لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ دعوه کوي شمالي وزیرستان کې یې د حافظ ګل بهادر ډلې درې ترهګر وژلي اؤ څلور یې نیولي دي


د پاکستان پوځ ويلي د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې يې د ترهګرو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس بیلا بیل عمليات کړي چې پکې د وسله والو حافظ ګل بهادر ډلې درې ترهګر وژل شوي او څلور یې نیولي دي.

بل لوري ته په شمالي وزیرستان کې د جمعیت علماء اسلام ف ګوند مشرانو د وژنې پرضد روان احتجاجي پرلت کوونکو سره نن په اتمه ورځ حکومتي چارواکو خبرې پیل کړي.

د سرکاري میډیا د رپورټ ترمخه د پاکستان پوځ د شپې ناوخته په (23 جولایي) ویلي، دغه عملیات یې د شمالي وزیرستان په بیلا بیلو ځایونو کې تر هغې وروسته کړي دي چې پوځ ته د ترهګرو د موجودګۍ کره معلومات ترلاسه شوي وو.

د پوځ بیان کې ویل شوي امنیتي ځواکونو د لومړيو استخباراتي عملیاتو پرمهال د ترهګرو یو مهم کمانډر زخمي حالت کې سره د درېوؤ نورو ترهګرو نیولی شوی.

پوځ ویلي په یو بل استخباراتي عملیاتو کې امنیتي عسکرو درې ترهګر وژلي دي .

پوځ په بیان کې دعوه کړې چې د وژل شوو او نیول شوو ترهګرو د قبضې څخه وسله او بارودي مواد ترلاسه شوي دي خو د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو څخه نه ده تایید شوې.

د پوځ په وېنا وژل شوي او نیول شوي ترهګر په وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوي خو د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې او نه پوځ رسنیو ته د دغو دعوؤ څه ثبوت وړاندې کړی دی.

د پوځ په بیان کې د وژل شوو ترهګرو پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې، خو دعوه یې کړې چې د وژل شوو او نیول شوو کسانو تړاو د شمالي وزیرستان شورا حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې سره ؤ.

په 13م جولایي هم د پاکستان پوځ دخېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې په یوه ورځ کې د یوه پاکستاني پوځي عسکر په تاوان د لسو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه .

په شمالي وزیرستان کې دا عملیات په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې په امنیتي عسکرو بریدونه او د عامو خلکو دهدفي وژنو پېښې چټک شوې او ځایې خلک تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د علاقې په امنیت پوښتنې را پورته کوي او وایي د اته کاله وړاندې ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته د علاقې حالات د تسلۍ وړ نه دي.

په 14 م جولایي د میر علي عیدک سیمه کې د جمعیت علماء اسلام ف ګوند د دوؤ ځایي مشرانو په هدفي برید کې تر وژل کېدو ورسته ددغه ګوند فعالینو په سیمه کې احتجاجي پرلت پیل کړی چې پکې د هدفي وژنو د مخنیوي او د امنیت د ټینګښت غوښتنې کوي.

حکومتي چارواکي وایي شمالي وزیرستان کې د حمعیت علماء اسلام ګوند احتجاج کوونکو سره قامي جرګې د لارې خبرې پیل کړي.

د جمعیت علماء اسلام ف ګوند د شمالي وزیرستان ویاند احمد الدین داوړ هم د خبرو پخلی کوي او وي او ای ډیوه ته وایي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر جي او سي دجرګې د لارې د خبرو د پاره رابطه کړې ده.

دوی تر مینځ دا خبرې وروسته له هغې پیل شوې چې د زیارت په ورځ په بنو کې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان یوې خبري غونډې ته ویلي وو ریاستي ادارې دې په قبايلي ضلعو کې ددې هدفي بریدونو تر شا وژونکي معلوم کړي او یا دې بیا په خپله دا ذمه داري ومني.

هغه ویلي چې د امن دعوې هم کېږي خو له تېرو څو میاشتو راهیسې په باجوړ، مومند او شمالي وزیرستان کې "عام ولس او دیني عالمان هم وژل کېږي.

د وزیرستان خلک هم وایي چې د ضرب عضب عملیاتو را پدېخواه نیزدې 500 نه زيات کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي. چې زیاتر پکې دیني عالمان، قامي مشران،تنکي ځوانان، سیاسي او مدني فعال شامل دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG