لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د"نرم مداخلت" په نامه پوځ د پاکستان سیاست کې بیا څه رول لوبول غواړي؟


په پاکستاني میډیا د اسټیبلشمنټ یا په نورو ټکو دپوځ دسرچینو له قوله داسې خبرونه مخې ته راغلي دي چې ګویا اسټیبلشمنټ اماده دی چې دیو "نرم مداخلت"دلارې دسیاسي تاو تریخوالي کمولو لپاره دسیاسي ګوندونو مشرانو خپلو کې خبرو ته کښینوي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله په داسې قسمه خبرونو خپل غبرګون کې وایي مونږ مدام دخبرو اترو پلوي پاتې شوي یو خو هیڅکله د وړاندې نه په شرطونو مذاکراتو کولو ته غاړه نه ږدو.

دپاکستان جیو ټي وي سره خبرو کې دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي کله چې دپخواني وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړل کیدو په هغه مهال هم دنوؤ ټولټاکنو تجویز مخې ته راغلی ؤ خو داپوزیشن ایتلافي ګوندونو ددغه وړاندیز منلو نه انکار کړی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان یو مشر جرنلسټ انصار عباسي تیره ورځ داسټیبلشمنټ دسرچینو له خولې ویلي وؤ چې په هیواد کې دسیوا شوي تاؤ تریخوالي راکمولو لپاره اسټیبلشمنټ (پوځ) تیار دی چې سیاسي مشران خپلو کې خبرو ته کښېنوي.

په سوشل میډیا هم ځینې فعالینو په پوځ نیوکې کړي چې ځان بې پلوه بولي خو دپردې ترشا دعمران خان دګوند تحریک انصاف ملاتړ کوي اؤ دسیاسي لانجو په پیدا کولو غواړي چې هیواد کې بې وخته ټولټاکنې وکړي اؤ دعمران خان ګوند یو ځل بیا دریوؤ کې په دوه برخې اکثریت سره اقتدار ته ورسوي .

خو دپوځ ویاند میجر جنرال عاصم افتخار په نزدې وختونو کې په تکرار سره دا تورونه رد کړي دي چې ګنې پوځ سیاست کې مداخله کوي اؤ په سیاسي ګوندونو اؤ میډیا یې ټینګار کړی دی چې پوځ باید په سیاسي معاملو کې را ونه لړي.

په پاکستاني میډیا د اسټیبلمشنټ د "نرم مداخلت" د رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان دحکومتي ایتلافي ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان هم تیره ورځ ویلي اوس نوي نوي وړاندیزونه مخې ته راروان دي چې باید نوې ټاکنې وکړل شي .

مولانا فضل الرحمان وایي دا وړاندیز کوم صحافي نه دی کړی بلکې دا د یو نرم مداخلت نتیجه ده.

دپي ډي‌ ایم مشر دحیرانتیا په ښکاره کولو سره ویلي دي عمران خان ته د اسټیبلشمنټ اؤ عدلیې دواړو بشپړ ملاتړ ترلاسه ؤ خو دکله نه چې نوی حکومت جوړ شوی دی نو دا دواړه قوتونه بې پلوه شوي هم دي اؤ په ډډه شوي هم دي.

هغه دا هم ویلي دي چې حکومت ته ویل کیږي په هدایاتو به روان یې ګنې شخړې به درته مخې ته راپورته کولی شي خو نه ده واضحه کړې چې حکومت ته دا وینا دچا له لوري شوې ده؟

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۷م جولایي دپاکستان پنجاب ایالت کې دترسره شوؤ ضمني ټاکنو نه وروسته دپاکستان سیاسي چاپیریال زیات تاؤجن شوی اؤ پاکستاني رسنۍ وایي که د اسټبشلمنټ د نرم مداخلت په نتیجه کې دسیاسي مشرانو ترمنځ خبرې اترې وشي نو امکان دی چې بیا په هیواد کې داکتوبر په میاشت کې عامې ټولټاکنې ترسره شي.

خو دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي شهباز شریف چې مخکې عمران خان ته دمیثاق معیشت وینا کړې وه نو عمران خان په هغه مهال اپوزیشن سره ناستې ته نه ؤ تیار ، او اوس مونږ هم د وړاندې نه په شرطونو چا سره خبرو ته تیار یو .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG