلا په توګه یې دحمزه شهباز دکامیابۍ اعلان وکړو.

دپنجاب صوبې د وزیراعلا په څوکۍ دپرویز الهي ګټه هغه وخت په تاوان کې بدله شوه چې کله مسلم لیګ(ق) ګوند مشر چوهدري شجاعت حسین دخپل ورور چوهدري پرویز الهي دملاتړ نه لاس راښکلو اؤ دخپل ګوند لسو دپارلیمان غړو ته یې دیو خط دلارې لارښوونه وکړه چې خپلې رایې به حمزه شهباز ته ورکوي.

خو دچوهدري شجاعت دلارښوونې باوجود دهغه دګوند غړو خپلې رایې چوهدري پرویز الهي ته ورکړې.

په مرکز کې دحکومت دایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري دپنجاب صوبې داعلا وزیر دټاکنې نه یوه ورځ وړاندې چوهدري شجاعت حسین سره دپینځوؤ ساعتو یوه اوږده لیدنه کړې وه اؤ هغه نه یې دحکومتي ګوند دکاندید حمزه شهباز لپاره سیاسي ملاتړ غوښتی ؤ.

دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر دوست محمد مزاري په مشرۍ کې چې کله داسمبلۍ په غونډه کې د وزیراعلا دانتخاب لپاره د اچول شوؤ رایو شمیرنه وشوه نو د واکمن ګوند امیدوار حمزه شهباز 179 رایې ترلاسه کړې وې اؤ دپي ټي ایي اؤ مسلم لیګ(ق) امیدوار چوهدري پرویز الهي ته 186 ووټونه لویدلي وؤ.

د رایو له شمیرلو وروسته ډپټي اسپیکر دوست محمد مزاري اعلان وکړو چې هغه ته دمسلم لیګ (ق) ګوند دمشر چوهدري شجاعت لخوا یو لیک رسیدلی چې په دغه لیک کې هغه دخپل ګوند غړي پرویز الهي ته له رایو اچولو منعې کړې دي خو هغوئ بیا هم دګوند دمشر دلارښوونې برعکس پرویز الهي ته رایې ورکړې دي .

ډپټي اسپیکر وویل دسپریم کورټ دحکم په اساس دمسلم لیګ(ق) د لسو واړو غړو رایې په شمیر کې نه راولي اؤ دغسې یې حمزه شهباز دپنجاب د وزیراعلا په توګه بریالی اعلان کړو.

خو په دغه موقعه دتحریک انصاف ګوند غړي راجه بشارت داسپیکر پرېکړه غیر اییني وبلله اؤ دریځ یې خپل کړو چې دایین له مخې کوم امیدوار ته د رایې اچولو وینا دګوند پارلیماني پارټي کوي اؤ دګوند مشر ته دا واک نه وي ترلاسه .

خو ډپټي اسپیکر دوست محمد مزاري دسپریم کورټ یو تیر حکم پارلیمان ته واورولو اؤ وئ ویل هغه دمسلم لیګ(ق) دغړو رایې دسپریم کورټ دحکم په اساس باطلې ګرځوي.

تر دې وړاندې سپریم کورټ دپاکستان دصدر په ریفرنس دایین د 63 ای مادې دتشریح په ترڅ کې پرېکړه کړې وه چې دګوند نه د اوښتي یا منحرف غړي رایې به په شمیر کې نه راوستل کیږي چې ددغه پرېکړې په اساس دتحریک انصاف نه داوښتو 25 دصوبایي اسمبلۍ دغړو غړیتوب ختم کړل شوی ؤ .

د حمزه شهباز دکامیابۍ داعلان سره سم پاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ (ق) ګوند په ټول هیواد کې احتجاجونه کړي دي اؤ هم یې دډپټي اسپیکر دپرېکړې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې ده.

دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند‌ په پلویانو دکورونو نه د راوتلو اؤ داحتجاج کولو غږ کړی اؤ تور یې لګولی دی چې اصف علي زرداري هر الیکشن کې دغلا دپیسو په خرچ کولو جمهوریت په بیعه اخلي.

دقام په نوم خپله یوه وینا کې عمران خان ویلي هغه ته داسې اطلاعات رسیدلي وؤ چې اصف زرداري دپیسو لګولو لپاره راروان دی اؤ وایي که چرې زرداري د ولس سره مخ شي نو خلک به یې په سخا هګیو وولي.

خو دپیپلز ګوند مشرانو اؤ پخپله اصف علي زرداري دپیسو د ورکړې تورونه په سختۍ سره رد کړي دي.

اصف علي زرداري پخپل یو بیان کې ویلي هغه جمهوري بنده دی اؤ په جمهوریت باور لري.

دپیپلز ګوند مشر اؤ داصف علي زرداري زوئ بلاول بوټو زرداري ټویټ کړی دی چې" یو زرداري پر ټولو دروند دی"

ټاکل شوې ده چې نوی ټاکل شوی وزیراعلا حمزه شهباز نن دخالي په سهار دخپل منصب لوړه کوي خو د وزیراعلا په توګه دهغه ټاکنې په سوشل میډیا هم تاوده بحثونه راپارولي دي اؤ په بحثونو کې دپاکستان عدلیې ته دملامتې ګوته نیول کیږي چې تیرو وختونو کې یې دتحریک انصاف ګوند په ګټه داسې غیراییني پریکړې کړي چې دپنجاب اسمبلۍ اوسنۍ پرېکړه هم دهغې زیږنده ده .

څېړونکي وایي سپریم کورټ خو به یا اوس دخپلې تیرې پریکړې پرضد ودریږي اؤ یا به بیا دتحریک انصاف په څېر دمسلم لیګ(نواز) ګوند لپاره هم دانصاف یو شان معیار خپلوي اؤ دمسلم لیګ(ق) دلسو غړو داسمبلۍ رایې به باطلې ګرځوي چې په نتیجه کې به یې دغه لس واړه غړي خپل داسمبلۍ غړیتوب دلاسه ورکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG