لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سوشل مېډیا د حمزه شهباز په ټاکنه د نیوکو ترڅنګ عمران خان ته هم د هغه تېروتنې وریادې کړل شوې دي


دپاکستان دغټې صوبې پنجاب د وزیراعلا په انتخاب سوشل میډیا کې تاوده بحثونه پیل شوي دي اؤ د زیاتو رایو په مقابله کې دکمو رایو په ترلاسه کولو دحمزه شهباز په وزیراعلا ټاکل کیدو که چرته جمهوریت خوښو خلکو ټکونه کړي نو هلته ددې عمل دپیل پړه په پخواني وزیراعظم عمران خان اچول شوې ده .

ګڼ شمیر خبریالانو، سیاسي اؤ مدني فعالینو بیا دعدلیې دتیر وخت په پرېکړو هم نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي که چرې عدلیې په تیرو وختونو کې بې پلوه فیصلې صادر کړې وې نو نن به هیواد دسیاسي ناقرارۍ سره نه مخ کیدلو.

دا په داسې حال کې ده چې دجمعې په ماسخوتن دپنجاب صوبې د اعلا وزارت لپاره دپاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ(ق) کوند شریک امیدوار چوهدري پرویز الهي دخپل مخالف کاندید حمزه شهباز د179 ووټونو په مقابله کې 186ووټونه اخستي خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر دمسلم لیګ(ق) ګوند دغړو 10 رایې ناچله ګرځولي اؤ د وزیراعلا په توګه یې دحمزه شهباز دکامیابۍ اعلان کړی دی.

دپنجاب صوبې د وزیراعلا په څوکۍ دپرویز الهي ګټه هغه وخت په تاوان کې بدله شوه چې کله مسلم لیګ(ق) ګوند مشر چوهدري شجاعت حسین دخپل ورور چوهدري پرویز الهي دملاتړ نه لاس راښکلو اؤ دخپل ګوند لسو دپارلیمان غړو ته یې دیو خط دلارې لارښوونه وکړه چې خپلې رایې به حمزه شهباز ته ورکوي.

خو دچوهدري شجاعت دلارښوونې باوجود دهغه دګوند غړو خپلې رایې چوهدري پرویز الهي ته ورکړې.

د حمزه شهباز د وزیراعلا ټاکل کیدو نه وروسته دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپلو پلویانو داحتجاج غږ کړی دی اؤ ویلي یې دي په پنجاب اسمبلۍ کې چې څه وشول هغه پرې حیران دی.

خو د ریلوی مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق په ټویټر دعمران خان ددې خبرې جواب کې لیکلي کله چې په سینیټ کې اکثریت په اقلیت کې بدل کړی شوی ؤ اؤ قامي اسمبلۍ کې ایین پامال کړی شوی ؤ هغه وخت ستا حیرانتیا اؤ‌ غیرت چرته اوده شوي وؤ؟

د حمزه شهباز دکامیابۍ داعلان سره سم پاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ (ق) ګوند په ټول هیواد کې احتجاجونه کړي دي اؤ هم یې دډپټي اسپیکر دپرېکړې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې ده.

خو خبریال شاهزیب خانزاده وایي درې نیمې میاشتې وړاندې تحریک انصاف همدا ویل چې دپارلیمان کارروایۍ کې دلاسوهنې واک سپریم کورټ نه لري،د ډپټي اسپیکر قاسم سوري د رولنګ رد کولو واک نه لري اؤ نن هم هغه تحریک انصاف سپریم کورټ نه دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر د رولنګ رد کولو غوښتنه کوي

په مرکز کې دحکومت دایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري دپنجاب صوبې داعلا وزیر دټاکنې نه یوه ورځ وړاندې چوهدري شجاعت حسین سره دپینځوؤ ساعتو یوه اوږده لیدنه کړې وه اؤ هغه نه یې دحکومتي ګوند دکاندید حمزه شهباز لپاره سیاسي ملاتړ غوښتی ؤ.

کله چې حمزه شهباز دپنجاب صوبې وزیراعلا غوره شو نو د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په ټویټر ولیکل "یو زرداري پرټولو وزن لري"

خو خبریال محمود جان بابر بیا دتیرو وختونو دپاکستاني سیاستدانانو کړنې په ټویټر په دې ټکو یادې کړې دي یوه ورځ وه چې عمران خان اؤ اصف زرداري په ګډه دسینیټ دچیرمن ټاکنه کې میرحاصل بزنجو راپرځولی ؤ اؤ صاق سنجراني باندې یې ګټلې وه ، حالانکې بزنجو صیب پوره اکثریت هم په لاس کې لرلو ، نن هم هغه عمران اؤ زرداري یو بل ته مقابله کې ولاړ دي ، دواړه په دې بې اصولۍ کې شریک وؤ

خبریال عادل شاهزیب وایي اکثریت دپرویز الهي سره دی ،اییني اؤ جمهوري تقاضه ده چې باید هم هغه وزیراعلا جوړ شي ، هره مهم جویي به د ن لیګ لپاره د زیان سوب جوړیږي،هر څو که خان صیب په سینیټ کې اکثریتي امیدوار حاصل بزنجو مرحوم په همداسې مهم جویۍ دباییلات سره مخ کړی ؤ خو که نن دا عمل تکرار شي نو هیواد به دسریلنکا په څېر حالاتو سره مخ شي

دجماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق په ټویټر لیکلي پاکستان دقانون په سرلوړۍ اؤ روڼ انده جمهوري عمل پرمخ تللی شي ، که ولس دفیصلو کولو نه محروم وساتل شو نو حالات به د بد نه بدتر شي .

هغه وایي که کرپټ سرمایه دارو په دولت دپولنګ سټیشنو، ووټو اؤ داسمبلۍ دغړو داخستو عمل ته دوام ورکړو تو دایین اؤ جمهوریت نه به دخلکو باور پورته شي

پاکستان تحریک انصاف ګوند اؤ مسلم لیګ ق د حمزه شهباز د وزیراعلا ټاکل کیدو پرضد دشپې ناوخته سترې محکمې ته عریضه کړې ده اؤ ټاکل شوې ده چې نن دخالي په ورځ به ددې عریضې اوریدنه کیږي خو په عین حال کې دخالي په سهار دپنجاب نوي ټاکل شوي وزیراعلا حمزه شهباز دخپل منصب سوګند اخستي دي اؤ خپلې ذمه وارۍ یې سمبال کړي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG