لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېب په پخواني مشر جاوید اقبال د جنسي ځورونې د تورونو د پلټنو لپاره کمیشن جوړ کړی شو


دپاکستان حکومت داحتساب دملي ادارې یا نیب په پخواني مشر جسټس (ریټایرډ) جاوید اقبال دطیبه ګل نومې یوې میرمنې لخوا دجنسي ځورونې دلګول شوؤ تورونو د ریښتونولۍ لپاره دپلټنو یو کمیشن جوړ کړی دی.

د بشري او ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې او قانون پوهه مهوش محب کاکاخېل ایډوکیټ وایي په جاوید اقبال دجنسي ځورونې دلګول شوؤ تورونو پر اساس دهغه خلاف د کار په ځائ کې د ښځو په جنسي توګه د ځورونو د کال 2010م د قانون لاندې کارروایي کېدای شي.

دحکومتي اعلامیې له مخې دپلټنو ددې کمیشن مشري دپاکستان دانساني حقونو دکمشن مشرې رابعه جویریه اغا ته سپارل شوې ده اؤ هغې سره به په دې کمیشن کې ندیم اشرف اؤ انیس هارون هم دغړو په توګه شامل وي.

داحتساب دملي ادارې په مشر جاوید اقبال طیبه ګل نومې یوې میرمنې دجنسي ځورونې تورونه لګولي اؤ ددغو تورونو د ثبوت په توګه یې یوه ویډیو اؤ څو غږییز پیغامونه هم په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.

که څه هم په جسټس ریټایرډ جاوید اقبال دطيبه ګل لخوا لګول شوي تورونه درې کاله زاړه دي خو اوس دا معامله یو وارې بیا هغه مهال راپورته شوه کله چې د لادرکه تنانو د خوشې کولو لپاره کار کوونکې امنه مسعود جنجوعه چې د ډېفنس آف هيومن راېټس تنظیم هم مشرى کوي تور ولګولو چې دې ته د يو لادرکه تن مېرمنې وېلي چې کله هغه د خپل خاوند د لا درکۍ په قضیه کې کمېشن ته د جسټس جاوید اقبال په وړاندې پېش شوه نو هغه ورته وېلي وو چې ته دومره ښکلې ښځه یې مېړه ته څه ضرورت لرې.

پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواکه کمېشن اېچ ار سي پي هم روانه میاشت د احتساب د ملي ادارې نېب په چېرمېن جسټس رېټایرډ جاوید اقبال د لګول شوؤ حېرانونکو تورونو د روڼ انده او بې پلوه پلټنو غوښتنه کړې وه.

د نېب دپخواني چېرمېن جسټس رېټاېرډ جاوید اقبال لخوا دې تورونو ته لا کوم غبرګون نه دی ویل شوی البته مخکې نوموړي د طيبه ګل دغه تورونه رد کړي وو.

د بشري او ښځو د حقونو لپاره کار کوونکې او قانون پوهه مهوش محب کاکاخېل ایډوکیټ ډيوه سره خبرو کې وېلي ددې تورونو پر اساس د جسټس رېټاېرډ جاوید اقبال خلاف د کار په ځائ کې د ښځو په جنسي توګه د ځورونو د کال 2010م د قانون لاندې کاررایي کېدای شي.

هغه وايي بې شکه چې جاوید اقبال دا جرم کړې وى او که نه دا خو به وروسته ثابتېږي. هغه به د پلټنو کمېټي ثابتوي خو وايي دده پرضد دا قضیه وفاقي محتسب ته هم وړل کېدای شي او د 509مې مادې لاندې فوجدارى عدالت ته هم تللی شي.

وايي پکار ده چې په دې باندې اقدام پورته کړی شى چې د اینده لپاره په غټو او طاقتورو څوکیو ناستو کسانو لپاره يو مثال جوړ شي او هغوي به وېرېږي.

"چونکې په جنسي توګه وېرول هم د رياست خلاف جرم دی او که ددې مخنیوي ونه شو نو دې سره به نور خلک هم ډاډ ومومي او داسې کېسونه به نور هم سېوا شي"

بېلابېلو څېړونکو هم د طيبه ګل پرضد د احتساب د ملى ادارې دپخواني مشر دا مبينه جنسي ځورونه د رياست خلاف يو فرد جرم ګرځولی او وايي باید د هېواد عدالتي نظام د ځان احتساب وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG